• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملي مقاومت جبهه وايي، د تخار-بدخشان پر لویه لار یې د طالبانو یو غړی وژلی دی

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۴۹ GMT+۱

د ملي مقاومت جبهه وایي، چې ځواکونو یې د جمعې په شپه (د وري۱۷مه) د تخار-بدخشان ولایتونو ترمنځ پر لویه لار د طالبانو پر یوه پوسته راکټي برید کړې. دغه جبهه په برید کې د یو طالب جنګیالي د وژل کیدو ادعا کوي.

دغه جبهه وایي، چې په دې برید کې دوه طالبان ټپیان شوي هم دي.

د مقاومت د جبهې په اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه پوسته د تخار-بدخشان پر لويه لاره د کلفګان ولسوالۍ د اق پلاق په سيمه کې موقعيت لري او دا چې په برید کې د وسله والو طالبانو يو موټر هم ويجاړ شوى دى.

طالب چارواکو لا د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د کابل او د کندهار له زندانونو تر ۵۰۰ ډیر بنديان خوشي کړي

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۱ GMT+۱

طالبانو،‌ د خپل مشر هبت الله اخونزاده په امر د کابل له پلچرخي زندان څخه هم ۴۰۶ او د کندهار له عمومي زندان څخه ۱۰۳ تنه بندیان خوشي کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندي د باختر اژانس د یو رپوټ له مخې، د کابل په بنديانوکې ٣٣٨ نارينه، ٤٠ ښځې او ٢٨ ماشومان شامل دي.

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر په وینا، په خوشې شوو بندیانو کې ۹۷ نارينه، يوه ښځه او ۵ ماشومان شامل دي.

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر نن شنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغو بندیانو د خوشي کېدو او د بند د مودې د کمیدو حکم د هبت الله اخونزاده له خوا د کوچني اختر په مناسبت صادر شوی دی.

د والي دفتر دا ندي ويلي، چې دغه کسان په کومو جرمونو په بند کې وو او څومره موده یې تیره کړې وه.

په کندهار کې د طالبانو د مرافعه محکمې مشر فضل الله عاصم له بنديانو غوښتي، چې له منفي کړونو دي لاس واخلي.

هغه زياتوي: « تاسي د اميرالمومنين د خاص ترحم له مخي خوشي يوي یی او موږ ستاسي څخه دا هیله ده، چې په راتلونکې کې له بدو کارونو څخه لاس واخلی.»

کندهار کې د طالبانو د والي دفتر کې يوې سرچينې ويلي، چې د کوچني اختر په مناسبت د هبت الله اخونزاده په امر به د هيواد له ټولو زندانونو يو شمېر بنديان خوشي شي.

د طالبانو د زندانونو ادارې نظامي مرستیال تېر کال په سلواغه مياشت کې وویل، چې دا ډله د ۲۵ بهرنیو اتباعو او شاوخوا ۸۵۰ ښځو په ګډون ۱۹ زره بندیان لري.

قزاقستان او ازبکستان د افغان- ټرانس ریل پټلۍ د پراختیا لپاره ګډ شرکت جوړوي

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د ازبکستان رسنۍ وایي، چې د قزاقستان او ازبکستان ولسمشران پر افغان- ټرانس پروژې غږیدلي او د دغې لارې د جوړولو لپاره ګډ شرکت جوړوي.

د ټرېنډ نیوز په نوم د یوې ازبکستاني رسنۍ د راپور له مخې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د جمعې په ورځ (د وري ۲۷مه) سره کتلي دي.

دواړو خواوو د قزاقستان او ازبکستان د ریل پټلۍ د چارواکو ترمنځ د ګډ شرکت د جوړولو د پلان هرکلې کړی او ویلي یې دي، چې دغه ګډه پروژه به د افغانستان د ټرانسپورټ په پراختیا کې برخه واخلي

دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز ښار څخه د افغانستان مزار شریف ښا ته ننوځي او له لوګر او پکتیا په تېرېدو سره د کورمې ایجنسۍ له لارې تر پېښوره رسېږي.

همدا راز، دواړو ولسمشرانو په سیمه کې د منځنۍ اسیا د ثبات او امنیت د تامین په اړه هم خبرې کړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت سلطان میرضیایف تېر دوبي کې هم له سوداګرو سره په کتنه کې ویلي و، چې افغانستان د یوه خوندي دهلېز په توګه دغه هېواد له سویلي اسیا سره وصلولی شي.

ازبکستان دغه هدف ته د رسېدو لپاره له افغانستان او پاکستان سره د ټرانس افغان پټلۍ پروژه په ۲۰۱۸ کال کې اعلان کړه، خو په افغانستان کې د سیاسي حالت د بدلیدو له امله یې عملي کارونه ځنډول شوي و. په ۲۰۲۲ م کال کې د دغې پروژې عملي چارې پیل شوې.

‏ ‏د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د دې پټلۍ د غزولو پروتوکول کې راغلي، چې دا کرښه به د مسافرو او سوداګریزو توکو لېږدول اسانه کړي او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي ودې په پراختیا کې به مرسته وکړي.

