• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تاجکستان د روسیې هغه ادعا رد کړې چې ګواکې اوکراین یې وګړي پوځ ته ګماري

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۴۶ GMT+۱

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د وري ۱۸مه) د روسیې د یو جګپوړي امنیتي چارواکي هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې د تاجکستان په پلازمېنه کې د اوکراین سفارت د روسیې پر ضد د جګړې لپاره اجیر عسکر ګماري.

روسي خبري اژانسونو د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند شوخین صمدي له قوله ویلي، "موږ یادونه کوو چې د روسیې د چارواکو دغه ادعا بې بنسټه ده.»

رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي، چې د روسیې د امنیت شورا مرستیال نیکولای پاتروشیف، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ښه ملګری دی، د چهارشنبې په ورځ، پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي، وویل، چې د «اوکراین استخباراتو" مسکو کې د کنسرت پر تالار په خونړی برید کې لاس درلود او په تاجکستان کې د اوکراین سفارت د جنګیالیو ګمارنه کوي.

اوکراین په دې برید کې چې لږ تر لږه ۱۴۴کسان په کې ووژل شول، لاس لرل رد کړي او امریکا ویلي، چې د داعش ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د هند د دفاع وزیر څرګندونې وغندلې

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ننپه یوه اعلامیه کې، په پاکستان کې د هند د پټو عملیاتو د افشا کولو په اړه د ګارډین ورځپاڼې د یو راپور په غبرګون کې د هند د دفاع وزیر څرګندونې وغندلې. د هند دفاع وزیر سي اېن اېن ته ویلي، «پاکستان ته به ننوځو او هلته به ترهګر په نښه کړو.»

رجنت سینگ ټلویزیون سره په مرکه کې زیاتوي، نوی ډېلی به «په هر هغه ترهګر پسې د پاکستان خاورې ته ننوځي چې په دغه هېواد کې له ترهګریزو چارو وروسته له پولې ور واوړي.»

د رجنت سینګ له خبرو مخکې د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ویلي، چې هند له ۲۰۲۰ کال راهیسې په پاکستان کې شل کسان وژلي دي.

دې ورځپاڼې خپل راپور کې ویلي، چې نوي ډېلي دا کسان په بهر کې د دغه هېواد ضد ترهګرو د له منځه وړلو د پلان له مخې په نښه کړي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هند د دغه هېواد په خاوره کې د بې ګنا خلکو په وژلو تورنوي او په اعلامیه کې رغلي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۵ مه، د هندوستان له خوا د پاکستان په خاوره کې د غیر قانوني او د هند له سرحدونو باندې وژنو په اړه شواهد وړاندې کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هند له خوا په دغو بریدونو کې ملکیان وژل شوي او بیا د ترهګرو په توګه ښودل شوي، چې په دې اړه د هند اعتراف په خپله د یو جرم پر کولو اعتراف دی.‌

اعلامیه کاږي، چې نړیواله ټولنه باید هند د خپلو ناوړه او غیرقانوني کړنو حساب ورکولو ته مجبور کړي.

د پاکستانبهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هیواد د خپل حاکمیت پر وړاندې د هر ډول تیري د دفاع لپاره په کلکه ولاړ دی او خپله وړتیا یې د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې د هند برید ته په قوي ځواب ویلو سره ښودلې ده.

پاکستان وايي،‌ چې د هند د ځواکمن پوځ په اړه د هغه هیواد ادعاوې پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې تشې ثابتې کړې.

دغه وزارت وايي، چې د هند چارواکي، د عادت له مخې د کرکې ډکې څرګندونې کوي، تر څو د خپلو خلکو احساسات وپاروي او په ټاکنو کې ترې ګټه پورته کړي.

په دغه اعلامیه کې راغلي: "دا ډول ناسم او غیر مسولانه چلند نه یوازې سیمه ییزه سوله زیانمنوي بلکې په راتلونکې کې د خبرو اترو امکانات هم له خنډ سره مخامخ کوي.”

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې پاکستان تل په سیمه کې سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده او دا چې د سولې لپاره د دوی له ارادې باید غلط برداشت ونشي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې تاریخ دا ثابته کړې چې پاکستان د ځان نه د دفاع لپاره قوي هوډ او وړتیا لري.

هند چې د پاکستان حکومت د دوی ضد وسلوالو ته د پټنځیو په ور کولو تورنوي، دفاع وزیر یې د ګارډین د راپور په هکله له سي اېن اېن سره په خبرو کې ویلي: «که دوی پاکستان ته وتښتي، موږ به یې د وژلو لپاره پاکستان ته ننوځو.»

