د طالبانو د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۱ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ پروژې منظور کړې

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۱ میلیاره افغانیو په ارزښت د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړل.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۱ میلیاره افغانیو په ارزښت د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړل.
ملا عبدالغني برادر دفتر نن یوه خبرپاڼه کې زیاتوي، په دې اړوه غونډه کې ۲۹ پروژې وړاندې شوې وې چې ۴ یې لغوه او یوه بله پروژه څېړلو ته پاتې شوه.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دغو پروژو کې د کابل - کندهار د لویې لارې اساسي بیارغونه، د کونړ - نورستان د سړک جوړېدل، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا شرکت اړوند پروژې، د مرکزي قطعو او د ملي دفاع وزارت جزو تامونو ته د اړتیا وړ توکو برابرول او یو شمېر نور قرادادونه شامل دي.په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چې ددغو پروژو په عملي کېدو سره به سلګونو کسانو ته کاري زمینې برابرې شي.دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي.ناوړه اقتصادي وضعیت، وزګاري، د طالبانو فشارونه او د ښځو په کار بندیزونه هغه موارد دي، چې ډیری افغانان له هېواد د وتلو هڅه کوي.


د غزني لپاره د طالبانو امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې يوې کورنۍ یو کس د مسجد د لاسپېکر د بېټرۍ د غلا په تور وژلی. دغه اداره نن په خپله اعلامیه کې زیاتوي، چې په دې تړاو يې درې کسان هم نيولي دي.
طالبان وايي، د دې کسانو ترمنځ لومړي لفظي شخړه شوې او بيا دې دريو کسانو دغه کس وژلی دی.

د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون وايي، د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د امید سبز ښارګوټي د ځمکې یوه برخه «دولتي» ده. د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د دې موضوع قانوني او شرعي څېړنه یې یوې ځانګړې محکمې ته سپارلې ده.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا پرېکړه د ځمکو د غصب د مخنیوي د کمېسیون په غونډه کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د عدلیې، ښار جوړونې، د کرنې او اوبو لګولو وزارتونو او یو شمېر نورو ادارو مسوولانو هم حضور درلود.
طالبانو ویلي، په دې ناسته کې د کابل ښار په امید سبز ښارګوټي کې د یو زرو ۵۹۵ جریبه ځمکې پر مسلې خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د امید سبز ښارګوټي د ځمکو یوه برخه د «امارتي ځمکه» بلل شوې او د څېړلو موضوع یې دې غصب شویو ځمکو ته د رسیدګۍ ځانګړې محکمې ته سپارل شوې ده.
طالبان اعا کوي، چې لازمو اسنادو ته په کتو سره دغه ځمکې د «امارتي» ځمکو په توګه پېژندل شوې دي.
امید سبز ښارګوټی په کابل کې یوه هزاره مېشته سیمه ده.
طالبانو واکلچر په ته له رسېدو وروسته د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په نوم یو کمېسیون جوړ کړ، خو ویل کېږي چې دغې ډلې په بېلابېلو سیمو کې د خلکو زرګونه جریبه ځمکې د دولتي ځمکو په نوم ثبت کړې دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت همداراز زیاته کړې ده، چې په دې غونډه کې په شمالي ولایتونو کې د عامه څړځایونو او په نورو ولایتونو کې هم د ځمکو د غصب موضوع وڅېړل شوه.
په افغانستان کې د څړځایونو مسله هم له جنجالي مسایلو څخه ده.
تېر حکومت ډیری غرونه او ځمکې د دودیز اوبو لګولو شبکې څخه بهر ځمکه "دولتي" او د عامه څړځایونو په توګه اعلان کړې ده.
دا کار د دې لامل شو چې کوچیان د عامه څړځایونو په نوم غرونه وکاروي، خو دا مسله د افغانستان په ډیریو مرکزي او شمالي سیمو کې د دې قومونو او کلیوالو ترمنځ د جګړو اساس ګرځیدلې ده.

