په زابل کې د ترافیکي پېښي له امله درې کسان مړه شوي

په زابل کې د طالبانو سیمه یېز چارواکي وايي، یاده ترافیکي پېښه د کندهارـ کابل په لویه لاره په شهرصفا ولسوالۍ کې شوي ده. په پېښه کې لږ تر لږه درې تنه مړه او یو تن ټپي دی.

په زابل کې د طالبانو سیمه یېز چارواکي وايي، یاده ترافیکي پېښه د کندهارـ کابل په لویه لاره په شهرصفا ولسوالۍ کې شوي ده. په پېښه کې لږ تر لږه درې تنه مړه او یو تن ټپي دی.
د زابل ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۹مه) سهار مهال د کندهارـ کابل په لویه لاره د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ د اسحاقزو مانده په سیمه کې د باروړونکي او یو سورلۍ موټر د ټکر له امله درې تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی.
په زابل ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکې وايي، د ترافیکي پيښې له امله د مړو شویو درېیو تنو جسدونه یې د کندهار میرویس روغتون ته لېږدولي دي.
د کندهارـ کابل په لوی سړک باندې ترافیکي پېښې تر ډیره بریده د سړک د خرابوالي او د موټرچلونکو د بې غورۍ له امله کیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د روغتيايي سازمان مسوول د روغتیا د نړېوالې ورځې په مناسبت ويلي چې له ګانډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راتګ د افغانستان نازک روغتايي حالت نور هم ستونزمن کړی دی. هغه وايي، نږدې ۱۸ میلیونه افغانان په نړېوالو بشري روغتیايي مرستو پايي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان مسوول ډاکټر جمشید ټنولي د روغتیا د نړېوالې ورځې په مناسبت په یوه خپاره شوي ویډېویي پیغام کې ویلي، چې باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه مهمه موضوع ده.
نوموړی وايي په افغانستان کې میلیونونه کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري: «نږدې ۱۸میلیونه کسان په نړېوالو بشري روغتیايي مرستو پايي.»
همدارنګه ښاغلی ټنولي وايي له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو ناببره راتګ د افغانستان پر نازک ر روغتیايي سیسټم نور هم منفي اغېزې کړې دي.
ډاکټر جمشید وايي، د روغتیا نړېوال سازمان له خپلو شریکانو سره په ګډه هڅه کوي چې ټولو ماشومانو او ښځو ته په عادلانه ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د روغتیا وزارت یو شمېر کارکوونکي د دغه ډلې د روغتیا وزیر په فساد تورنوي، او خپله یو شمېر طالب چارواکي هم مني چې د روغتیا وزارت له لوري په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو ډیری پيل شوې چارې یوازې تبلیغاتي بڼه لري.
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه ۲۳۱ افغان کډوال په جبري ډول راستانه کړل شوي. دغه کډوال د ډیورنډ کرښې سپین بولدک او تورخم په لارو له پاکستانه راستانه شوي دي.
د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د یکشنبې ورځ د (وري ۱۹مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د وري ۱۸مه نېټه هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.
دغه وزارت وايي، په همدې نېټه بیا د کندهار ولایت د سپین بولدک له پاکستان څخه ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه کیږي په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.
همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي چې د وري میاشتې په ۱۸مه نیټه له پاکستانه هغه ۳۳ تنه زنداني افغان کډوال چې تازه راخوشې شوي وو هیواد ته رستانه کړل شوي.
کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.
ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.
د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.
په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.
د تېر حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر وايي، چې دغه بهیر د طالبانو د استخباراتو ۵۸ جګپوړي غړي او د دې ادارې شاوخوا شپږ زره کارکونکي پېژندلي دي. ښاغلي صالح ویلي، چې دغه ټول ۵۸ کسان په پاکستان کې روزل شوي دي.
د مخکني حکومت مرستیال په هغه یادښت کې چې په ایکس پاڼه یې خپور کړی ویلي: «د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست د مشرتابه دغه ۵۸ غړي له استثنا پرته، پخوا په پاکستان کې وو او ډېری یې هلته روزل شوي وو.»
د ښاغلي صالح په وینا، د طالبانو د استخباراتو په هغو کسانو کې چې د زرغون بهیر له لوري پېژندل شوي، داسې څېرې هم شته چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د «پاکستان پوځي استخباراتو» په مرسته د افغانستان په لویو ښارونو او په ځانګړې توګه کابل کې تر ټولو خونړي ترهګریز بریدونه پلان کړي او ترسره کړي دي.
ښاغلي صالح لیکلي چې که څه هم دغه اداره هڅه کوي چې د خپلو میتودونو په کارولو سره د سرچینو د ساتنې لپاره له پټو نومونو کار واخلي، خو د فساد، بهرني اغېز او خپلوئ پالنې له امله «سخته» زیانمنه ده. د ښاغلي صالح په وینا، د پاکستان استخباراتي اداره ایایسای د طالبانو د استخباراتو په عملیاتي څانګه کې ژور او پراخ اغېز لري.
