د هرات حوزوي روغتون ډاکتران وايي، نړېوالې طبي مرستې به د هرات د خلکو ستونزې کمې کړي

د هرات حوزوي روغتون ډاکتران وايي، د روغتیا نړېوال سازمان ورسره د درملو او طبي توکو مرسته کړې چې په دې سره به د یاد ولایت د خلکو روغتیایي ستونزې راکمې شي. دغه ډاکتران وايي، یادې مرستې به د ښځو او ماشومانو روغتیايي ستونزې کمې او د مړېنې کچه راټيټه کړي.