په کندهار کې 'د بې پیلوټه الوتکو' له الوتنو وروسته ملا هبت الله خپل استوګنځی بدل کړ

سرچېنو ویلي، د سه شنبې پر مازیګر د څو ساعتونو لپاره بې پیلوټه الوتکې د ملاهبت الله د دفتر پر سر څرخېدلې. د دغو سرچېنو په خبره، دغو بې پیلوټه الوتکو طالبانو ته اندېښنې پیدا کړې او هغوی یې اړ کړل چې خپل مشر په پنجوایي ولسوالۍ کې یوې پوځي اډې ته ولېږدوي.