مکرون: هیڅ شک نلرم چې روسیه به د پاریس اولمپیک په نښه کړي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هغه په دې کې هیڅ شک نه لري چې روسیه به په دې دوبي کې د پاریس اولمپیک سیالۍ په نښه کړي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هغه په دې کې هیڅ شک نه لري چې روسیه به په دې دوبي کې د پاریس اولمپیک سیالۍ په نښه کړي.
ماکرون د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا فکر کوي چې روسیه به د اولمپیک د لوبو د نښه کولو هڅه وکړي وویل: «د معلوماتو له مخې زه هېڅ شک نلرم.»
په پاریس کې د روسیې سفارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلي مکرون دا څرګندونې په پاریس کې د المپیک د نوي ابي مرکز د پرانېستې په مراسمو کې کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په اوکراین کې د روسیې جکړه او په غزه کې د حماس سره د اسراییل شخړې د پاریس المپیک خوندي کولو هڅې پیچلې کړي.
د مکرون یوې همکارې د نوم نه ښودلو په شرط، د دې پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه چې ایا مکرون د روسیې د راتلونکې برید د هڅې په اړه کومو مشخصو استخباراتو ته اشاره کړې که نه.
هغې وویل: «موږ د څو میاشتو راهیسې وینو چې د روسیې له خوا خورا ډیر فشار راوړل کیږي.»
مکرون په دې وروستیو کې د روسیې پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی او ژمنه یې کړې چې مسکو باید مات شي. که څه هم هغه څرګنده کړې چې فرانسه د روسیې پر وړاندې د دښمنۍ د هڅولو اراده نه لري.


د طالبانو د کانونو او پیټرولیم وزارت وايي، ازبکستان د کانونو د سروې، استخراج او په کال کې د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو د پېرودلو علاقه ښودلې ده.
دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت او د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزارت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غونډه د وېډیو کنفرانس له لارې شوې ده.
په یاد ویډیو کنفرانس کې د طالبانو د کانونو او پېټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ضیاءالرحمن الاریوبي له ازبکستاني اړخ څخه په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د سرمایه ګذارۍ غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د کانونو او پیټرولیم وزارت اعلامیه زیاتوي، چې د افغانستان د نفتو او ګازو، مسو، اوسپنې، سمنټو، سرو زرو او ډبرو سکرو کانونو د سروې، اکتشاف، تفحص او استخراج په برخه کې ازبکستاني لوري لېوالتیا ښودلې ده.
د تېر کال د کب په ۲۹ مه نېټه هم د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر په مشرۍ د دې ډلې د مختلفو وزارتونو چارواکو د ازبکستان د انرژۍ وزیر په مشرۍ له پلاوي سره د بلخ په حیرتان بندر کې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ناسته کړې وه.
د صنعت او تجارت وزارت د اعلامیې له مخې؛ دواړو لورو ازبکستان ته د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو پر صادراتو او د دغه هېواد په چاڼخونو کې د افغانستان د تېلو پر تصفیه خبرې کړې وې.
دا لومړی ځل دی، چې له پاکستان پرته یو بل ګاونډي هېواد د افغانستان د ډبرو سکرو د پېرودلو لپاره لېوالتیا ښيي، دا مهال د افغانستان د ډبرو سکاره یوازې پاکستاني سوداګر او یو شمېر دولتي کمپنۍ اخلي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان کې د جیش العدل په برید کې ۱۱ ایراني سرتیري وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې دوه پولیس سرتیري، دوه پوله ساتي او د سپاه پاسداران اوه غړي شامل دي.
د راپورونو له مخې، جیش العدل لس ساعته مخکې د ایران په راسک، چابهار او پارود بریدونه وکړل، چې د یادې ډلې او امنیتي ځواکونو ترمنځ تراوسه هم نښتې روانې دي.
ویل کیږي چې په دې پېښه کې تر اوسه د جیش العدل ۱۵ غړي هم وژل شوي دي.
که څه هم تسنیم خبري اژانس د نښتو د پای ته رسېدو خبر ورکړ، خو یو شمېر نورې رسنۍ بیا وایي، چې دا نښتې تر اوسه روانې دي.
جیش العدل هم د یوې اطلاعیې په خپرولو سره ویلي، چې د راسک او چابهار ټرانزیتي سیمې ځينې برخې یې نیولې دي او له خلکو یې غوښتي، چې په دې لاره تګ راتګ و نه کړي.
