• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حوثي مشر: په تېرو دریو میاشتو کې د امریکا او بریتانیا بریدونو کې ۳۷ کسان وژل شوي

۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د یمن د حوثي ملیشو مشر عبدالمالک حوثي وايي، په تیرو دریو میاشتو کې په یمن کې د دغې ډلې پر مرکزونو د امریکا او بریتانیا د ۴۲۴ هوايي بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۳۷ حوثيان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د ایران ملاتړې ډلې مشر په دې اړه په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې د غزې د جګړې په غبرګون کې په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو د دغې ډلې د بریدونو له پیل راهیسې، یې ۹۰ بېړۍ په نښه کړې دي.

په غزه کې د روانې جګړې له پیل سره سم حوثيانو په سور سمندرګي کې خپل بریدونه زیات کړي او ویلي یې دي چې دوی دغه بریدونه په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون په موخه ترسره کوي.

په دغه سیمه کې د نړیوالو باري کښتیو د تګ بهیر له ګډوډۍ وروسته ، د بار وړلو شرکتونه دې ته اړ شوي، چې خپلې کښتۍ د سویلي افریقا له اوږدې او خورا ګرانې لارې تېرې وکړي.

امریکا او برتانیا د دې بریدونو د مخنیوي لپاره له نورو متحدینو سره یو ایتلاف جوړ کړ.

د حوثي ملیشو د مشر له خوا د نویو احصایو تر اعلان لږ وروسته، امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې په یمن کې یې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې د بېړۍ ضد توغندي له منځه وړي دي.

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د معمول په څیر په دې وروستیو ورځو کې په دې اړه خبر ورکړ او په خپل کې لیکلي، چې دا برید د پنجشنبې په ورځ شوی.

سنتکام زیاته کړې، چې د متحده ایالاتو کښتیو، ایتلافي ځواکونو یا سوداګریزو کښتیو ته کوم زیان یا زیان ندی رسیدلی.

له دې مخکې جنرال مایکل ایرک کوریلا د امریکا ولسی جرګې د وسله والو ځواکونو د کمیټې په استماعیه غونډه کې یو ځل بیا په سیمه کښې له خپلو نیابتی ځواکونو سره د ایران پراخ ملاتړ ته اشاره وکړه او ویې ویل په امریکا د حوثیانو بریدونه په سور سمندر کې د جنګي بېړیو او نړیوالو کښتیو او همدارنګه په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د متحدو ملیشو بریدونه د ایران د ګواښ "مستقیمه پایله" ده چې په تدریجي ډول پراخېږي.

دغه جګپوړي امریکايي جنرال زیاته کړه، چې د فبرورۍ په لومړیو کې په منځني ختیځ کې پر ایراني پراکسي ځواکونو د امریکا بریدونو په عراق او سوریه کې د ملېشو ډلې په امریکايي ځواکونو د برید مخه ونیوله، خو په یمن کې د حوثي یاغیانو پر وړاندې اغېزمن نه وو.

خو د ایران په چارو کښې د امریکې د خاص استازی مرستیال ابرام پیلی له ایران انټرنشنل سره په مرکه کښې ټینګار وکړ: امریکا په ایران کښې د بشری حقوقو له خلاف ورزیو څخه نیولې د حوثیانو تر ملاتړ پورې د ایران له ټولو ګواښونو سره د مقابلې لپاره ژمنه ده. د نړیوالو بېړیو پر لیکو برید کول، ترهګري او اټومي تاوتریخوالی به له ټولو موجودو وسایلو څخه کار واخلي او له میز څخه به هیڅ انتخاب لرې نه کړي.

د برتانیا د دفاع وزیر ګرانټ شاپس هم خبرداری ورکړی، چې هېواد به یې د حوثي یاغیانو له بریدونو سره په مستقیم ډول مخامخ شي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي ګیلاد اردان د ایران حکومت غندلی او ویلي یې دي: «هغه څوک چې د حماس، حزب الله او حوثیانو ملاتړ کوي او د هغوی لاسپوڅي بادار دی، ایران دی».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

روسیې د هغو بریدګرو درې ملګري نیولي چې د مسکو د کروکوس کنسرت په تالار یې برید کړی وو

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس د راپور له مخې، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د هغو بریدګرو درې ملګري نیولي چې د مسکو د کروکوس کنسرت په تالار یې برید کړی وو.

