• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د افغانستان له لارې اول ځل خپل کچالو تر تاجکستان ورسول

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۰۵ GMT+۱

پاکستان له منځنۍ اسیا سره د خپلې سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره په لومړي ځل په خپلو لاریو کې د افغانستان له لارې د تاجکستان تر پلازمېنې دوشنبې خپل کچالو ورسول. د پاکستان رسنۍ د ځمکې له لارې په اوو ورځو کې تر ۱۴ سوه کیلومتره واټن پورې د دغه هېواد د الوګانو رسول یو مهم پرمختګ بولي.

د پاکستان رادیو نن د یوې ویډیو او دې خبر خپرولو سره وايي، چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د دې کاروان د رسېدو لپاره ځانګړي مراسم جوړ شوي وو.

د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر عظیم ابراهیم له پاکستان سره د ځمکنۍ سوداګرۍ پیلېدل د دواړو لپاره مهم بللي دي.

له تاجکستان سره د افغانستان له لارې د پاکستان سوداګري په داسې وخت پیلېږي چې لا هم اسلام اباد له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ ته خنډونه جوړوي.

پاکستان د کراچۍ له لارې افغانستان ته د ټرانزېټ توکو په لېږدو کې هم جنجال جوړوي او له امله یې اوس سمندري سودګري نږدې ۷۰ سلنه د ایران له لارې کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف: راتلونکو ۵ کلونو کې د صادراتو دوه چنده کولو لپاره دې عملي پلان جوړ شي

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۴۶ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر د سوداګرۍ وزارت ته هدایت ورکړی، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د هېواد صادرات دوه چنده کولو لپاره دې عملي پلان جوړ کړي.

د پاکستان دولتي راډیو د راپور له مخې؛ شهباز شریف چې د سې شنبې په ورځ د اپریل دویمه په اسلام اباد کې د یوې سترې غونډې مشري کوله، له دغه وزارت څخه یې وغوښتل چې د مخکښو سوداګرو او د سهم لرونکو سره له مشورې وروسته دې عملي پلان وړاندې کړي.

ښاغلي شهباز شریف د الکترونیکي سوداګرۍ په برخه کې د هغو صادرونکو ستونزو ته د اسانتیا او حل کولو لارښوونه هم وکړه، کوم چې خپل محصولات په پاکستان کې جوړوي او ټولې نړۍ ته یې صادروي.

شهباز شریف وویل: «د پاکستان د صادراتي سکټور د امکاناتو څخه د اعظمي استفادې لپاره ګامونه پورته شوي دي.»

لومړي وزیر وويل: «د معلوماتي ټېکنالوژۍ، کورني توليداتو، ټوکر او نورو برخو د صادراتو د ودې لپاره بايد د صادراتي سکتور برخه والو باور هم په پام کې ونیول شي.»

شهباز شریف د روان کال د مارچ په درېیمه نېټه د دویم ځل لپاره د پاکستان د ملي اسمبلۍ له خوا د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو.

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت: د ۲۰۰ کوچنیو او ۱۵ لویو کانونو استخراج روان دی

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت وايي، د افغانستان په بېلا-بېلو سېمو کې د ۲۰۰ کوچنيو او ۱۵ لويو کانونو د استخراج چارې روانې دي. د دې وزارت وياند همایون افغان وایي، دغه قرار دادونه تېر کال کورنيو او بهرنیو شرکتونو ته ورکول شوي دي.

ښاغلي افغان نن په د طالبانو په واک کې له ملي تلوېزون سره مرکه کې ويلي، چې د ۱۵ لويو کانونو قراردادوونه يې بهرنيو شرکتونه ته ورکړي، چې پکې « د اوسپني، ميسو، سرو زرو، سیمټو، تېلو، ګاز او يو شمېرو نور» پکې شامل دي.

همایون افغان زياتوي، چې د کوچنیو کانونو قرار دادونه کورنيو شرکتونه ورکول شوي، چې د انکشاف، استخراج او پروسيس په مرحلو کې يې چارې روانې دي.

