د طالبانو د کډوالو وزارت: له ایرانه څه باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، ۱۷۱۹تنه کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایرانه راستانه شول. د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (وري ۱۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د هرات ولایت د اسلام کلا له پولې ۱۷۱۹ افغان کډوال له ایرانه راستانه شول.