جیش العدل څو ساعته مخکې هم په خپل ټیلیګرام کې د یوې خبرتیا په خپرولو سره د اسلامی جمهوریت له پوځی قوماندانانو د موقت اوربند غوښتنه وکړه، څو د چابهار د ۱۱مې حوزې مخې ته په یوه اپارتمان کې بند یو شمېر غیر بلوڅ وګړي وژغورل شی.
د ایران د حکومت د اطلاعاتو مرکز هم په اېکس کې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

مارچ میاشتې په درویشتمه د پښتونخوا په شانګله کې د ترهګرو په ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجنیران او د هغوی پاکستانی ډرایور ووژل شول. دغه انجنیران د کوهستان په داسو کې د اوبو د زیرمولو او د بریښنا د تولید د یوه بند د جوړولو په کار بوخت وو.
د اباسین په اوبو د بند تړلو دغه پروژه پاکستان او چین په ګډه په مخ بیايي، پر دې برسیره چینايي انجنیران له داسو نه پورته پر اباسین د یوه بل غټ نوي بند په جوړیدو هم کار کوي چې دیامر باشا نومیږي.
له پېښې وروسته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، جمهور رئیس اصف علي زرداري او نور لوړپوړي دولتي چارواکي د تسلیت لپاره په اسلام اباد کې چینايي سفارت ته ورغلل.
دوی چینایانو ته دا ډاډ هم ورکړ چې د انجنیرانو وژونکي به ژر د قانون منګلو ته وسپارل شي، خو داسې معلومیږي چې د خپلو اتباعو د مرګ په تازه پیښو د چین د حکومت اندیښنه ډیره ژوره ده.

له دې نه وړاندې هم څو څو ځله په پاکستان کې چینايي کارمندان په بلوچستان، کراچۍ او د پښتونخوا په مختلفو سیمو کې د ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي.
په تیرو پنځو کلونو کې په پاکستان کې کارکوونکو چینایانو باندې ټول شپږ څانمرګي بریدونه شوي دي چې په دغو پیښو کې ۱۷ چینایان او ۱۳ پاکستانیان وژل شوي دي.
د کال ۲۰۲۲ د اپریل په میاشت کې چې کله د کراچۍ په پوهنتون کې دوه چینايي ښوونکي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول نو ۴۰ چینايي معلمان د مصونیتي مسایلو په وجه له پاکستان بیرته خپل هیواد ته لاړل.
له دغسې پیښو وروسته هر وار د پاکستان چارواکي چین ته ډاډ ورکوي چې د دې نه پس به هغوی په پاکستان کې د چینایانو د مصونیت لپاره داسې کوټلي ګامونه پورته کړي چې په جدي توګه د دغسې غمیزو مخنیوی وشي، خو بیا هم په پرله پسې بریدونو کې ترهګر د چینایانو پر وژلو بریالي کیږي او داسې معلویږي چې ورو ورو د چینایانو زغم پای ته رسېږي.
د پاکستان د انګلیسي ژبې ورځپاڼی دي نیوز په یوه ګزارش کې راغلي دي چې له پاکستان د مصونیتي مسایلو په وجه ۹۹۱ چینايي انجنیران بیرته خپل هیواد ته د تللو پلان لري.
دا کار به د پاکستان د اوبو زیرمه کولو او بریښنا د تولیدولو پر دوو غټو پروژو ستر منفي اغیز وکړي.
د اوبو د بند جوړولویوه بله پروژه چې چینایان پکې کار کوي، د پښتونخوا له چارسدې سره نزدې د مومند بند د اعمار پروژه ده.
د مومند بند د جوړولو د کار اداره کوونکي عاصم روف دي نیوز ورځپاڼې ته ویلي چې د هغوی په پروژه کې هم ۲۵۰ چینايان کار کوي، خو په دغه سیمه کې امنیتي اوضاع بده نه ده او چینایان له دې ځاید تللو پلان نه لري.
د داسو بند د اعمار په پروژه کې ۷۴۱ چینایان او شپږ زره پاکستانیان په کار بوخت دي.
د کوهستان ضلعې په پورتنۍ برخه کې د جوړیدونکي دغه بند کار د پاکستان د اوبو او بریښنا د انکشاف موسسې واپډا او د ګیژیبو ګروپ په نوم چینايي شرکت تر مینځه د یوه قرارداد په اساس له ۲۰۱۸ راهیسې په مخ روان دی.