نوموړي په قرارداد د ورکول شويو کانونو مالي لګښتونه ياد نه کړه.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو سره چې دا هېواد له اقتصادي انزوا سره مخ دی دې ډلې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره په ډېرو ولایتونو کې لسګونه کانونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړي او د استخراج چارې یې روانې دي.

چین له هغو هیوادونو دی چې د افغانستان د کانونو د کیندونو ډیری تړونونه یې له طالبانو سره لاسلیک کړي دي.

ځینې کانپوهان بیا وایي چې تر ډېره دا کانونه بې قانونه او نامسلکي اېستل کېږي.

طالبانو د بودیجې له ټاکلې نېټې درې نیمې میاشتې وروسته هم ملي بودیجه نه ده توشیح کړې

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۱۷ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د مالیې وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د درې نیمو میاشتو په تېرېدو لا هم د نوي کال بودیجه ترتیب او توشیح شوې نه ده.

دغه سرچینه وايي، چې د افغانستان د بودیجوي واحدونو مالي چارو ته په کتو او د مالي قوانینو پر بنسټ باید د نوي کال بودیجه د جدي په میاشت کې ترتیب او توشیح شي؛ خو لا هم دغه بودیجه نه ده ترتیب شوې.

یاده سرچینه زیاتوي، چې د ملي بودیجې اندازه او د وزارتونو ونډه هم تر اوسه نه ده معلومه.

تازه افغانستان انټرنشنل - پښتو د طالبانو تر کنټرول لاندې د مالیې وزارت یو مکتوب تر لاسه کړی، چې د دغه وزارت له خوا د طالبانو د مشر ملا هبت الله دفتر ته استول شوی دی.

په دغه وړاندیز لیک کې ویل شوي، چې بودیجه لا نه ده توشیح شوې او د دوی غواړي چې د ځانګړي تخصیص په بڼه د روانې حمل میاشتې د مامورینو معاشات حواله کړي.

په دغه وړاندیز لیک کې د ملا هبت الله حکم او لاسلیک هم ښکاري.

100%

د مالیې وزارت سرچینې وویل، چې که څه هم د ملي بودیجې احتمالي خاکه د ملا هبت الله دفتر ته لېږل شوې وه؛ خو په مالیې وزارت کې د عوایدو نوي رییس ته د ملا هبت الله له خوا دنده سپارل شوې ده، چې بودیجه له سره ترتیب او له نوموړي سره یې شریکه کړي.

سرچینې زیاته کړه: " پخوانۍ خاکه له منځه تللې او د عوایدو رییس پرې له سره کار شروع کړی، د بودیجې ترتیب ځانګړی وخت غواړي حداقل یوه میاشت پرې لګي او وروسته توشیح او بیا د بودیجې انتقال دا درې څلور میاشتې نیسي".

د طالبانو د مالیې وزارت دغه چارواکی وايي، چې له همدې امله د ملا هبت الله دفتر ته په لېږل شوي وړاندیز کې د ځانګړي تخصیص موده نه ده روښانه شوې.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان پخواني جمهوري نظام د مالي قوانینو پر بنسټ د مالیې وزارت اړ و، چې له وزارتونو سره په تفاهم د راتلونکي نوي کال ملي بودیجه د جدي له میاشتې مخکې ترتیب او د کابینې مجلس ته د بحث لپاره وړاندې کړي او وروسته بیا د تایید لپاره ملي جرګې ته استول کېده او بیا د ولسمشر له خوا توشیح کېده؛ خو طالبان بیا د بودیجې اندازه نه اعلانوي او یوازې د ملا هبت الله دفتر دا صلاحیت لري، چې بودیجه تایید او رد کړي.

عمران خان وايي، چې مېرمن یې په زندان کې په زهرو مسموم شوې ده

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په اډياله زندان کې د مقدمې د اورېدنې په مهال دعوه کړې، چې مېرمن يې بشرا بي بي په بني ګاله زندان کې په زهرو مسموم شوې ده. په ورته وخت کې محکمې د پلټنو امر کړی.

