• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف: د بشام د برید موخه د پاکستان او چین تر منځ اړیکې خرابول وو

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۱ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي،چې په بشام کې ترهګریز برید د پاکستان هغو دښمنانو کړی، چې موخه یې د چین او پاکستان د ملګرتیا خرابول وو.

وزيراعظم شهباز شريف نن دوشنبه داسو ته لاړو او د چين انجنیرانو او مزدورانو سره يې خبرې اترې وکړې.

هغه د بشام د پېښې په اړه د چینايي انجینرانو او کارګرانو سره خپله خواخوږي هم څرګنده کړه او ویې ویل، چې د بشام پېښه د "ترهګرو" يو بزدلانه عمل و او د دغسې پېښو مقصد د پاكستان او چين ترمنځ غير معمولي ملګرتيا متاثره كول وو.

هغه داسو ته له چین سره د یووالي د څرګندولو په موخه سفر وکړ او ویې ویل، چې چین د پاکستان نېږدې او پخوانی دوست هېواد دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د چینايي انجینرانو جسدونه یې په رسمي پروټوکول سره چین ته لېږدولی دي او دوی به هڅه کوي، چې د چین او پاکستان د ملګرتیا د خرابولو په موخه د دوی د دښمنانو پلانونه شنډ کړي.

هغه زیاته کړې، چې حکومت به یې په پاکستان کې د چينايي انجینرانو امنیت ته پوره پاملرنه وکړي او د بشام په پېښه کې به ښکېلو خواو ته د خپل عمل سزا ورکړي.

له دې وړاندې د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مرکز ویلي، چې د پاکستان په خېبرپښتونخوا ایالت کې پر چینايي وګړو د شوې چاودنې بریدګر افغان و.

دغه مرکز ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه برید په تړاو ۱۰ کسان نیولي، چې ټول د تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري.

پر چینايي وګړو برید د پاکستاني چارواکو غوسه راپارولې او د دغه هېواد چارواکو ګواښ کړی، چې د دغه برید له مستقیم او غیر مستقیم ملاتړ کوونکو به غچ واخلي.

د وري میاشتې په اتمه نېټه د خېبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځه چینايي انجینران له خپل پاکستاني موټر چلوونکي سره ووژل شول.

چين تر اوسه پورې د پاکستان په بنسټيزو تاسيساتو کې د يو سړک او يو کمربند د يوې لويې پروژې په توګه له ۶۵ میلياردونو ډالرو څخه زياته پانګونه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په هلمند کې طالبانو له پاکستان څخه ۱۳ موټره خوراکي توکي د قاچاق پر مهال نيولي دي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په هلمند کې يې هغه ۱۳ موټره خوراکي توکي نيولي، چې له پاکستان څخه په قاچاقي ډول راوړل شوي وو. دغه وزارت ۱۳ موټر چلوونکي هم نيولي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت نن یکشنبې پر اېکس پاڼې خبر ورکړی، چې په هلمند ولایت کې یې هغه ۱۳ موټره له موټر چلوونکو سره يو ځای نيولي، چې خوراکې او غيري خوراکي توکي يې په ناقانونه توګه له پاکستانه افغانستان ته اړول.

دغه وزارت وایي، چې ډېری وخت دغه توکي بې کيفيته وي او د ډیورنډ کرښې له فرعي لارو څخه له مالیه ورکولو پرته افغانستان ته راوړل کيږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې روانې دي.

یاد وزارت دوه اونۍ وړاندې هم ويلي و، چې په هلمند ولایت کې يې ۱۰ موټره خوراکي او غيرې خوراکي توکي د قاچاق پر مهال له ۱۲ کسانو سره نيولي دي.

د بلوچستان په ګوادر کې له وسله والو بریدګرو سره په نښته کې دوه پاکستاني پوځیان ووژل شول

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۶ GMT+۱

د پاکستان امنیتي سرچینو اعلان کړی، چې د بلوچستان په ګوادر کې له «ترهګرو» سره په نښته کې لږ تر لږه دوه پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، بريدکوونکو پاکستاني پوځیانو د ماين د شنډولو ډله په نښه کړې ده.

پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ (د وري په ۱۲ مه) د یوې پوځي سرچینې په حواله راپور ورکړ، چې وسله والو بریدګرو د ګوادر ښار شمال لوېدیځ ته په ۲۵ کیلومټرۍ کې د اکرا کویر ور بند په سیمه کې د پاکستان د پوځ د ماین پاکۍ پر یوې ډلې برید وکړ.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بريد هغه مهال رامنځته شو، چې پاکستاني ځواکونه د ماين پاکولو د عملياتو پرمهال د وسله والو بريدګرو له کمين سره مخ شول، چې له امله يې دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

سرچينې وايي، چې تر اوسه د بريدګرو د مرګ ژوبلې راپور نه دى ورکړل شوى او د لټون عملياتو لپاره د پوځ څرخي الوتکې سيمې ته استول شوي دي.

د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځيانو وسلوال بريدونه زيات شوي دي.

د وروستیو بارانونو له امله په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه مړه او ژوبل شوي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۲۴ GMT+۱

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې د پاکستان په شمال لوېديځ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله اته مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي دي. په خېبرپښتونخوا کې د ژغورنې ډلې یوه مسوول خطیر احمد رسنیو ته ويلي، په مړو کې د څلورو هغو عمرونه تر لسو کلو کم دي.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د (وري ۱۲مه) د خېبرپښتونخوا د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د دغه ایالت په پېښور، نوښار، شانګله، بنو او باجوړ کې د توندو بارانونو له امله د سیلابونو راوتلو او د استوګنځيو د چتونو پرېوتو له امله دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په مړو شویو کسانو کې درې ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي، چې عمرونه یې له یو څخه تر اوو کلونو پورې دي.

تېر کال په پاکستان کې د سختو بارانونو او سیلابونو راوتلو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په پاکستان کې هر کال د موسمي بارانونو پر مهال هغو بېوزلو کورنیو ته زیات زیان اوړي چې یا په خټینو کورونو او یا هم سیندونو او خوړونو ته څېرمه استوګن وي.

پاکستان: د ښه نسل څارویو لومړۍ جوپه له برازیل څخه راورسیده

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د ځانګړې پانګې اچونې شورا (ایس ای ایف سي) په چوکاټ کې له برازیل څخه د وارد شویو د ښه نسل څارویو لومړۍ جوپه پاکستان ته رسیدلې ده.

د پاکستان د ځانګړې پانګې اچونې شورا (ایس ای ایف سي) په دغه هیواد کې د پانګونې د راجذبولو او اسانولو لپاره په دې وروستیو کې جوړه شوې ده.

د پاکستان دولتي راډیو د شنبې په ورځ - د وري یوولسمه - ویلي، چې د وارداتو دا پروسه به د ځانګړې پانګې اچونې شورا تر چتر لاندې د زرغون پاکستان لپاره د مالدارۍ نوښت پروګرام (جي پي ایل ای) په پراخولو کولو کې مرسته وکړي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د څارويو نو نسل چې غوره جنیتیکي ځانګړتیاوې لري د غوښې او شیدو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به ځایی بزګرانو ته ورکړل شي. د نهو نسلونو په وارد شویو څارویو کې د پاکستان او برازیل ځايي نسلونه شامل دي.

دغه څاروي له سیالکوټ څخه اوکارا ته لېږدول شوي چې د دوه اونیو لپاره به په قرنطین کې ساتل کیږي.

د پاکستان پولیس: د کوټې شمال ختیځ ته په چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان دي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۲۳ GMT+۰

پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان صوبې د کوټې ښار شمال ختیځ ته په هرنايي کې نن د چاودنې له امله کې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د هرنايي مرستیال کمېشنر جاوېد ډومک یوايي چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ماري پټروليم شرکت يوې ډلې د ګازو د پلټنې سروې کوله.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

بلوچستان له څو کلونو راهیسې د هغو ډلو له خوا د بغاوتونو ډګر دی، چې د اسلام اباد له مرکزي حکومته خپلواکي غواړي.

که څه هم د پاکستان حکومت وايي چې وسله وال یې ځپلي، خو لا هم په دې صوبه کې تاوتریخوالی دوام لري.