• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تایوان په زلزله کې ۹ کسان مړه له زرو زیات ټپیان او ۷۰ کارګران په کانونو کې بند پاتې دي

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۱

تایوان د چهارشنبې په سهار یوې قوي زلزلې ولړزاوه، چې له امله یې ۹ کسان مړه، له زرو زیات یې ټپیان او په لسګونه کارګران یې په کانونو کې بند پاتې کړل. دا په تېرو پنځه ویشتو کلونو کې تر ټولو زوروره زلزله ده، چې مرکز مونټاینوزهوالین کاونټي ساحل ته نږدې و.

ژغورونکي په هوالین کې د هغو کسانو په لټه کې دي، چې کېدی شي ویجاړو شویو ودانیو کې بند پاتي وي.

د ورکو یا هم بند پاتې شویو خلکو شمېر په مکرر ډول د بدلون په حال کې دی.

د اور وژنې ادارې په وینا؛ شاوخوا ۷۰ کارګران چې د ډبرو سکرو په دوو کانونو کې بند پاتې وو خوندي دي؛ خو دوی ته د رسېدو سړکونه د تیږو د راوتلو له امله زیانمن شوي دي.

له زلزلې وروسته په لومړیو ساعتونو کې په ټلویزیون کې لیدل کېدل چې ګاونډیان او د ژغورنې کارکوونکي خلک له کړکیو راوباسي ځکه چې دروازې بندې شوي.

ټایوان په منظمه توګه زلزله خوځوي؛ خو د چارواکو په وینا د دومره زورورې زلزلې تمه یې نه لرله. دې زلزلې هغه خلک هم وېرولي چې له دې ډول ټکانونو سره عادت شوي دي.

د تایوان د اور وژنې ملي ادارې په وینا؛ لږ تر لږه نهه کسان په زلزله کې مړه شوي دي.

ځايي يونايټېډ ډيلي نيوز راپور ورکړى، چې درې تنه په توروکو ملي پارک کې چې په هوالين کې دي، د ډبرو د ښويېدو له امله وژل شوي او په همدې سيمه کې يو موټر چلوونکى هغه مهال مړ شو، چې د موټر د ډبرو د ټکر له امله ووژل شو.

د ټایوان د اور وژنې ملي اداره وایي؛ لږ تر لږه نهه کسان د دې زلزلې له امله چې د سهار اته بجو څخه مخکې شوې مړه شوي دي.

ځایي یونایټیډ ډیلې نیوز راپور ورکړی، چې په ټاروکو ملي پارک کې د ډبرو د ښوېیدو له امله درې کسان مړه شوي دي او یو موټر چلوونکی هغه مهال ومړ چې موټر یې له ډبرو سره ټکر وکړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ایران ته د اسراییل د دفاع وزیر ځواب: موږ هر ډول سناریو او ګواښ ته چمتو یو

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۱

وروسته له هغې چې ایران په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د برید د غچ اخیستنې اعلان وکړ، د اسراییل د دفاع وزیر د ایران د ګواښونو په ځواب کې ویلي، چې دوی هر ډول ګواښ او سناریو ته اماده دي.

د اسراييل د دفاع وزير يوف ګالانت وويل؛ هېواد يې خپل چمتووالى زياتوي او د لبنان د حزب الله او نورو هغو سازمانونو پر وړاندې چې اسراييل ته ګواښ پېښوي، خپل عمليات پراخوي.

په ورته وخت کې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ له برید وروسته ایران د تهران په ډېپلوماتیکه سیمه کې د پنځو هغو اسراییلي چارواکو انځورونه لګولي، چې له مخې یې یاد خلک د دمشق په برید کې ښکېل بلل کیږي.

په هغو بېنرونو کې چې په تهران کې د سفارتونو مخې ته لګول شوي دي، په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ له برید وروسته د غچ اخیستنې په هدف د پنځو اسراییلي چارواکو عکسونه او نومونه خپاره شوي دي.

په دغو بېنرونو کې د اسراییل د دفاع وزیر، د پوځ لوی درستیز او مرستیالان او د اسراییل د هوايي او سمندري ځواکونو قوماندانان شامل دي.

پر یادو بېنرونو د ټوپک د نښې سره دایره موجوده ده او ورسره لیکل شوي: "موږ انتقام اخلو".

د اسراییلي چارواکو پر دغو انځورونو د لښکر قدس نښه هم لګېدلې ده.

