• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان وايي، چې مېرمن یې په زندان کې په زهرو مسموم شوې ده

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۰۵ GMT+۱

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په اډياله زندان کې د مقدمې د اورېدنې په مهال دعوه کړې، چې مېرمن يې بشرا بي بي په بني ګاله زندان کې په زهرو مسموم شوې ده. په ورته وخت کې محکمې د پلټنو امر کړی.

نوموړي ویلي: " په دې کې هېڅ شک نه شته چې بشرا بي بي ته زهر ورکړل شوي او زه په دې پوهېږم چې د دې تر شا د چا لاس دی".

عمران خان د چا نوم وانه خیست خو زیاته یې کړه، چې د بشرا بي بي په پوستكي او ژبه ځینې نښې موجودې دي، چې د مسمومېدا ګواهي ورکوي.

هغه له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه کړې، چې د نوموړي د مېرمنې د طبي معایناتو او پلټنو امر دې وکړي.

محکمې هم د پلټنو امر کړی.

تېره ورځ د اسلام اباد سترې محکمې اعلان وکړ، چې د توشه خانې په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د ۱۴ کلونو بند سزا یې ځنډولې او په ضمانت يې د خوشي کېدو امر کړی دی.

د اسلام اباد د سترې محکمې مشر قاضي عامر فاروق ویلي، چې د عمران خان او د هغه د مېرمنې د توشه خانې د قضیې سزا یې ځنډولې ده او د ضمانت د منظورېدا پرېکړه یې کړې ده.

د توشه خانې په قضیه کې پر پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه پر مېرمنې تور و، چې یو شمېر قیمتي ډالۍ یې دولتي خزانې ته نه دي سپارلې او له همدې امله یې دواړو ته څوارلس - څوارلس کاله د بند سزا اورولې وه او د پي ټي ای مشر عمران خان یې د لسو کلونو لپاره نا اهله اعلان کړی و.

پر عمران خان تور دی، چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د خپلې صدراعظمۍ پر مهال له بهرنیو هېوادونو څخه قیمتي ډالۍ تر لاسه کړې او بیا یې دغه ډالۍ په ۶۳۵ زره ډالرو پلورلې دي.

د عمران خان په ډالیو کې د سعودي عربستان یو قیمتي ساعت هم شامل دی، چې د کعبې یوه نښه لري او په نړۍوال بازار کې یې بیه له ۶۰ تر ۶۵ کروړه پاکستانۍ روپۍ اټکل شوې ده.

همدا راز پر عمران خان تور دی، چې دولتي رازونه یې افشا کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په پښتونخوا کې د مشرانو جرګې ټاکنې وځنډول شوې

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۵ GMT+۱

د پاکستان ټاکنو کمېسون د پښتونخوا صوبايی پارلمان کې د اپوزیسیون په غوښتنه د مشرانو جرګې ټاکنې وځنډولې. د اپوزیسیون مشران وايي، د اسمبلۍ پر ځينو څوکيو د دوی ټاکل شويو غړو د لوړې مخه نیول شوې ده، ځکه باید دا ټاکنې وځنډول شي.

خو د پښتونخواه اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي چې د دوی څوکۍ اپوزیسیون ته ور کړل شوې، ځکه یې د لوړې اجازه نه ده ور کړې.

نوموړي په دې ټاکنو کې د درغلیو ادعا هم کړې ده.

د پاکستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دې ادعا په ردولو سره په یوه مکتوب کې ویلي چې د مشرانو جرګې ټاکنې به تر هغه ونه شي، چې ټاکل شویو کسانو ته د لوړې اجازه ور نه کړل شوې نه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې په بلوچستان کې بیا ۱۱ نوماندان له ځنډ پرته وټاکل شول.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې په پیل کې د ۴۸ سناتورانو د ټاکلو لپاره رایه اچونه وشي، خو د پنجاب او بلوچستان د ۱۸ سناتورانو د لانجو له امله اوس یوازې د ۳۰ څوکیو لپاره ۵۹ نوماندان سیالي کوي.
په دغو ټاکنو کې واکمن سیاسي ګوندونه مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند د اکثریت رایو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

ټي‌ټي‌پي: په تېره میاشت کې مو د ۶۵ بریدونو په ترڅ کې ۱۴۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د پاکستان تحریک طالبان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تېرې مارچ میاشتې په ترڅ کې یې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې ۶۵ بریدونه کړي او ۱۴۶ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا په بنو، شمالي وزیرستان، لکي مروت، ټانک، سویلي وزیرستان، پېښور، مردان، صوابۍ، کرک او د بلوچستان په کوټه کې ترسره کړي او په لیکنه یې چې پوځ او امنیتي ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې تر څنګ نور مالي زیانونه هم اړولي دي.
خبرپاڼې دا ډول د عملیاتو په ډولونو هم رڼا اچولې او کاږلي یې دي، چې په دغو عملیاتو کې یې لېزر بریدونه، ځوابي بریدونه، د خرپ او ترپ، تعارضي، هدفي، توغندیز او د لاسي بمونو بریدونه کړي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې په ټولو دغو عملیاتونو کې یې د دښمن ۵۶ کسه وژلي او ۹۰ نور یې ټپیان کړي دي.