پر دوی تور دی چې د داعش بریدګرو ته یې د وسلو او موټرو د پېرلو لپاره پیسې ورکړې وې.

د روسیې د فدرالي امنیتي سازمان ځواکونو دغه شکمن کسان نیولي، خو د هغوی د هویت او ملیت په اړه یې څه نه دي ویلي. د دغه سازمان یوه ویاند ویلي « په نیول شویو کسانو کې یو روسي تبعه او دوه د منځنۍ اسیا هېوادونو وګړي دي.»

هغه زياته کړه: «له څېړنو وروسته معلومه شوه، چې دوو نیول شويو کسانو پيسې د وسلو او موټرونو د پېرلو لپاره لېږدولي او درېيم کس په مستقيم ډول د دغه بريد د عاملينو په ګمارلو او د دغه بريد په تمويل کې لاس درلود.»

د مسکو د کروکوس کنسرت په تالار د داعش دې برید کې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان ووژل شول. دا برید په روسیه کې په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو خونړی ترهګریز برید بلل شوی.

د پنجشنبې ورځې له نیونو مخکې په روسیه کې د دغې پېښې په تړاو ۱۱نور کسان هم نیول شوي وو. د تاجکستان حکومت هم اعلان کړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه کې یې د دغه برید په تړاو ۹ کسان نیولي دي.

دلیرجان میرزایف، فریدون شمس الدین، محمد صابر فیضوف او مراد علي رجب علیزاده هغه تاجکستاني اتباع دي چې د روسیې په وینا د کروکوس تالار په برید کې د مستقیمو ډزو عاملین دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي: د افغانستان د تخلیې پلان مو له صفره پیل کړی و

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۰۵ GMT+۱

د سي ان ان د یو ځانګړي رپوټ له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د درېیو لوړ پوړو چارواکو د تړلو دروازو تر شا د ساعتونو لپاره د امریکا د استازو جرګې ته په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حضور په وروستیو ورځو کې د "بې سارې" وضعیت په اړه معلومات ورکړی.

امریکايي چارواکي په داسې حال کې په بېړې سره افغانستان ته د تخلیې له پاره تللي وو، چې په دغه هېواد کې د اضطراري وضعیت له پاره کوم پلان له وړاندې نه و جوړ شوی.‌

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر جان باس په کابل کې د امریکا د سفارت پخوانی مرستیال جیم ډی هارټ او پخوانۍ امریکايي ډېپلوماته جین هاویل هغه درې چارواکي وو، چې له خپلو دندو ویستل شوي او د افغانستان په اړه د پراخې تجربې له امله طالبانو ته د کابل له سقوط څو ساعته وروسته هلته استول شوي وو.

100%

د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې سره د دغو درې چارواکو د مرکو متن، چې په ځانګړي ډول د سي ان ان له خوا تر لاسه شوي، چې د مایکل مکال په مشرۍ دغې کمېټې له خوا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د راوتلو په اړه د روانې څېړنې یوه مهمه برخه ده.

د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال؛ پر کابل هوايي ډګر د داعش له خوا یو ځانمرګی برید شوی و، چې ۱۳ امریکايي سرتېري پکې وژل شوي وو.

ښاغلی مکال په پامې کې لري، چې د روان کال په وروستیو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یو راپور خپور کړي، چې پکې د ۱۲ امریکايي چارواکو سره چې په دغه برسۍ کې دخیل وو،‌ د مرکو لڼډیزونه شامل دي.

د بایډن د ادارې چارواکي تمه لري، چې دغه راپور به د سیاسي انګېزې سره خپریږي، ترڅو د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع بیا راپورته کړي.

د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه نوي جزیيات د کابل له هوايي ډګر څخه بهر د ګډوډۍ په اړه جزییات ورکوي، چې تر ډېره د تخلیې یوه برخه وي.

امریکايي‌ جنرالانو ویلي، چې که د ملکي تخليې پلان له وړاندې جوړ شوی وی، د دغې ګډوډۍ مخه نیول کېدای شوه.