رجنت سینګ زیاتوي« «هند له خپلو ګاونډیانو سره تل ښه اړیکي غواړی... خو که څوک بیا بیا هند ته په بدو سترګو ګوري، هند ته راځي او ترهګریزو چارو ملاتړ کوي، موږ یې هم نه پرېږدو.»

د هند او پاکستان اړیکي پر ۲۰۱۹ کال له هغه وروسته خراب شول چې په کشمیر کې پر هندي پوځیانو ځانمرګی برید وشو او نوي ډېلي یې په مقابل کې په پاکستان کې د وسلوالو مرکز په نښه کړ.

پاکستان د روان کال لومړیو کې وویل، چې د نوي ډېلي سره تړاو لرونکي جاسوسان په دغه هېواد کې د دوو پاکستاني وګړو په وژلو کې لاس لري، خو هند دا تور پروپاګنډ وباله.

د ګارډین راپور له هغه څو میاشتې وروسته دی چې کاناډا او امریکا په دغو هېوادونو کې هند د خپلو مخالفانو د وژلو په هڅه تورن کړ.

د پاکستان پوځ وايي په دوو جلا عملیاتو کې یې لس وسلوال وژلي دي

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر نن یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځواکونو یې د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې اته وسلوال وژلي دي. د پاکستان پوځ په یو بله خبرپاڼه کې هم د شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پرمهال د ۲ وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.

د جیو ځايي ټلویزیون د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په حواله لیکلي، چې ددغو عملیاتو پر مهال له وسلوالو وسلې او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

په دې دواړو خبرپاڼو کې د پاکستان پوځ ټینکار کړی دی، چې د وسلوالو تر ختمېدو پورې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوی.

په اعلامیه کې د وسلوالو د وژل کېدو شناخت نه دی په ډاکه شوی، چې وژل شوي وسلوال د کومې ډلې دي.

تر اوسه په سیمه کې وسلوالې ډلې ټي ټي پي کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ډېره اسماعیل کې یو شمیر ځايي اوسیدونکي بیا وايي، چې د شپې لخوا درنه جګړه وه او د چاودنو غږونه یې اوریدلي دي.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې تېره شپه د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې پاکستاني طالبانو د پاکستان د پوځ اړوند پر یو مرکز راکیټي بریدونه کړي دي.

په برید کې شوي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

میرعلي د پاکستاني طالبانو اړوند حافظ ګل بهادر ګروپ مشر پلرنی ټاټوبی ګڼل کیږي، چې وخت ناوخت په دغه سیمه کې وسلوالو بریدونو راپورونه ورکول کیږي.

اسراییل ته د ایران له غچ اخیستونکي ګواښ ورورسته، امریکايي ځواکونه په سیمه کې تیارسي شول

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۳ GMT+۱

امریکايي چارواکي وايي، په سوریه کې د ایران پر سفارت د برید د غچ اخیستو لپاره اسراییل د تهران له خبرداري وروسته متحده ایالتونه پوره تیارسي شوي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، واشنګټن په سیمه کې د اسراییل او امریکايي شتمنیو پر وړاندې د ایران د احتمالي برید لپاره تیارسي کېږي.

سي اېن اېن شبکې پرون اپور ورکړ، چې د متحده ایالاتو د حکومت لوړ پوړي چارواکي اوس په دې باور دي چې د ایران له خوا برید «حتمي» دی او احتمال لري چې دا برید راتلونکې اونۍ وشي.

یوه امریکايي چارواکي د سي اېن اېن د راپور په تایید سره وویل: «موږ په لوړه کچه چمتووالی لرو.»

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې امریکا د ایران له خوا د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو لپاره تیارسي کېږي او په سیمه کې یې امریکايي پوځي ځواکونه په بشپړ ډول تیار کړي دي.

هممهاله دغې ورځپاڼې د ایران د دوو چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دی افشا شوی، زیاته کړې ده:«ایران خپل ټول وسله وال ځواکونه چمتو کړي او پریکړه یې کړې چې دا ځل باید مستقیم غبرګون وښيي.»

د دوشنبې د ورځې په برید کې په دمشق کې د ایران سفارت ته څېرمه د ایران د کونسلګرۍ ودانۍ په نښه شوه.

په دغه برید کې د سوریې او لبنان لپاره د سپاه پاسداران د قوماندان محمد رضا زاهدي په شمول د دې ځواک اوه غړی ووژل شول.

