• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنو چارو وزارت ویاند: په افغانستان کې نیول شویو امریکايي وګړو ته اندېښمن یو

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۱

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نیول شویو امریکايي وګړو په اړه معلومات خپاره شول، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې په غبرګون کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د نیول شویو امریکايي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

د امریکا این‌بي‌سي ټلویزیون د دغه هېواد د ملي امنیت د دوو چارواکو په حواله تېره جمعه ویلي وو، چې دوه امریکايي وګړي په افغانستان کې بندیان دي.

متیو میلر پرون «د وري ۱۳مه» په یوه خبري غونډه کې ویلي، سره له دې چې د دغو نیول شویو امریکايي وګړو په اړه تضمین موجود دی؛ خو دوی بیا هم خپلو وګړو ته اندېښمن دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی د خپلو وګړو د خلاصون په موخه هڅې پیل کړې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ویانده وپوښتل شول، چې د افغانستان پر اسمان بې پېلوټه الوتکې الوتنې کوي، ایا دا په امریکا پورې تړاو لري؟

نوموړي وویل: "نه نه زه اصلاً نه غواړم چې په دې اړه څه ووایم".

که څه هم ښاغلي میلر د بې پېلوټه الوتکو په اړه د تایید او رد نظر ور نه کړ؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي وو، چې دغه بې پېلوټه الوتکې د امریکا دي.

همدا راز نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ «د وري ۱۲مه» ویلي وو، هغه دوه امریکايي وګړي چې له دوی سره له تېر یونیم کال راهیسې بندیان دي، د دوی له قوانینو یې سرغړاوی کړی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ځانګړی راپور؛ طالب چارواکو د سیاسي مشرانو جایدادونه او کورونه ولکه کړي

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۰۹ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښيې، چې طالب چارواکو د تېر جمهوري دولت د یو شمېر مشرانو او چارواکو شخصي ملکیتونه ولکه کړي دي. زموږ د معلوماتو له مخې؛ طالب چارواکو د میررحمان رحماني، عطا محمد نور او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو شتمنۍ ضبط کړې دي.

د پخواني دولت په ګړندي سقوط او د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې د افغانستان ښارونو ته د طالبانو له راتګ سره، ډېرو افغان سیاستوالو خپلې شتمنۍ پرېښودې او له افغانستانه ووتل.

د هغو سیاسي مشرانو شمیر زيات دی، چې نه غواړي د طالبانو په وړاندې د خپل قوي دریځ له امله د دې ډلې تر واک لاندې ژوند وکړي

عبدالرشید دوستم، کریم خلیلي، یونس قانوني، محمد محقق، صلاح الدین رباني، رحمت الله نبیل، عطا محمد نور، عبدالرب رسول سیاف او محمد اسماعیل خان هغه مشران دي، چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته له افغانستانه وتلي دي.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې؛ طالب چارواکو د دغو سیاستوالو د ځینو شتمنۍ او کورونه قبضه کړي دي.

افغانستان انټرنشنل داسې معلومات ترلاسه کړي، چې ښيي د طالبانو د ډلې یو له بنسټ ایښودونکو څخه منان عمري د ولسي جرګې د پخواني رییس میر رحمان رحماني کور او موټر «غصب» کړي دي.

د دې معلوماتو له مخې، په پروان کې د طالبانو مرستیال والي ادریس انور د جهادي قوماندان امان الله ګذر او د هغه د وروڼو کورونه او جایدادونه نیولي دي.

معلومات ښيي، چې په پروان کې د طالبانو د استخباراتو مشر قاري صدیق د پخواني حکومت پېښو ته د رسېدو چارو د پخواني وزیر غلام بها‌ءالدین جیلاني کورونه غصب کړي دي

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په بلخ کې د اسلامي جمعيت د یوې څانګې د مشر عطا محمد نور مېلمستون او د هغه باغ د دغه ولایت د طالبانو د امنيت د امر له خوا نیول شوی دی.

معلومات ښیي، چې طالبانو د پروان د پخواني قومندان جان احمد حقجو کور په دوهمه امنیتي حوزه بدل کړی.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، د طالبانو د مزارشریف ښاروال د پروان د پخواني والي فضل الدین عیار کور او باغ غصب کړي دي.

پر همدې مهال طالبانو تر دې وړاندي ویلي وو، چې د پخوانيو دولتي چارواکو جایدادونه او شتمنۍ به خپلو مالکانو ته وسپاري.

د دې ادعا برعکس دغې ډلې د واک له ترلاسه کولو وروسته د یو شمېر سیاسي شخصیتونو او پخوانیو چارواکو کورونه او جایدادونه غصب کړي او د خپلو خلکو لپاره یې په پوځي اډو بدل کړي دي.