دا بند په دوو مراحلو کې جوړېږي چې د بریښنا ابتدايي تولید به یې د ۲۰۲۴ تر اخیره پیلیږي او وړومبۍ مرحله به یې په کال ۲۰۲۵ کې تکمیل شي.
د دویمې مرحلې د تکمیل نه وروسته به دغه بند ټول ۴۳۲۰ میګاواټه بریښنا تولیدوي او د دې بندد ټول لګښت اندازه ۴.۲۷۸ میلیارده ډالره ده.
لکه چې وړاندې وویل شول، که د دغې پروژې نه ۷۴۱ چینایان، چې زیاتره یې انجنیران دي، خپل هیواد ته بیرته ولاړ شي، نو د بند د جوړولو کار به په ټپه ودریږي او دا به د بند د جوړولو لګښت د لوړیدلوسره سره د پاکستان د بریښنا د اړتیا پوره کول هم وځنډوي، چې پاکستان ته ډېر اهمیت لري.

د دیامر باشا بند هم د اباسین په اوبو جوړیږي. د دې بند د اوبو ذخیره به د ګلګت بلتستان په دیامر نومې سیمه کې وي او د بریښنا د تولید فابریکه به یې د کوهستان ضلعې په باشا نومې سیمه کې وي، چې په پښتونخوا کې پرته ده، ځکه ورته دیامرباشا بند ویل کیږي.
د دغه بندله جوړېدو سره به له اوبو ۴۸۰۰ میګاواټه بریښنا تولیدېږي. دا به ۱۰. ۵ کیوبک کیلومتره د څښاک او کرنې اوبه هم ذخیره کوي.
د پاکستان د پوځ شرکت د فرنټیر ورکس اورګنایزیشن او د چاینا پاور پخ نوم چینايي شرکت په ګډه دیامرباشا بند جوړوي.
په ۲۰۰۸ کې د دیامرباشا بند د لګښت اندازه ۱۲.۶ میلیارده ډالره وه، چې اوس څه لوړه شوې ده او د ځنډ په صورت کې نوره هم لوړیدی شي.
له پلان سره سم د دغه بند کار به په ۲۰۲۸ کې تکمیل شي.
د دیامر باشا د پروژې عمومي رییس نزاکت حسین دي نیوز ورځپاڼې ته ویلي چې په دغه پروژه کې ۵۰۰ چینايي کارمندان او ۶۰۰۰ پاکستاني اتباع کار کوي.
هغه وویل چې پاکستانیان به تر څو چې امکان ولري، کار ته ادامه ورکوي، خو دا طبیعي خبره ده چې د چینايي انجنیرانو او د چینايي تخنیک په غیاب کې به کار په مخ بوتلل اسان نه وي، د پروژې لګښت به لوړیږي او ورسره به د عمران او انکشاف عمومي پرمختګ هم وځنډیږي.

د پاکستان او چین تر منځه سیاسي او ستراتیژیکو اړیکو د شلمې پیړۍ په دویمه نیمايي کې ډیره وده کړې وه او دواړو ګاونډیو هیوادونو څه نه څه اقتصادي اړیکې هم لرلې، خو د دوی تر منځ په ۲۰۱۴ کې په اقتصادی اړیکو کې هغه وخت په دراماتیکه توګه پراختیا راغله چې د سي پېک په نوم د چین او پاکستان اقتصادي کورېډر د جوړیدو کار پیل شو.
د سي پیک د جوړولو په وسیله چین په پاکستان کې د ۶۲ میلیارده ډالرو سرمایه ګزاري کوي.
په کال ۲۰۱۳ کې چین د کمربند او لارې د ابتکار خپله عظیمه نړیواله پروژه اعلان کړه چې د چینایانو د وینا سره سم هدف یې د اسیا، اروپا، افریقا او د امریکا د وچو په منځ کې د ځمکنیو او بحري لارو په جوړولو سره په نړۍ کې اقتصادي همکارۍ ته وده ورکول دي.
د چین او پاکستان تر منځ جوړیدونکی تجارتي کورېډور یا دهلېز هم د دغې سترې پروژې مهمه برخه ده.
پورته ذکر شوي بندونه او پر دې برسیره نورې سوونه پروژې د سي پیک برخه دي، خو د ترهګرو بریدونه د سي پیک د جوړیدلو کار په مجموع کې تهدیدوي.