افغان- ټرانس ریل پټلۍ به له مزارشریف څخه کابل او له کابل څخه به ننګرهار ولایت ته وغځول شي، چې دا پټلې به له تورخمه تېریږي او د پېښور له لارې پاکستان ته لیږدول کیږي او په پای کې به د کراچۍ، ګوادر او قاسیم بندرونو ته رسیږي.

د هاشي هارا کراټې اسيايي لوبو ته افغان لوبغاړي غوره شول

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۱

په افغانستان کې د طالبانو بدني روزنې او ورزش ادارې خبر ورکړ، چې د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ يې د هاشي کراټې سيالیو پر مهال اسیايي لوبو ته افغان لوبغاړي غوره کړل. دغه سيالۍ د کابل، کاپيسا، فاریاب، بغلان او پروان ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ تر سره شوې.

د طالبانو تر واک لاندي هاشي هارا کراټې فدراسيون د شنبې په ورځ په خبرپانه کې ويلي، چې د کابل په ۵۰۰ کسيزه جمنازيوم کې يې د دغو ولايتونو د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ دغه سيالۍ یې په دريو «ځوانان، نوي ځوانان او لویان» ګروپونو کې تر سره کړې.

فدراسيون زیاتوي، چې د لویانو په ډله کې «فياض دوراندېش په منفي ۷۰ کيلوګرامه، عبدالشاکر حميدي په منفي ۶۰ کيلوګرامه او هدايت الله په ۸۰ کيلوګرامه وزنونو» او د ځوانانو په ډله کې « حسيب الله قاضي زاده په منفي ۶۵ کیلوګرامه وزن او د کاتا په برخه کې بیا مهدي احمد جویا» د اسیايي لوبو لپاره غوره شول.

هاشي هارا کراټې افغان لوبغاړي پر داسي مهال ملي لوبډلي ته غوره کيږي، چې ټاکل شوې دغه سيالي د را تلونکې مۍ مياشتي په څلورمه او پنځه نېټه د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې تر سره شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: دایکندي کې خبریال سلطان علي جوادي د طالبانو له بنده خوشی شو

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۰۱ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په دایکندي کې د نسیم راډیو پخوانی مدیر سلطان علي جوادي له ۱۳۴ ورځو وروسته د طالبانو له بنده خوشی شو. دغه مرکز د دغه خبريال نيول کېدل د افغانستان د رسنيو د قانون خلاف کار بللى او ويلي يې دي، چې له پيله يې بايد ازادي نه وای سلب شوې.

د ۱۴۰۲ کال د میزان په پنځمه د طالبانو استخباراتي ځواکونو د نسیم سیمه ییزې راډیو پر دفتر چاپه واچوله او د هغه مهال د راډیو مسوول ښاغلي جوادي په کډون د دغې رسنۍ درې خبریالان سیف الله رضايي او مجتبا قاسمي یې هم ونیول.

طالبانو په هماغه ورځ د دې راډیو دوه خبریالان خوشې کړل، خو ښاغلی جوادي په یو کال بند محکوم کړ.

د معلوماتو له مخې، طالبانو د رادیو پخوانی مدیر نسیم د دې ډلې پر ضد په تبلیغاتو او بهرنیو هېوادونو ته په جاسوسۍ تورن کړی و.

که څه هم ښاغلی جوادي د طالبانو په زندان کې له ۱۳۴ ورځو تېرولو وروسته خوشې شو، خو د نسیم راډیو خپرونې له پنځو میاشتو بندېدو وروسته بېرته پیل شوې.

د دې محلي راډیو د خپرونو د بیا پیلولو یو بل شرط د طالبانو د رسنیو د قوانینو د رعایت ژمنه وه.

طالبان: د کوچني اختر په مناسبت مو د کابل له پلچرخي زندان تر ۴۰۰ زيات بندیان خوشي کړل

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۴۴ GMT+۱

د طالبانو په واک کې د باختر اژانس د خبر له مخې، د دغې ډلې د مشر هبت الله اخونزاده په امر د کابل له پلچرخي زندان ۴۰۶ تنه بندیان خوشي شول. باختر اژانس د شنبې په ورځ په خپله يوه خبر کې ليکلي، چې په دغو بنديانوکې ٣٣٨ نارينه، ٤٠ ښځې او ٢٨ ماشومان شامل دي.

دا لا معلومه نه ده، چې دغه کسان په کومو جرمونو بندیان وو او څومره موده یې په زندان کې تیره کړې وه.

باختر اژانس په خپل راپور کې ليکلي دي، چې د کوچني اختر په مناسبت د دغو بنديانو د خوشي کولو حکم د هبت الله اخونزاده له خوا صادر شوى دى.

د طالبانو د زندانونو ادارې نظامي مرستیال تېر کال په سلواغه مياشت کې وویل، چې دا ډله د ۲۵ بهرنیو اتباعو او شاوخوا ۸۵۰ ښځو په ګډون ۱۹ زره بندیان لري.