کابل مېشتي: طالبانو د پېرل شویو اوبو میټرونو د لګولو بهیر ځنډولی دی

په کابل کې د مکروریانو یوشمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشل پښتو ته ویلي، چې د طالبانو لهخوا پر دوی په زور د اخیستل شويو اوبو میټرونو د لګولو لړۍ ځنډول شوې ده. طالبانو په سلواغې میاشت کې د کابل په ځینو برخو کې خلکو ته ویلي وو، چې په خپلو کورونو کې دې د اوبو میټرونه ولګوي.