په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ له برید یوه ورځ وروسته د ایران د اسلامي جمهوري دولت مذهبي مشر وویل، چې اسراییل به د دوی د «زړور ولس»له خوا مجازات شي.
سید علي خامنه یي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د سپاه د غړو وژل کېدل د ایران لپاره سخت دي.

نوموړي د سې شنبه په ورځ دغه راز په اېکس کې زیاته کړې، چې محمد رضا زاهدي او محمد هادي حاجي رحیمي د اسراییل له خوا وژل شوي دي.

تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم ویلي وو، چې امریکا هڅه کوي په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید په اړه شواهد تر لاسه کړي.

م.م امنیت شورا اکثرو غړو په دمشق کې د ایران د سفارت په کونسلګرۍ د اسراییل برید وغانده

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۴۷ GMT+۱

د ملگرو‌ ملتونو امنیت شورا اکثرو غړو د سې شنبې په ورځ (د وري ۱۴مه) په دمشق کې د ایران د سفارت په کونسلي برخې د اسراییل برید په غندلو سره ویلي، چې پر ډېپلوماتیکو ځایونو بریدونه د منلو وړ نه دي او زیاته کړې یې ده، چې دا برید په سیمه کې تاوتریخوالی زیاتولی شي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیرې زهرا ارشادي د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) له امنیت شورا څخه وغوښتل چې د دغه برید په اړه بحث وکړي او په راتلونکي کې د داسې اقداماتو مخه ونیسي، چې ډېپلوماټیک ماموریتونه له خطر سره مخامخ کوي.

ایران انټرنشنل د خپلو سرچینو په حواله ویلي؛ اسراییل د دوشنبې په ورځ (د وري په دیارلسمه) په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید او په دمشق کې د محمد رضا زاهدي او د سپاه پاسداران د نورو چارواکو د وژلو مسوول دی.

د ملگرو‌ ملتونو امنیت شورا په دغې غونډه کې امریکا، برېتانیا، فرانسې بیا ویلي، چې د سیمې‌ په بې ثباته کولو کې د ایران رول د منلو وړ نه دی او امریکا هم خبرداری ورکړی، چې ‌ایران او نیابتي ډلې یې باید له اسراییل سره خپلې جگړې ته زور ورنه کړي.

د افغانستان، سوریې، ترکیې او روسیه په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم دغه برید غندلی او په سیمې کې یې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په وروستیو میاشتو کې اسراییل په دمشق کې د سپاه پاسداران یو شمېر قوماندانان وژلي؛ خو دا لومړی ځل دی چې د ایران یوه ډېپلوماتیکه ودانۍ په نښه کېږي.

د ایران حکومت په تهران کې د "انتقام اخلو" شعار سره د ۵ اسراییلي چارواکو انځورونه خپاره کړي

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۱۲ GMT+۱

په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ له برید وروسته ایران د تهران په ډېپلوماتیکه سیمه کې د پنځو هغو اسراییلي چارواکو انځورونه لګولي، چې له مخې یې یاد خلک د دمشق په برید کې ښکېل بلل کیږي.

په هغو بېنرونو کې چې په تهران کې د سفارتونو مخې ته لګول شوي دي، په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ له برید وروسته د غچ اخیستنې په هدف د پنځو اسراییلي چارواکو عکسونه او نومونه خپاره شوي دي.

په دغو بېنرونو کې د اسراییل د دفاع وزیر، د پوځ لوی درستیز او مرستیالان او د اسراییل د هوايي او سمندري ځواکونو قوماندانان شامل دي.

پر یادو بېنرونو د ټوپک د نښې سره دایره موجوده ده او ورسره لیکل شوي: "موږ انتقام اخلو".

د اسراییلي چارواکو پر دغو انځورونو د لښکر قدس نښه هم لګېدلې ده.

په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ له برید یوه ورځ وروسته د ایران د اسلامي جمهوري دولت مذهبي مشر وویل، چې اسراییل به د دوی د «زړور ولس»له خوا مجازات شي.
سید علي خامنه یي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د سپاه د غړو وژل کېدل د ایران لپاره سخت دي.

نوموړي د سې شنبه په ورځ دغه راز په اېکس کې زیاته کړې، چې محمد رضا زاهدي او محمد هادي حاجي رحیمي د اسراییل له خوا وژل شوي دي.

تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم ویلي وو، چې امریکا هڅه کوي په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید په اړه شواهد تر لاسه کړي.

