د هند سترې محکمې د اسلامي ښوونځیو د بندولو حکم ځڼډولی دی

د هند سترې محکمې د یوې ایالتي محکې له خوا د دغه هیواد په ترټولو ډیر نفوس لرونکي ایالت اترپردیش کې په اسلامي ښوونځیو لګیدلی بندیز، ځڼډولی دی. د محکمې دغه نوي حکم له ډیرو لانجو وروسته د دغو ښوونځیو زده کوونکو او ښوونکو ته د ارامې ساه د اخیستو فرصت ورکړی دی.