جنرال مارک میلي چې اوس تقاعد شوی او هغه مهال د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیزانو و، تېره میاشت یې د امریکا د استازو جرګې بهرنۍ کمېټې ته ویلي: "دا زما ارزونه ده چې دا پرېکړه (د افغانستان څخه د تخلیې) ډېره ناوخته شوې."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملکي خلکو د تخلیې او د جګړې د پای ته رسولو په اړه له خپلې پریکړې دفاع کړې ده.

100%

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د امریکايي چاروا سره د استازو د جګرې د غړو د مرکو په اړه ویلي: "د کمېټې له خوا مرکه شوي اوسنيو او پخوانیو چارواکو هر یو د بهرنیو چارو وزارت او اردو د زرګونو نورو کارکوونکو سره یوځای کار کړی ترڅو نږدې ۱۲۴ زره امریکایي وکړي، افغان متحدین او نړۍوال همکارانو له دغه هېواده وباسي. دغه کار یو لوی او خورا ننګونکی نظامي، ډېپلوماتیک او بشردوستانه ماموریت و، چې په غیر معمولي شرایطو کې ترسره شو. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند سي ان ان ته د چهارشنبه په ورځ وویل: "دا سمه پرېکړه وه، چې په افغانستان کې شل کلنه جګړه پای ته ورسوو، چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده او خپل سرتېري خپل هېواد ته راستانه کړو. دې پرېکړې امریکا ته اجازه ورکړې چې د اوسني او راتلونکي بهرني سیاست ننګونې، په اوکراین او منځني ختیځ کې روانې شخړې په ګډون، په ښه توګه حل کړي."

100%

د تخلیې پلان نه شتون

په کابل کې د امریکا پخوانۍ سفیر جان باس په کابل کې د امریکا د سفارت پخوانی مرستیال جیم ډی هارټ او پخوانۍ امریکايي ډيپلوماته جین هاویل، د طالبانو له خوا د پلازمېنې د نیولو په درشل کې کابل ته ورغلل او ان کابل ته پر لار یې په الوتکه کې د تخلیې د پلان پر جوړولو کار کاوه، هغه څه چې وروسته د کابل د شرایطو او واشنګټن ډي سي څخه د راتلونکو لارښونو له امله په پرلپسې توګه بدلیده.

هغو چارواکو چې د امریکا په سفارت کې کار کاوه د دغې کمېټې پلټونکو ته په جلا مرکو کې ویلي، چې د ملکي کسانو د تخلیې لپاره دوی د اپریل او می په میاشتو کې پلان جوړ کړی و؛ خو هغه امریکايي چارواکي چې د کابل د سقوط په درشل کې هلته رسېدلي، ویلي چې د تخلیې لپاره هېڅ واضح پلان نه و جوړ شوي.

په ټوله نړۍ کې د متحده ایالاتو هر سفارت باید د ملکي خلکو د تخلیې لپاره یو ولري، چې د بېړنۍ تخلیې په حالت کې کارول کېدی شي؛ خو دغو چارواکو ویلي، چې د کابل په هوایي ډګر کې موجود خطرناکه وضعیت او ډېره ګڼه ګوڼه هر ډول مخکې جوړ شوي پلانونه بې اغیزې کړي و او دوی مجبور و چې پرځای یې نوی پلان جوړ کړي.

100%

مکرون: هیڅ شک نلرم چې روسیه به د پاریس اولمپیک په نښه کړي

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۳۲ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هغه په ​​​​دې کې هیڅ شک نه لري چې روسیه به په دې دوبي کې د پاریس اولمپیک سیالۍ په نښه کړي.

ماکرون د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا فکر کوي چې روسیه به د اولمپیک د لوبو د نښه کولو هڅه وکړي وویل: «د معلوماتو له مخې زه هېڅ شک نلرم.»

په پاریس کې د روسیې سفارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي مکرون دا څرګندونې په پاریس کې د المپیک د نوي ابي مرکز د پرانېستې په مراسمو کې کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په اوکراین کې د روسیې جکړه او په غزه کې د حماس سره د اسراییل شخړې د پاریس المپیک خوندي کولو هڅې پیچلې کړي.

