• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان نامتو خبریال عبدالحمید مبارز ومړ

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۰۸ GMT+۱

وتلی خبریال او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی مرستیال عبدالحمید مبارز په کابل کې مړ شو. د ارواښاد مبارز لور نیلاب مبارز د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) په خپله فیسبوک پاڼه د ښاغلي مبارز مړینه تایید کړې ده.

نیلاب مبارز لیکلي، چې ټاکل شوې د عبدالحمید مبارز مړی نن د کابل په «قول ابچکان» سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

ښاغلی مبارز په افغانستان کې د ژورنالیزم یو له مخکښو او تجربه لروونکو کسانو څخه و. هغه څو کاله د دولتي ورځپاڼې انيس د مرستيال، د باختر اژانس د مسوول او د افغانستان د خبريالانو د ملي اتحاديې د مشر په توګه کار کړى دى.

نوموړی یو مهال د تېر حکومت د سولې د عالي شورا غړی و.

عبدالحمید مبارزد خپل عمر په وروستیو کلونو کې له ورپېښې ناروغۍ کړېده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په زابل کې د ترافیکي پېښي له امله درې کسان مړه شوي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۴۹ GMT+۱

په زابل کې د طالبانو سیمه یېز چارواکي وايي، یاده ترافیکي پېښه د کندهارـ کابل په لویه لاره په شهرصفا ولسوالۍ کې شوي ده. په پېښه کې لږ تر لږه درې تنه مړه او یو تن ټپي دی.

د زابل ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۹مه) سهار مهال د کندهارـ کابل په لویه لاره د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ د اسحاقزو مانده په سیمه کې د باروړونکي او یو سورلۍ موټر د ټکر له امله درې تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی.

په زابل ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکې وايي، د ترافیکي پيښې له امله د مړو شویو درېیو تنو جسدونه یې د کندهار میرویس روغتون ته لېږدولي دي.

د کندهارـ کابل په لوی سړک باندې ترافیکي پېښې تر ډیره بریده د سړک د خرابوالي او د موټرچلونکو د بې غورۍ له امله کیږي.

د روغتیا نړېوال سازمان: نږدې ۱۸ میلیونه افغانان په بشري روغتیايي مرستو پايي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۳۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د روغتيايي سازمان مسوول د روغتیا د نړېوالې ورځې په مناسبت ويلي چې له ګانډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راتګ د افغانستان نازک روغتايي حالت نور هم ستونزمن کړی دی. هغه وايي، نږدې ۱۸ میلیونه افغانان په نړېوالو بشري روغتیايي مرستو پايي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان مسوول ډاکټر جمشید ټنولي د روغتیا د نړېوالې ورځې په مناسبت په یوه خپاره شوي ویډېویي پیغام کې ویلي، چې باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه مهمه موضوع ده.

نوموړی وايي په افغانستان کې میلیونونه کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري: «نږدې ۱۸میلیونه کسان په نړېوالو بشري روغتیايي مرستو پايي.»

همدارنګه ښاغلی ټنولي وايي له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو ناببره راتګ د افغانستان پر نازک ر روغتیايي سیسټم نور هم منفي اغېزې کړې دي.

ډاکټر جمشید وايي، د روغتیا نړېوال سازمان له خپلو شریکانو سره په ګډه هڅه کوي چې ټولو ماشومانو او ښځو ته په عادلانه ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د روغتیا وزارت یو شمېر کارکوونکي د دغه ډلې د روغتیا وزیر په فساد تورنوي، او خپله یو شمېر طالب چارواکي هم مني چې د روغتیا وزارت له لوري په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو ډیری پيل شوې چارې یوازې تبلیغاتي بڼه لري.

د طالبانو کډوالو وزارت: له پاکستان څخه باندې دوه سوه افغان کډوال راستانه کړل شوي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه ۲۳۱ افغان کډوال په جبري ډول راستانه کړل شوي. دغه کډوال د ډیورنډ کرښې سپین بولدک او تورخم په لارو له پاکستانه راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د یکشنبې ورځ د (وري ۱۹مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د وري ۱۸مه نېټه هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

دغه وزارت وايي، په همدې نېټه بیا د کندهار ولایت د سپین بولدک له پاکستان څخه ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه کیږي په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي چې د وري میاشتې په ۱۸مه نیټه له پاکستانه هغه ۳۳ تنه زنداني افغان کډوال چې تازه راخوشې شوي وو هیواد ته رستانه کړل شوي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

امرالله صالح: د طالبانو د ۵۸ مهمو استخباراتي چارواکو په ګډون مو زرګونه کارکونکي پېژندلي دي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۳۹ GMT+۱

د تېر حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر وايي، چې دغه بهیر د طالبانو د استخباراتو ۵۸ جګپوړي غړي او د دې ادارې شاوخوا شپږ زره کارکونکي پېژندلي دي. ښاغلي صالح ویلي، چې دغه ټول ۵۸ کسان په پاکستان کې روزل شوي دي.

