اسراییل غزه کې پر مرستندویانو په برید کې د لاس لرلو په دلیل ۲ افسران له دندو لرې کړل

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی، چې اسراییل خپل دوه پوځي افسران په غزه کې یوه برید کې د لاس لرلو په دلیل له دندو ګوښه کړل چې له امله یې اوه مرستندویه کارکوونکي ووژل شول. د دغه خبري اژانس د خبر له مخې، د پوځ درې تنه نورچارواکي هم په دې وجه محاکمه شوي دي.