د تېر حکومت دغه لوړپوړي چارواکي صالح، د جواد تاجمیر په نوم یو کس یاد کړی چې له شلو کلونو راهیسې یې د پاکستان په کوهاټ کې د بم جوړولو لابراتوار او ورکشاپونه لرل، او اوس د طالبانو د استخباراتو ریاست د عملیاتي مرستیال په توګه ګومارل شوی دی. د صالح په وینا، تاجمیر د طالبانو د امنیت په عمومي ریاست کې د خپلې ځانګړې څانګې مشري کوي.
د امرالله صالح د یادښت په یوه بله برخه کې راغلي چې داعش خراسان د طالبانو د عمومي امنیت په لیکو کې اغېز کړی او د دغې ادارې فاسد کسان په افغانستان کې دننه او بهر د عملیاتو لپاره د بریدګرو او توکو د لیږد لپاره ګومارل شوي دي.
ښاغلي صالح زیاته کړه، طالبان اجازه نه ورکوي چې په لویو ښارونو کې د جنایتونو د زیاتوالي خبرونه تر پوښښ لاندې راشي، ځکه بیاڅرګنديږي، چې د سړي تښتونې ډېری پېښې د دغې ډلې د غړو په تېره بیا د استخباراتو له خوا ترسره کېږي.
طالبان وايي چې د دې ډلې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د شنبې په ورځ د روژه ماتي په مراسمو کې د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له یو شمېر سفیرانو او استازو سره وکتل. مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې د داعش ځپلو د ادعا تر څنګ ویلي، هیڅوک باید «د داعش د پیاوړتیا لپاره لابې ونه کړي.»
طالبانو د شنبې ماښام د (وري ۱۸مه) د ارګ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې مولوي عبدالکبیر په دغه لیدنه کې ویلي، چې داعش د افغانستان، انسانیت، سیمې او نړۍ دښمن دی او په سیمه کې او نړۍ ځینې کړۍ په افغانستان کې د داعش لپاره تبلیغات کوي.
خو نوموړي په دې اړه د کوم هېواد او ځانګړې کړۍ نوم نه دی اخیستی.
په افغانستان او سیمه کې د داعش د بریدونو د زیاتوالي له امله د امریکايي چارواکو په ګډون یو شمېر هېوادونو په «افغانستان کې مېشت داعش خراسان ډله» تر ټولو لوی ګواښ بللی دی.
خو طالب چارواکي تل ادعا کوي چې داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده.
همدارنګه د طالبانو سیاسي مرستیال په افغانستان کې د بهرنیو سیاسي استازو د شتون هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې راتلونکی کال به په کابل کې د بهرنیو ډیپلوماټانو شمېر ډیر شي.
د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د ګڼو هېوادونو ډيپلوماټان له افغانستانه ووتل، او د نږدې درېو کلنو په تېریدو سره هم کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي نه پيژندلي.
دغه طالب چارواکي وړاندې ویلي، چې طالبان له نړۍ سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو ته لیواله دي او غواړي په سیمه ییزو پروژو کې برخه اخلي.
عبدالکبیر د افغانستان ګاونډیانو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د دوی پر ضد نه کارول کیږي.
په مسکو او د ایران په څو ښارونو کې د داعش خراسان څانګې بریدونه او په ایران او ترکیه کې د داعش د غړیو د نیولو لړۍ یو ځل بیا دغې ډلې د نړۍ پام ځان ته اړولی دی.
د ایران د لارۍ لرونکو اتحادیې ویلي، چې طالبانو د ایراني لاریو تګ راتګ "د زور په کارولو سره" محدود کړی، خو د افغانستان باروړونکي موټرې لا هم په لوړو کرایو تګ راتګ کوي.
دغې اتحادیې وویل؛ ایران د بار وړونکو لاریو په مساله کې د طالبانو پر وړاندې ډېر کمزوری دی.
د ایران د لارۍ لرونکو اتحادیې مرستیال جلال موسوي ایرنا خبري اژانس ته ویلي، چې د افغانانو لارۍ پرته له تخنیکي معایناتو او د ایراني ډیزلو د قاچاق سربیره، په اسانۍ سره د ایران له لارې بار وړي. هغه زیاته کړه، چې دغه لارې، د درون بار له امله د دوی سړکونه له منځه وړي.
ښاغلي موسوي زیاته کړه: «خو دوی په افغانستان کې د ایراني لاریو د تګ راتګ په اړه ډېره سخت شرایط لري او که یوه ایرانۍ لارۍ د هغوی له خوا ټاکل شوي شرطونه په نظر کې ونه نیسي، افغانستان ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.»
موسوي د شنبې په ورځ (د وري ۱۸مه) وويل، په ايران کې د افغان لاريو چلوونکي په اسانۍ سره په مناسبه بيه تېل اخلي او حتی افغانستان ته یې قاچاق کوي، خو له بلې خوا ایراني لاریو ته په سختو شرایطو کې تېل ورکول کیږي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان له زوره کار اخلي او په دې وروستیو کې یې د ایراني لاریو پر مخ پولې تړلې وې او د تګ راتګ اجازه یې نه ورکوله او د خراسان د لاریو لرونکو اتحادیې په دې اړه حکومت ته شکایت وکړ.
جلال موسوي د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل، چې د ایران حکومت د ایراني لاریو د ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخه کې د طالبانو د دریځ په وړاندې خورا کمزوری دی.