دغې ډلې مخکي د پخواني جهادي مشر اسماعیل خان کور او موټر هم قبضه کړي وو.

زموږ د معلوماتو له مخې، د طالبانو يو غړی صوفي ګرديزی د محمد محقق په کور کې اوسېږي.

ځینو سرچینو ویلي چې طالبانو د جنرال مراد علي مراد کور هم نیولی دی.

د راپورونو له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې پر افغانستان تر واکمنېدو دوه میاشتې وروسته طالبانو په ميدان وردګ کې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل کور وران کړ.

د ښاغلي نبیل د کور عکسونه خپاره شوي، چې ښيي کور یې په کنډوالو بدل شوی دی.

د پخواني ولسمشر اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي په ۱۴۰۱ کال کې ویلي وو، چې ابراهیم حقاني چې د حقاني شبکې یو جګپوړی غړی دی، د اشرف غني کور «غصب» کړی.

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي په ۱۴۰۱ کال کې اعلان وکړ، چې طالبانو په پنجشیر کې د هغه کور او کتابتون سوځولي دي.

ښاغلي معنوي افغانستان انټرنشنل ته وویل، «دلته ډېر زاړه او ارزښتناک کتابونه موجود وو.»

په دې وروستیو کې طالبانو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له خپل کور او دفتر څخه ایستلی دی. طالبانو ویلي، چې ښاغلی حکمتیار په دولتي ملکیتونو کې اوسېږي.

طالبانو هغه د دولتي ځمکو په غصب تورن کړ؛ خو د حکمتیار استدلال دا و، چې د تېر حکومت د هوکړې له مخې په دغو ملکیتونو کې اوسېږي.

طالبان په داسې حال کې د پخوانیو چارواکو د ځمکو او شتمنیو ولکه کولو ته دوام ورکوي، چې دغې ډلې د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره یو کمیسیون جوړ کړی دی.

تر اوسه د پخواني حکومت د سیاسي مشرانو او چارواکو د کورونو او جایدادونو کره شمېره چې د طالبانو په ولکه کې دي په لاس کې نشته.

له میدان وردګ وروسته ننګرهار کې ځايي طالب مشران د تصفیې کمېسون له بیا کره کتنې ناراض دي

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۰۱ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو ویډیوګانو کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د استخباراتو پخوانی مشر ډاکټر بشیر غونډې ته وايي، د دې ډلې د تصفیې کمېسون په خپل سر طالبان له دندو ګوښه کړي. د ملا یقعوب له امر وروسته طالبانو له نويو شرطونو سره د خپلو غړو تصفیه ننګرهار کې هم پیل کړه.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د استخباراتو پخوانی رییس او په ختیځ کې د طالبانو یو ځواکمن قومندان ډاکټر بشیر دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت مقام کې د تصفیې کمېسون د بیا کره کتنې د پیل غونډه کې د طالبانو تصفیې ولایتي کمېسون په دې تورن کړ، چې زیات شمیر طالبان یې له دندو ګوښه کړي، چې دا کار د دې ولایت د طالبانو د خپګان لامل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې یوازې په دې نظام کې طالبان حق نه لري،بلکې هغه کورنۍ چې له داعش زیاتمنې شوې او د کورنیو غړي یې وژل شوي، باید د دوی په لیکو کې ځای ورکړل شي.

د طالبانو په دغه ځواکمن قومندان دا تور دی، چې د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره په ننګرهار کې د استخباراتو رییس وټاکل شو، چې په دغه موده کې د داعش په نوم زیات شمیر سلفیان بندیان او ووژل شول.

یو څیړونکي په دې باور دي، چې تر اوسه طالبان په خپلو جنګیالیو باور نه لري او د دوی په لیکو کې د داعش د نفوذ د مخنوي لپاره یو ځل بیا د تصفیې کمېسون د بیا کره کتنې په نوم چاڼ پیل کړی دی.

د طالبانو دغه قومندان په داسې حال کې پر کمېسون نیوکه کوي، چې له دې وړاندې د طالبانو دفاع وزیر او د امنیتي او تصفیوي کمېسون مشر په یوه مکتوب کې چې یو کاپي یې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی، له ټولو والیانو غوښتي چې د تصفیوي کمېسون د بیا کره کتنې پروسه کې د مداخلې حق نه لري.

په مکتوب کې لیکل شوي، چې د کره کتنې هیت مکلف دی چې د فورمې کتلو په وخت کې ډلګۍ مشر حتما فزیکي حضور ولري او د غیرحاضرۍ په صورت کې د هیڅ طالب فورمه تایید نه کړي.

د کمېسون بل شرط دا دی، چې په کومو سیمو او ولایتونو کې چې چا په تېره جګړه کې برخه اخیستې وي، نو د خپلو فورمو د تاییدۍ لپاره دې هغو ولایتونو ته مراجعه وکړي.

