د غور ولایت لپاره طالب چارواکي وايي، د غره ښوېدنې په پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

د طالبانو د غور ولایت چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ قورنج سیمه کې له غره څخه راښوېدلی کمر په یوه کور ور برابر شوی چې له امله یې د یوې کورنۍ پنځه تنه مړه شوي. ويل کیږي په مړو شویو کې درې تنه ماشومان او دوه لویان شامل دي.