د مخکني حکومت مرستیال په هغه یادښت کې چې په ایکس پاڼه یې خپور کړی ویلي: «د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست د مشرتابه دغه ۵۸ غړي له استثنا پرته، پخوا په پاکستان کې وو او ډېری یې هلته روزل شوي وو.»

د ښاغلي صالح په وینا، د طالبانو د استخباراتو په هغو کسانو کې چې د زرغون بهیر له لوري پېژندل شوي، داسې څېرې هم شته چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د «پاکستان پوځي استخباراتو» په مرسته د افغانستان په لویو ښارونو او په ځانګړې توګه کابل کې تر ټولو خونړي ترهګریز بریدونه پلان کړي او ترسره کړي دي.

ښاغلي صالح لیکلي چې که څه هم دغه اداره هڅه کوي چې د خپلو میتودونو په کارولو سره د سرچینو د ساتنې لپاره له پټو نومونو کار واخلي، خو د فساد، بهرني اغېز او خپلوئ پالنې له امله «سخته» زیانمنه ده. د ښاغلي صالح په وینا، د پاکستان استخباراتي اداره ای‌ایس‌ای د طالبانو د استخباراتو په عملیاتي څانګه کې ژور او پراخ اغېز لري.

د تېر حکومت دغه لوړپوړي چارواکي صالح، د جواد تاجمیر په نوم یو کس یاد کړی چې له شلو کلونو راهیسې یې د پاکستان په کوهاټ کې د بم جوړولو لابراتوار او ورکشاپونه لرل، او اوس د طالبانو د استخباراتو ریاست د عملیاتي مرستیال په توګه ګومارل شوی دی. د صالح په وینا، تاجمیر د طالبانو د امنیت په عمومي ریاست کې د خپلې ځانګړې څانګې مشري کوي.

د امرالله صالح د یادښت په یوه بله برخه کې راغلي چې داعش خراسان د طالبانو د عمومي امنیت په لیکو کې اغېز کړی او د دغې ادارې فاسد کسان په افغانستان کې دننه او بهر د عملیاتو لپاره د بریدګرو او توکو د لیږد لپاره ګومارل شوي دي.

ښاغلي صالح زیاته کړه، طالبان اجازه نه ورکوي چې په لویو ښارونو کې د جنایتونو د زیاتوالي خبرونه تر پوښښ لاندې راشي، ځکه بیاڅرګنديږي، چې د سړي تښتونې ډېری پېښې د دغې ډلې د غړو په تېره بیا د استخباراتو له خوا ترسره کېږي.

د طالبانو سیاسي مرستیال: هیڅوک باید په افغانستان کې «د داعش د پیاوړتیا لپاره لابي ونه کړي»

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۵۵ GMT+۱

طالبان وايي چې د دې ډلې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د شنبې په ورځ د روژه ماتي په مراسمو کې د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له یو شمېر سفیرانو او استازو سره وکتل. مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې د داعش ځپلو د ادعا تر څنګ ویلي،‌ هیڅوک باید «د داعش د پیاوړتیا لپاره لابې ونه کړي.»

طالبانو د شنبې ماښام د (وري ۱۸مه) د ارګ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې مولوي عبدالکبیر په دغه لیدنه کې ویلي، چ‍ې داعش د افغانستان، انسانیت، سیمې او نړۍ دښمن دی او په سیمه کې او نړۍ ځینې کړۍ په افغانستان کې د داعش لپاره تبلیغات کوي.

خو نوموړي په دې اړه د کوم هېواد او ځانګړې کړۍ نوم نه دی اخیستی.

په افغانستان او سیمه کې د داعش د بریدونو د زیاتوالي له امله د امریکايي چارواکو په ګډون یو شمېر هېوادونو په «افغانستان کې مېشت داعش خراسان ډله» تر ټولو لوی ګواښ بللی دی.

خو طالب چارواکي تل ادعا کوي چې داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده.

همدارنګه د طالبانو سیاسي مرستیال په افغانستان کې د بهرنیو سیاسي استازو د شتون هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې راتلونکی کال به په کابل کې د بهرنیو ډیپلوماټانو شمېر ډیر شي.

د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د ګڼو هېوادونو ډيپلوماټان له افغانستانه ووتل، او د نږدې درېو کلنو په تېریدو سره هم کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي نه پيژندلي.

دغه طالب چارواکي وړاندې ویلي، چې طالبان له نړۍ سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو ته لیواله دي او غواړي په سیمه ییزو پروژو کې برخه اخلي.

عبدالکبیر د افغانستان ګاونډیانو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د دوی پر ضد نه کارول کیږي.

په مسکو او د ایران په څو ښارونو کې د داعش خراسان څانګې بریدونه او په ایران او ترکیه کې د داعش د غړیو د نیولو لړۍ یو ځل بیا دغې ډلې د نړۍ پام ځان ته اړولی دی.