د طالبانو د سټندرډ ادارې مشر د ترکمنستان سفیر سره په سوداګرۍ او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې مشر فیض الله تمیم د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې دغه کتنه د نفتي توکو او اوبلن ګازو په سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو په موخه ترسره شوه.