نوموړي ویلي: " په دې کې هېڅ شک نه شته چې بشرا بي بي ته زهر ورکړل شوي او زه په دې پوهېږم چې د دې تر شا د چا لاس دی".

عمران خان د چا نوم وانه خیست خو زیاته یې کړه، چې د بشرا بي بي په پوستكي او ژبه ځینې نښې موجودې دي، چې د مسمومېدا ګواهي ورکوي.

هغه له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه کړې، چې د نوموړي د مېرمنې د طبي معایناتو او پلټنو امر دې وکړي.

محکمې هم د پلټنو امر کړی.

تېره ورځ د اسلام اباد سترې محکمې اعلان وکړ، چې د توشه خانې په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د ۱۴ کلونو بند سزا یې ځنډولې او په ضمانت يې د خوشي کېدو امر کړی دی.

د اسلام اباد د سترې محکمې مشر قاضي عامر فاروق ویلي، چې د عمران خان او د هغه د مېرمنې د توشه خانې د قضیې سزا یې ځنډولې ده او د ضمانت د منظورېدا پرېکړه یې کړې ده.

د توشه خانې په قضیه کې پر پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه پر مېرمنې تور و، چې یو شمېر قیمتي ډالۍ یې دولتي خزانې ته نه دي سپارلې او له همدې امله یې دواړو ته څوارلس - څوارلس کاله د بند سزا اورولې وه او د پي ټي ای مشر عمران خان یې د لسو کلونو لپاره نا اهله اعلان کړی و.

پر عمران خان تور دی، چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د خپلې صدراعظمۍ پر مهال له بهرنیو هېوادونو څخه قیمتي ډالۍ تر لاسه کړې او بیا یې دغه ډالۍ په ۶۳۵ زره ډالرو پلورلې دي.

د عمران خان په ډالیو کې د سعودي عربستان یو قیمتي ساعت هم شامل دی، چې د کعبې یوه نښه لري او په نړۍوال بازار کې یې بیه له ۶۰ تر ۶۵ کروړه پاکستانۍ روپۍ اټکل شوې ده.

همدا راز پر عمران خان تور دی، چې دولتي رازونه یې افشا کړي دي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت ویاند: په افغانستان کې نیول شویو امریکايي وګړو ته اندېښمن یو

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۱

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نیول شویو امریکايي وګړو په اړه معلومات خپاره شول، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې په غبرګون کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د نیول شویو امریکايي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

د امریکا این‌بي‌سي ټلویزیون د دغه هېواد د ملي امنیت د دوو چارواکو په حواله تېره جمعه ویلي وو، چې دوه امریکايي وګړي په افغانستان کې بندیان دي.

متیو میلر پرون «د وري ۱۳مه» په یوه خبري غونډه کې ویلي، سره له دې چې د دغو نیول شویو امریکايي وګړو په اړه تضمین موجود دی؛ خو دوی بیا هم خپلو وګړو ته اندېښمن دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی د خپلو وګړو د خلاصون په موخه هڅې پیل کړې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ویانده وپوښتل شول، چې د افغانستان پر اسمان بې پېلوټه الوتکې الوتنې کوي، ایا دا په امریکا پورې تړاو لري؟

نوموړي وویل: "نه نه زه اصلاً نه غواړم چې په دې اړه څه ووایم".

که څه هم ښاغلي میلر د بې پېلوټه الوتکو په اړه د تایید او رد نظر ور نه کړ؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي وو، چې دغه بې پېلوټه الوتکې د امریکا دي.

همدا راز نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ «د وري ۱۲مه» ویلي وو، هغه دوه امریکايي وګړي چې له دوی سره له تېر یونیم کال راهیسې بندیان دي، د دوی له قوانینو یې سرغړاوی کړی و.