سرچنې وايي، تېره یکشنبه د غزني ګېرو کې د ناچاودې مرمۍ له امله نه، بلکې په ډرون برید کې د طالبانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي. له افغانستان انټرنشنل سره داسې مکتوب هم شریک شوی چې پکې د طالبانو مشر په ګیرو کې د ډرون برید او د بې پیلوټه الوتکو د څار په هکله د بېړنۍ غونډې غوښتنه شوې.
د غزني لپاره د طالبانو د والي دفتر تېره یکشنبه وویل، چې د ګیرو ولسوالۍ په ځدراڼو کلي کې د روسیې د خت پاتې مرمۍ چاودلې او له امله یې پنځه ښځې او څلور ماشومان وژل شوي دي.
خو له افغانستان انټرنشنل پښتو سره خبرو کې سرچینې د ځايي چارواکو دا خبرې ردوي او وايي، دا ډرون برید و چې د کانونو او پټرولیم وزارت درې کسان، دوه طالب سرتېري، څلور د کور مېرمنې او درې ماشومان پکې ووژل شول
د سرچینو په خبره، په دغه برید کې د کانونو او پټرولیم وزارت د ارزونې غړی مولوي مطیع الله د بخت میر زوی هم دی او د پاتې دوو کسانو هوویت مالوم نه دی.
دا سرچینې وايي، دغو کسانو غوښتل چې په سیمه کې د لیتیمو کان په هکله پلټنې وکړي او که باوري شي چې دلته کان شته، نو د نورو څېړنو لپاره چینايي کانپوهان سیمې ته ور وبولي.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته داسې مکتوب هم رسېدلی چې ښيي، تر دې پېښې یوه ورځ وروسته د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په سپارښتنه د کندهار د والي ملا شیرین اخوند په مشرۍ بېړنۍ پوځي غونډه جوړه شوې، چې پر دغه موضوع سربېره د ډرون الوتکو پر ګرځېدو هم سره وغږېږي.
په دې غونډه کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد، د دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال ملا حیات الله اخوند، د کندهار مرستیال والي حیات الله مبارک د ملا هبت الله د ځانګړي ځواک مشر عبدالاحد طالب او نورو مشرانو هم ګډون درلود.
په غونډه کې د دې پېښې د څېړلو لپاره د تاجمیر جواد په مشرۍ پلاوی ټاکل شوی دی.

د ترکیې پولیسو په شمال لویدیځ ښار بالیکسیر کې د ۵۶ افغان کډوالو او د شپږو انساني قاچاقبرو د نیولو خبر ورکړ. د راپورونو له مخې، دغه افغانان په جلا جلا عملیاتو کې په داسې حال کې تر پیژندو وروسته نیول شوي، چې غوښتل یې له ترکیې په غیر قانوني توګه ووځي.
د ترکیې (ټي ار ټي) دولتي رسنۍ نن د بالیکسیر د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې په مرمره، اوریندي، ادرمیت، سوسورلوک او ایوالیک کلیو کې په جلا عملیاتو کې شپږ نور کسان بیا د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.
راپور دغه راز زیاته کړې ده، چې د دغه هېواد د پوليسو په عملياتو کې درې موټر، دوه لارۍ، دوه کښتنۍ او د دوو بیړیو انجنونه او نږدې ١٣٥ لېټره تېل نيول شوي دي.
د ترکیې پولیسو ویلي دي، چې دغه پناه غوښتونکي د مارچ له ۲۵ تر ۳۱ مې پورې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي دي.
اروپا ته د رسېدو لپاره ترکیه د ډېرو کډوالو په تېره بیا د افغان کډوالو موقت ځای دی.
ډیری پناه غوښتونکي اروپا ته د رسېدو لپاره له قانوني او بې قانونه لارو دغه هېواد ته ننوځي.
د ترکیې پولیسو په دې وروستیو کې د پناه غوښتونکو د پېژندنې، نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده او په سلګونه افغان کډوال هم د نیول شويو او اېستل شویو کسانو په ډله کې دي.

د قراقستان ولسمشر وایي، د افغانستان له خاورې د نړیوالو ترهګرو ډلو د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره باید د دې هېواد پرمختګ ته پاملرنه وشي. قاسم جورمات توکایف په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره د بشردوستانه مرستو پر دوام هم ټينګار وکړ.
نوموړي دغه څرګندونې نن د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په ۱۹مه غونډه کې وکړې.
دغه دوه ورځنۍ غونډه د سې شنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پیل شوه.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې د شانګهای د همکاریو سازمان د مسوولیتونو په ساحه کې د ترهګرۍ، بېلتونپالنې، افراطیت او د نشه یي توکو د غیر قانوني قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې په ګډون پر مهمو نړیوالو مسایلو خبرې کیږي.
د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ویلي و، چې د نړیوالو پلاني جرمونو پر وړاندې مبارزه او د نړیوالو اطلاعاتو د امنيت په برخه کې همکاري د دغې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه دي.