100%


خبرپاڼې دا راز لیکلي، چې د دغې مرګ ژوبلې تر څنګ یې د پوځ او نورو امنیتي ځواکونو کمرې، پوځي موټر او یو شمېر وسلې ویجاړې کړې او یو شمېر نورې وسلې او مهمات یې تر ګوتو کړي هم دي.
د پاکستان تحریک طالبان چې تر ډېره د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په ځینو سیمو کې فعاله غړي لري وخت نا وخته له دغو سیمو څخه د بریدونو او تاوتریخوالي د پېښو راپورونه خپرېږي؛ خو د دغې تازه خبرپاڼې په اړه یې خپلواکو سرچېنو تر اوسه څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې په تېرو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي له امله ۴۳۰ کسان وژل شوي

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۱

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز راپور ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي په ځانګړې توګه د ترهګریزو پېښو له امله له ۴۳۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي. دغه مرکز په خپل راپور کې ویلي، چې په دې موده کې ۳۷۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

په اسلام اباد کې د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز په خپل نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ، لیکلي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۴۳۲ وژل شویو کسانو له جملې څخه ۲۴۵ یې د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي.

د دغه راپور د موندنو له مخې، ۸۶ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي چې د وژل شویو کسانو ۹۲ سلنه یې هم پر همدغو دوو ایالتونو کې ده.
د دغه راپور د موندنو له مخې، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تاوتریخوالی او بریدونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.

په همدې حال کې د پخوا پرتله په بلوچستان ایالت کې د تاوتریخوالي او قربانیانو شمېر ۹۶ سلنه زیات شوی، په سند ایالت کې ۴۷ سلنه، په خیبر پښتونخوا کې ۲۴ سلنه، په پنجاب ایالت کې ۸۵ سلنه او ګلګت بلتستان کې ۶۵ سلنه زیات شوی دی.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د خونړیو بریدونو شاهد و. په تازه پېښه کې د خېبرپښتونخوا د بشام ښار په شانګلې سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې د پنځو چينايي انجنيرانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

شهباز شریف: د بشام د برید موخه د پاکستان او چین تر منځ اړیکې خرابول وو

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي،چې په بشام کې ترهګریز برید د پاکستان هغو دښمنانو کړی، چې موخه یې د چین او پاکستان د ملګرتیا خرابول وو.

وزيراعظم شهباز شريف نن دوشنبه داسو ته لاړو او د چين انجنیرانو او مزدورانو سره يې خبرې اترې وکړې.

هغه د بشام د پېښې په اړه د چینايي انجینرانو او کارګرانو سره خپله خواخوږي هم څرګنده کړه او ویې ویل، چې د بشام پېښه د "ترهګرو" يو بزدلانه عمل و او د دغسې پېښو مقصد د پاكستان او چين ترمنځ غير معمولي ملګرتيا متاثره كول وو.

هغه داسو ته له چین سره د یووالي د څرګندولو په موخه سفر وکړ او ویې ویل، چې چین د پاکستان نېږدې او پخوانی دوست هېواد دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د چینايي انجینرانو جسدونه یې په رسمي پروټوکول سره چین ته لېږدولی دي او دوی به هڅه کوي، چې د چین او پاکستان د ملګرتیا د خرابولو په موخه د دوی د دښمنانو پلانونه شنډ کړي.

هغه زیاته کړې، چې حکومت به یې په پاکستان کې د چينايي انجینرانو امنیت ته پوره پاملرنه وکړي او د بشام په پېښه کې به ښکېلو خواو ته د خپل عمل سزا ورکړي.

له دې وړاندې د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مرکز ویلي، چې د پاکستان په خېبرپښتونخوا ایالت کې پر چینايي وګړو د شوې چاودنې بریدګر افغان و.

دغه مرکز ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه برید په تړاو ۱۰ کسان نیولي، چې ټول د تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري.

پر چینايي وګړو برید د پاکستاني چارواکو غوسه راپارولې او د دغه هېواد چارواکو ګواښ کړی، چې د دغه برید له مستقیم او غیر مستقیم ملاتړ کوونکو به غچ واخلي.

د وري میاشتې په اتمه نېټه د خېبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځه چینايي انجینران له خپل پاکستاني موټر چلوونکي سره ووژل شول.

چين تر اوسه پورې د پاکستان په بنسټيزو تاسيساتو کې د يو سړک او يو کمربند د يوې لويې پروژې په توګه له ۶۵ میلياردونو ډالرو څخه زياته پانګونه کړې ده.

په هلمند کې طالبانو له پاکستان څخه ۱۳ موټره خوراکي توکي د قاچاق پر مهال نيولي دي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په هلمند کې يې هغه ۱۳ موټره خوراکي توکي نيولي، چې له پاکستان څخه په قاچاقي ډول راوړل شوي وو. دغه وزارت ۱۳ موټر چلوونکي هم نيولي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت نن یکشنبې پر اېکس پاڼې خبر ورکړی، چې په هلمند ولایت کې یې هغه ۱۳ موټره له موټر چلوونکو سره يو ځای نيولي، چې خوراکې او غيري خوراکي توکي يې په ناقانونه توګه له پاکستانه افغانستان ته اړول.

دغه وزارت وایي، چې ډېری وخت دغه توکي بې کيفيته وي او د ډیورنډ کرښې له فرعي لارو څخه له مالیه ورکولو پرته افغانستان ته راوړل کيږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې روانې دي.

یاد وزارت دوه اونۍ وړاندې هم ويلي و، چې په هلمند ولایت کې يې ۱۰ موټره خوراکي او غيرې خوراکي توکي د قاچاق پر مهال له ۱۲ کسانو سره نيولي دي.