له ننګرهار وړاندې د میدان وردګو یو شمېر طالبانو هم نیوکه کړې وه، چې د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسون د کندهاري طالبانو په کنټرول کې دی.

دوی ویلي و چې دغه کندهارۍ ډله د نورو ولایتونو او په ځانګړې توکه د میدان وردګو د طالبانو د غړیتوب فورمې نه تاییدوي.

دوی ادعا کړې وه، چې د تصفیې کمېسون دې د ملا فاضل او ملا قیوم ذاکر اړوند د طالبانو تصفیه وکړي، چې دواړو یې په خپلو وسلوالو ډلو کې پر طالبانو سربېره نور کسان هم ځای پر ځای کړي دي.

د میدان وردګو یو شمېر طالبانو په ټولنیزو شبکو کې پر کندهاري طالبانو دا نیوکه هم کړې وه، چې جګړه دوی کړې او اوس ټولې مهمې دندې د کندهاري طالبانو په لاس کې دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو له دوو کلونو زیاته موده تېریږي خو تر اوسه دې ډلې خپل غړي نه دي تایید کړي.

اوچا: جاپان له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۶ لکه ډالره نوې مرسته اعلان کړه

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۴۱ GMT+۱

د ملګرو ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، جاپان د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندق سره ۶ لکه امريکايي ډالره نوې مرسته کړې. د اوچا د فتر د معلوماتو له مخي، دغه مرسته به په بشري برخه کې مصرف شي.

اوچا نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د افغانستان د بشري مرستو له صندق سره دا د جاپان د مخکنيو دوامدارو مرستو یوه برخه ده.

اوچا د دې مرستې له امله د جاپان مننه کړې.

دوه مياشتي مخکي د خوړو نړیوال پروګرام هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جاپان له لوري د ۱۳.۵ مېلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی و.
د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا ویلي و:« جاپان د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او په دې برخه کې پانګونه کوي.»

په تېرو دریو کلونو کې له افغانستان سره د جاپان مرسته تر ۷۳ مېلیونه ډالرو پورې رسېږي.

یوناما: په افغانستان کې ناچاود توکي او ماینونه لا هم خلکو ته ګواښ دي

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۱۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو مرستندویه اداره وايي، دغه هېواد کې د جګړې ناچاود توکي او ماینونه لا هم د افغان ټولنې لپاره ګواښ دي. یوناما زیاتوي، د ملګرو ملتو د مین پاکۍ موسسه او د هلو ټرسټ په څېر نور بنسټونه له استوګنیزو سیمو او ښوونځیو د ماینونو پاکولو سره د خلکو ژوند ژغوري.

یوناما نن د هلو ټرسټ موسسې د یوه ټیم لیډر شرف الدین ویډیو خپره کړې چې پکې وايي، د افغانستان هره برخه کې دا مهمات تیت پرک پراته دي.

نوموړی زیاتوي چې د خپل څلور کلن کار ډېره بوږنوونکې پېښه یې هم د کابل په سروبي ولسوالۍ کې پر ماین د یوه کوچي د دوو ماشومانو «زوی او لور» د ټپي کېدو خاطره ده.

تېره یکشنبه هم په غزني او هرات کې د ناچاود توکو له امله ۱۱ ماشومان ووژل شول.

یونیسف یا د ملګرو ملتونو ماشوم ملاتړې ادارې د ۲۰۲۳ په اګسټ کې وویل، د افغان جګړې د ناچاودو مهماتو ۸۵ سلنه قربانیان ماشومان دي.

یونیسف هغه مهال وویل، په دې برخه کې افغان ماشومان روزي چې دا ناچاود توکي وپېژني، ترې لرې اوسي او ځان ترې وساتي.

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د لاس بم او ماین د چاودنو له امله نږدې هره ورځ افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي، چې اکثریت یې ماشومان دي.

د تېرو څلورو لسیزو په جګړو کې ښکېلو لورو د مقابل لوري د ماتولو او ډېرې مرګ ژوبلې لپاره ماینونه ښخ کړي دي.

د طالبانو د ناسم چلند له امله د پکتیا حوزوي روغتون ډاکترانو کاربندیز کړی

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۱

د پکتیا حوزوي روغتون ځینې ډاکترانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس د ناسم چلند او د معاش د کمښت له امله یې له پرون راهسې کاربندیز پیل کړی. د ولادي او نسايي ډاکترو د کاربندیز له امله اوس ډاکتران دغه برخه کې کار کوي.