دغه چیلنج د چین او پاکستان د اړیکو راتلونکی په خطر کې غورځوي او په پاکستان کې د خارجي سرمایه ګزارۍ د امکاناتو مخه نیسي، چې دغه ټول پرمختګونه په ژور اقتصادي بحران د اخته پاکستان لپاره د خطر زنګونه دي.
یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د میټا بېزنس کمپنۍ د واټساپ خدمات د امریکا پر وخت ۲:۲۱ دقیقې په یو شمېر هېوادونو کې د نامعلومو دلایلو له امله ځنډېدلي وو، چې وروسته له څو دقیقو په یو شمېر هېوادونو کې فعاله شول.
امریکا، کاناډا، برازیل برېتانیا، د اروپا ځینې هېوادونه، هند، پاکستان، افغانستان او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې واټس اپ د څو دقیقو لپاره کار پرېښود او وروسته په ځینو هېوادنو کې بېرته فعال شو.
د میټا بېزنس ادارې یوه کارکوونکي پر خپلې پاڼې لیکلي، چې د نړۍ له کوډ - ګوډ څخه ورته د واټساپ د بندېدو پیغامونه رسېدلي او دوی پر خپل وخت ستونزې ته رسیده ګي کړې ده.
تر اوسه په رسمي ډول میټا د دغې ستونزې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې د میټا بېزنس یوې بلې ټولنیزې شبکې فیسبوک هم د څو دقیقو لپاره په ټوله نړۍ کې کار پرېښی و، چې میټا یې ستونزه تخنیکي یاده کړې وه.

د هند د ملي امنیت سلاکار د چهارشنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځواو اقليتونو د حقونو ساتنه د دغه سازمان له لومړیتوبونو څخه دي.
اجیت دوال زیاته کړه، چې هېواد یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښمن دی.
د هند د ملي امنیت سلاکار په دې کتنه کې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره شوه زیاته کړه، چې د بشري مرستو رسول، له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره مبارزه د دغه سازمان نور لومړیتوبونه دي.
هغه وویل، هند افغانستان ته د نږدې هېواد په توګه په دغه هېواد کې مشروع امنیتي او اقتصادي ګټې لري.
دغه لوړپوړي هندي چارواکي له افغانستان سره د خپل هېواد مرستو ته اشاره وکړه او زياته یې کړه، چې هند په افغانستان کې درې ميليارده ډالره پانګونه کړې او پر دې سربېره يې ٥٠ زره ټنه غنم، ٢٥٠ ټنه طبي مرسته او د ملخانو له ګواښ سره د مبارزې په موخه ٤٠ زره لېتره مالتيون افت وژونکي مرسته ترسره کړې ده.
د ترهګرو ډلو ګواښ
اجیت دوال د شانګهای په غونډه کې د ترهګرو ډلو له خوا د ډېورنډ پورې غاړې بریدونو ته اشاره وکړه او زياته یې کړه، چې د هرې ډلې له خوا په هر هدف او هر ځای کې دا بریدونه د توجیه وړ نه دي.
د هند دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د دوه ګوني لوبې د مخنیوي او د ترهګرۍ د تمویل کوونکو او د ترورېزم تسهیل کوونکو د حساب ورکولو په اړتیا باندې په ټینګار سره وویل: «د ترهګرۍ له عاملینو سره باید په اغیزناکه او چټکه توګه چلند وشي، په شمول د هغو کسانو سره چې د ډيورنډ هاخوا په ترهګرۍ کې ښکیل دي.»
هند تل پاکستان د هغو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي، چې د هند په خاوره کې د ګڼو چاودنو او بریدونو مسوولیت لري؛ خو پاکستان دا تورونه ردوي او برعکس ډيلي د ترهګرو ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورنوي.
هغه په مسکو کې خونړي برید ته په اشارې سره د شانګهای د همکارۍ سازمان په سیمه کې د القاعدې او له هغې سره تړلې ډلې، داعش او د هغې د څانګو، لشکر طیبه او جیش محمد په ګډون د مختلفو ترهګرو ډلو د پرله پسې ګواښونو موضوع مطرح کړه.
د هند د ملي امنیت سلاکار هم د ترهګرو له خوا د بې پیلوټه الوتکو په شمول د پولو په اوږدو کې د وسلو او مخدره توکو قاچاق کولو لپاره د ټېکنالوژۍ کارولو سره د مبارزې په اړتیا ټینګار وکړ.