د قراقستان ولسمشر: د افغانستان پراختیا د نړیوالې ترهګرۍ د ودې مخنیوی کوي

د قراقستان ولسمشر وایي، د افغانستان له خاورې د نړیوالو ترهګرو ډلو د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره باید د دې هېواد پرمختګ ته پاملرنه وشي. قاسم جورمات توکایف په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره د بشردوستانه مرستو پر دوام هم ټينګار وکړ.