د مکرون یوې همکارې د نوم نه ښودلو په شرط، د دې پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه چې ایا مکرون د روسیې د راتلونکې برید د هڅې په اړه کومو مشخصو استخباراتو ته اشاره کړې که نه.

هغې وویل: «موږ د څو میاشتو راهیسې وینو چې د روسیې له خوا خورا ډیر فشار راوړل کیږي.»

مکرون په دې وروستیو کې د روسیې پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی او ژمنه یې کړې چې مسکو باید مات شي. که څه هم هغه څرګنده کړې چې فرانسه د روسیې پر وړاندې د دښمنۍ د هڅولو اراده نه لري.

طالبان: ازبکستان په کال کې د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو د پېرودلو علاقه ښودلې ده

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پیټرولیم وزارت وايي، ازبکستان د کانونو د سروې، استخراج او په کال کې د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو د پېرودلو علاقه ښودلې ده.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت او د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزارت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غونډه د وېډیو کنفرانس له لارې شوې ده.

په یاد ویډیو کنفرانس کې د طالبانو د کانونو او پېټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ضیاءالرحمن الاریوبي له ازبکستاني اړخ څخه په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د سرمایه ګذارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پیټرولیم وزارت اعلامیه زیاتوي، چې د افغانستان د نفتو او ګازو، مسو، اوسپنې، سمنټو، سرو زرو او ډبرو سکرو کانونو د سروې، اکتشاف، تفحص او استخراج په برخه کې ازبکستاني لوري لېوالتیا ښودلې ده.

د تېر کال د کب په ۲۹ مه نېټه هم د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر په مشرۍ د دې ډلې د مختلفو وزارتونو چارواکو د ازبکستان د انرژۍ وزیر په مشرۍ له پلاوي سره د بلخ په حیرتان بندر کې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ناسته کړې وه.

د صنعت او تجارت وزارت د اعلامیې له مخې؛ دواړو لورو ازبکستان ته د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو پر صادراتو او د دغه هېواد په چاڼخونو کې د افغانستان د تېلو پر تصفیه خبرې کړې وې.

دا لومړی ځل دی، چې له پاکستان پرته یو بل ګاونډي هېواد د افغانستان د ډبرو سکرو د پېرودلو لپاره لېوالتیا ښيي، دا مهال د افغانستان د ډبرو سکاره یوازې پاکستاني سوداګر او یو شمېر دولتي کمپنۍ اخلي.

په سیستان او بلوچستان کې د جیش العدل په برید کې ۱۱ ایراني سرتیري ووژل شول

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۱۴ GMT+۱

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان کې د جیش العدل په برید کې ۱۱ ایراني سرتیري وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې دوه پولیس سرتیري، دوه پوله ساتي او د سپاه پاسداران اوه غړي شامل دي.

د راپورونو له مخې، جیش العدل لس ساعته مخکې د ایران په راسک، چابهار او پارود بریدونه وکړل، چې د یادې ډلې او امنیتي ځواکونو ترمنځ تراوسه هم نښتې روانې دي.
ویل کیږي چې په دې پېښه کې تر اوسه د جیش العدل ۱۵ غړي هم وژل شوي دي.
که څه هم تسنیم خبري اژانس د نښتو د پای ته رسېدو خبر ورکړ، خو یو شمېر نورې رسنۍ بیا وایي، چې دا نښتې تر اوسه روانې دي.
جیش العدل هم د یوې اطلاعیې په خپرولو سره ویلي، چې د راسک او چابهار ټرانزیتي سیمې ځينې برخې یې نیولې دي او له خلکو یې غوښتي، چې په دې لاره تګ راتګ و نه کړي.


جیش العدل څو ساعته مخکې هم په خپل ټیلیګرام کې د یوې خبرتیا په خپرولو سره د اسلامی جمهوریت له پوځی قوماندانانو د موقت اوربند غوښتنه وکړه، څو د چابهار د ۱۱مې حوزې مخې ته په یوه اپارتمان کې بند یو شمېر غیر بلوڅ وګړي وژغورل شی.
د ایران د حکومت د اطلاعاتو مرکز هم په اېکس کې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.