طالبان د امید سبز ښارګوټي د ځمکې د ملکیت په اړه په خپله ځانګړې محکمه کې څېړنې کوي

د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون وايي، د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د امید سبز ښارګوټي د ځمکې یوه برخه «دولتي» ده. د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د دې موضوع قانوني او شرعي څېړنه یې یوې ځانګړې محکمې ته سپارلې ده.