د پکتیا حوزوي روغتون یو شمیر ډاکترانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د عامې روغتیا رییس ملا خیر محمد منصور له عامې روغتیا وزارت پرته په خپلسر د روغتون مسلکي پرسونل له دندو لرې کړي او د هغوی پر ځای یې خپل نژدې کسان چې هیڅ طبی زدکړې هم نه لري په دندو ګمارلي دی.

ډاکتران وايي د پکتیا د عامې روغتیا رییس یې په میاشتو میاشتو معاشونه ځنډوي او پر وخت اړوند مرستندویه روغتیايي موسسو ته د معاشونو د لېږد مرحله سرته نه رسوي.

ځینې ډاکټرانو د طالب چارواکو د ناسم چلند له امله له خپلو دندو هم لاس پر سر شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د پکتیا حوزوي روغتون د دغو ډاکترانو لېست ترلاسه کړی دی، چې د طالبانو د عامې روغتیا رییس د ناسم چلند له امله یې استعفاوې کړې دي.

د نارینه متخصص ډاکترانو په ډله کې رحمن الله ځدراڼ، نقیب الله عارف ، محمد ګل محمدي او جهاد ګل رضوان استعفاوې کړې دي.

په ډاکټرو کې چې د پکتیا حوزوي روغتون نسايي ولادي واټ کې په کار بوختې وې، لیمه نورزۍ، شکریه ګل دسته استعفاوې کړې دي.

د راپورونو پر بنسټ د ډاکټرو له استعفا وروسته اوس مهال په نسايي ولادي واټ کې ډاکتران کار کوی.

سرچینې وايي ټول ډاکتران دې ته تیار دي چې استعفاوې ورکړي، خو ځیني د عامې روغتیا رییس ځینې په مرګ ګواښلي او د له استعفا ور کولو په زور منع شوي دي.

یو شمیر ډاکتران وايي، له دوی سره د پکتیا د عامې روغتیا رییس خیر محمد منصور چلند نظامي دی.

دوولسم ټولګي زدکوونکی رییس

100%

د معلوماتو له مخې ملا خیر محمد منصور هیڅ طبي زدکړې نه لري او اوس د پکتیا په شپې ښوونځي کې د دولسم ټولکي زدکوونکی دی.

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست اداري سرچینو افغانستان انټرشنل ـ پښتو ته یو نوملړ سپارلی دی، چې ددغه ریاست رییس په وخت کې هیڅ کوم خالي پوسټ اعلان ته نه دی تللی؛ بلکې په ټولو خالي پوسټونو کې یې خپلوان په بېلابیلو ځایونو په لوړو معاشونو ګمارلي دي.

د ځاځي اریوب روغتون اداري مدیر علي ګل د پکتیا د عامې روغتیا رییس ورور دی، په همدغه روغتون کې یې خورې حبیب او بل وراره یې منان په بېلالو طبي پوستونو کې مقرار کړي دي او په دغه ولایت کې د روغتون واکیسناتور او د سرویلانس کرونا سمپل انتقالونکی یې وروڼه دي چې په لوړو معاشونو یې په دندو ګمارلي دي.

په پکتیا کې یو شمیر ځايي طبي موسسې چې له نړیوالو څخه په طبی برخه کې مرستې ترلاسه کوي او دوی بیا د طالبانو د سرپرستۍ لاندې ډاکترانو او نورو طبي پرسونل ته معاشونه ورکوي، وايي چې د پکتیا لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس خیر محمد منصور له زیاتو فرمایشي ګمارنو ستړی شوي دي.

د امنیتي ګواښونو له امله نشو کولی، چې ددغو طبي موسسو نومانونه ډاکه کړو.

دوی زیاتوي ډاکترو ورته د طالبانو له روغتیا رییس شکایتونه کړي او وايي، چې په اخلاقي فساد کې ککړ دی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د پکتیا د عامې روغتیا ریاست له اداري مسوولینو سره په حوزوي روغتونو کې د ډاکترانو د کاربندیز په اړه معلومات وغوښتل، هغوي کار بندیز تایید کړ؛ خو زیاته یې کړه چې په دې اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت څخه پلاوی پکتیا ته راغلی دی، ترڅ د دغې ستونزې په اړه له ډاکترانو سره خبرې وکړي.

د پکتیا حوزوي روغتون کې سرچینې وايي د کاربندیز له امله ناروغان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د پکتیا د عامې روغتیا په چوکاټ کې په مرکز ګردیز کې حوزوي روغتون شاخوا ۳۰۰ روغتیايي پرسونل لري، چې د تېر جمهوریت پرمهال دغه روغتون په عصري او مجهز ډول جوړ شوی دی.

دغه روغتون کې پرمختتلي طبي وسایل هم شته دي، چې د پکتیا ترڅنګ شاخوا ولایتونو پکتیکا او خوست څخه هم ورته ناروغان د تداوي لپاره راوړل کیږي.