تر اوسه اسراییل د دغه برید په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

روسي چارواکي: اوکراین او ناټو هڅه کوي چې د مسکو برید په افغانستان کې له داعش سره وتړي

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د روسيې د ملي امنيت د شورا منشي ویلي، چې د اوکراين پوځ او ناټو د جګړې په ډګر کې د خپلې بې کفايتۍ له امله له ترهګريزو لارو چارو کار اخلي. نیکلای پاتروشیف وویل؛ اوکراین او ناټو هڅه کوي څو روسیې ته ووایي، چې پر مسکو برید ښايي په افغانستان کې د داعش - خراسان څانګې کار وي.

د مسکو په څنډه کې د کنسرت پر یوه تالار له وسله وال برید وروسته، چې لسګونه کسان په کې ووژل شول داعش یې پړه پر غاړه واخیسته.

امریکايي چارواکو ویلي، چې دا برید په افغانستان کې د داعش - خراسان څانګې کار و.

وروسته تر دې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو په څنډه کې د کروکس په تالار کې د برید پړه پر «توندلارو اسلام پالو» واچوله.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي په قزاقستان کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د ۱۹مې غونډې په څنډه کې وویل، چې د کروکس ښار ترهګريزه حمله په ښه توګه تنظیم شوې وه.

هغه ټینګار وکړ، چې دا برید د «لویدیځو رسنیو له خوا پراخ او دمخه تنظیم شوی پوښښ» سره يو ځای و.

دغه روسي چارواکي زیاته کړه، چې دا ډېره مهمه ده چې ژر تر ژره د کراکس په ښار کې د ترهګريزې حملې د « د امر ورکوونکو او ملاتړو» پېژندنه وشي.

هغه په ​​کروکس تالار باندې د حملې په اړه د داعش د ادعا په اړه وویل: «مونږ باید په یاد ولرو، چې دغه ډله او نورې ترهګرې ډلې دواړه د امریکا له خوا رامنځته شوي دي.»

مخکي ولادیمیر پوتین ويلي وو: «موږ پوهیږو، چې دا جنایت د سخت دریځو اسلامپالو له خوا ترسره شوی او په خپله اسلامي نړۍ د پېړیو راهیسې د دوی ایډیالوژۍ سره مبارزه کوي.»

هغه دا هم وویل، چې امریکا هڅه کوي د مختلفو چینلونو له لارې ټول قانع کړي، چې اوکراین په دې «خونړي ترهګریز» برید کې هېڅ رول نه درلود او دا برید «د اسلام د پیروانو او په روسیه کې د منع شوې داعش ډلې غړو له خوا ترسره شوی.»

د ایران پر کونسلګرۍ برید؛ ترکیې د یوې سیمه ییزې جګړې د پیلېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

۱۴ وری ۱۴۰۳ - ۲ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۳۵ GMT+۱

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ هوايي برید غندلی او د جګړې پر ښکېلو خواو یې غږ کړی چې "اعتدال وساتي او د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې عمل وکړي".

دغه وزارت له برید وروسته د یوې لویې سیمه ییزې جګړې د پیلېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د دوشنبې په ورځ ایران د سوریې په پلازمینه کې د دوی پر قونسلګرۍ د برید پړه پر اسراییل واچوله؛ خو تل ابیب تر اوسه د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

دغه برید په دمشق کې د دوو لوړ پوړو ایراني جنرالانو له وژل کېدو وروسته په سیمه کې د شخړې احتمال زیات کړی دی.

د سې شنبې په ورځ د اسلامي شورا یو شمېر غړو د اسراییل د برید په اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې حکومت یې باید پر وړاندې اقدام وکړي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېسیون مرستیال شهریار حیدري وویل، اسراییل ته باید «د اسلامي جمهوریت په شان» ځواب ورکړل شي؛ که نه نو د حکومت ملي اقتدار به تر پوښتنې لاندې راشي.

همدا راز اروپايي ټولنې هم د ایران پر کونسلګرۍ د برید د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اروپايي اتحادیې ویاند پیټر سټانو یوې خبري ناستې ته وویل: "په دې خورا کړکېچن سیمه ییز وضعیت کې، ډېر اړین دي چې زغم وښودل شي؛ ځکه چې په سیمې کې تاوتریخوالی نور د هیچا په ګټه نه دی.»

په تېر کې هم اسراییل په سوریې او لبنان کې د ایران سپاه پاسداران په قوماندانانو بریدونه کړي دي؛ خو مسوولیت یې نه دی منلی.

ایران تل ابیب ته د "سخت غچ اخیستنې" ګواښ کړی؛ خو تر اوسه د اسراییل پر وړاندې د ایران د غچ اخېستونکو بریدونو راپور نه دی ورکړل شوی.