طالبان: په غزني کې ملکیانو د غلا په تور يو کس وژلی

د غزني لپاره د طالبانو امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې يوې کورنۍ یو کس د مسجد د لاسپېکر د بېټرۍ د غلا په تور وژلی. دغه اداره نن په خپله اعلامیه کې زیاتوي، چې په دې تړاو يې درې کسان هم نيولي دي.

طالبان وايي، د دې کسانو ترمنځ لومړي لفظي شخړه شوې او بيا دې دريو کسانو دغه کس وژلی دی.