طالبان: په خوست ولایت کې پر دوو تورنو کسانو د تعزیري سزا حکم پلی شو

د طالبانو سترې محکمې په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په خوست ولایت کې یې پر دوو تنو چې پر «لواطت» تورن وو، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د طالبانو سترې محکمې په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په خوست ولایت کې یې پر دوو تنو چې پر «لواطت» تورن وو، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د خبرپاڼې په وینا، د تعزیري سزا په دغې راټولېدنه کې د خوست ولایت لپاره د طالبانو د مرافعې محکمې عمومي مشر امین الله منیب او د دغه ولایت د لومړنۍ ښاري محکمې مشر نقیب الله ذاکر هم ګډون کړی و.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تورنو کسانو کې یو تن یې په ۱۸میاشتني تنفیذي بند او ۳۹ دورو او دویم یې په ۵ میاشتني بند او ۲۵ دورو سزا محکوم شوي وو.
همدا تېره ورځ هم د طالبانو سترې محکمې په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی و، چې د کندهار ولایت د پوځي محکمې د پرېکړې له مخې پر درې تنو تورنو کسانو د تعزيري سزا حکم پلی شو؛ خو د دغو درېیو تنو د هویت او جرم په اړه یې څه نه وو ویلي.
په تېرو وروستیو کې په عام محضر کې د طآلبانو لهخوا د سزا ورکړه، د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو اندېښنې زیاتې کړې دي او د طالبانو دغه حکمونه له نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي؛ خو طالبانو نه یوازې دا چې د نړۍوالو دغه غبرګونونه او غوښتنې یې په پام کې نه دي نیولې، بلکې دغه غوښتنې او غبرګونونه یې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه یاده کړې ده.