د ایران د لارۍ لرونکو ټولنه: طالبانو په زوره د ایراني لاریو تګ راتګ محدود کړی دی

د ایران د لارۍ لرونکو اتحادیې ویلي، چې طالبانو د ایراني لاریو تګ راتګ "د زور په کارولو سره" محدود کړی، خو د افغانستان باروړونکي موټرې لا هم په لوړو کرایو تګ راتګ کوي.

د ایران د لارۍ لرونکو اتحادیې ویلي، چې طالبانو د ایراني لاریو تګ راتګ "د زور په کارولو سره" محدود کړی، خو د افغانستان باروړونکي موټرې لا هم په لوړو کرایو تګ راتګ کوي.
دغې اتحادیې وویل؛ ایران د بار وړونکو لاریو په مساله کې د طالبانو پر وړاندې ډېر کمزوری دی.
د ایران د لارۍ لرونکو اتحادیې مرستیال جلال موسوي ایرنا خبري اژانس ته ویلي، چې د افغانانو لارۍ پرته له تخنیکي معایناتو او د ایراني ډیزلو د قاچاق سربیره، په اسانۍ سره د ایران له لارې بار وړي. هغه زیاته کړه، چې دغه لارې، د درون بار له امله د دوی سړکونه له منځه وړي.
ښاغلي موسوي زیاته کړه: «خو دوی په افغانستان کې د ایراني لاریو د تګ راتګ په اړه ډېره سخت شرایط لري او که یوه ایرانۍ لارۍ د هغوی له خوا ټاکل شوي شرطونه په نظر کې ونه نیسي، افغانستان ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.»
موسوي د شنبې په ورځ (د وري ۱۸مه) وويل، په ايران کې د افغان لاريو چلوونکي په اسانۍ سره په مناسبه بيه تېل اخلي او حتی افغانستان ته یې قاچاق کوي، خو له بلې خوا ایراني لاریو ته په سختو شرایطو کې تېل ورکول کیږي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان له زوره کار اخلي او په دې وروستیو کې یې د ایراني لاریو پر مخ پولې تړلې وې او د تګ راتګ اجازه یې نه ورکوله او د خراسان د لاریو لرونکو اتحادیې په دې اړه حکومت ته شکایت وکړ.
جلال موسوي د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل، چې د ایران حکومت د ایراني لاریو د ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخه کې د طالبانو د دریځ په وړاندې خورا کمزوری دی.