د هند دفاع وزیر: پاکستان ته به ننوځو او هلته به ترهګر په نښه کړو

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د هند دفاع وزیر وايي، نوی ډېلی به «په هر هغه ترهګر پسې د پاکستان خاورې ته ننوځي چې په دغه هېواد کې له ترهګریزو چارو وروسته له پولې ور واوړي.» د رجنت سینګ له خبرو مخکې د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ویلي، چې هند له ۲۰۲۰ کال راهیسې په پاکستان کې شل کسان وژلي دي.

دې ورځپاڼې خپل راپور کې ویلي، چې نوي ډېلي دا کسان په بهر کې د دغه هېواد ضد ترهګرو د له منځه وړلو د پلان له مخې په نښه کړي دي.

د هند او پاکستان بهرنیو چارو وزارتونو د دې راپور په هکله د رویټرز پوښتنې ته ځواب نه دی ور کړی، خو پاکستاني چارواکي د تېر په څېر وايي، بهرنیو وسلوالو ته پنا نه ور کوي.

هند چې د پاکستان حکومت د دوی ضد وسلوالو ته د پټنځیو په ور کولو تورنوي، دفاع وزیر یې د ګارډین د راپور په هکله له سي اېن اېن سره په خبرو کې ویلي: «که دوی پاکستان ته وتښتي، موږ به یې د وژلو لپاره پاکستان ته ننوځو.»

رجنت سینګ زیاتوي« «هند له خپلو ګاونډیانو سره تل ښه اړیکي غواړی... خو که څوک بیا بیا هند ته په بدو سترګو ګوري، هند ته راځي او ترهګریزو چارو ملاتړ کوي، موږ یې هم نه پرېږدو.»

د هند او پاکستان اړیکي پر ۲۰۱۹ کال له هغه وروسته خراب شول چې په کشمیر کې پر هندي پوځیانو ځانمرګی برید وشو او نوي ډېلي یې په مقابل کې په پاکستان کې د وسلوالو مرکز په نښه کړ.

پاکستان د روان کال لومړیو کې وویل، چې د نوي ډېلي سره تړاو لرونکي جاسوسان په دغه هېواد کې د دوو پاکستاني وګړو په وژلو کې لاس لري، خو هند دا تور پروپاګنډ وباله.

د ګارډین راپور له هغه څو میاشتې وروسته دی چې کاناډا او امریکا په دغو هېوادونو کې هند د خپلو مخالفانو د وژلو په هڅه تورن کړ.

د م.م د بشري حقونو شورا پر اسراییل د وسلو د خرڅلاو د بندیدو غوښتنه کړې ده

۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۱۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یو پرېکړه لیک کې پر اسراییل د ټولو وسلو پلورلو د بندیدو غوښتنه کړې ده. په دغه پرېکړه لیک کې چې د پاکستان له خوا وړاندې شوې، د «نسل وژنې» جنجالي اصطلاح یاده شوې ده.

دغه پریکړه لیک چې د جمعې په ورځ (د وري په ۱۷مه) تصویب شوی، په خپل ډول کې لومړنې پریکړه لیک دی چې د بشري حقونو د شورا له خوا په غزه کې دروانې جګړې په اړه تصویب شو. د غزې جګوخ د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې په ۷ مه نېټه په اسراییل د حماس د جنګیالیو له بې ساري برید وروسته پیل شوې ده.

دا شورا د خپلو پریکړو د پلي کولو لپاره کومه وسیله نلري.

د دغه پرېکړه ليک د تصویب لپاره د دغې شورا له ٤٧ غړو ٢٨ هغو د پرېکړه ليک د وړانديز شوي متن په اړه مثبته رایه ورکړه.

په دې پریکړه لیک کې د "نسل وژنې" د جنجالي کلمې شتون د دې لامل شو چې ځیني هېوادونه دغه پرېکړه لیک ته لیوالتیا ونه ښیي او له رای ورکولو ډډه وکړي او یا هم منفي رایه ورکړي.

د دې پرېکړه لیک له لومړۍ برخې د «نسل وژنې» اصطلاح چې څو ځایه ذکر شوې وه،‌لرې شوه ده، خو د متن په وروستۍ برخه کې یې "د عدالت د نړیوالې محکمې پریکړه چې په غزه کې د نسل وژنې د منلو وړ خطر شتون لري"، کارولې شوې ده.

اسراییل په پرله پسې ډول د "فلسطینیانو په وړاندې د نسل وژنې" تورونه رد کړي دي.