• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هاشي هارا کراټې اسيايي لوبو ته افغان لوبغاړي غوره شول

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۱

په افغانستان کې د طالبانو بدني روزنې او ورزش ادارې خبر ورکړ، چې د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ يې د هاشي کراټې سيالیو پر مهال اسیايي لوبو ته افغان لوبغاړي غوره کړل. دغه سيالۍ د کابل، کاپيسا، فاریاب، بغلان او پروان ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ تر سره شوې.

د طالبانو تر واک لاندي هاشي هارا کراټې فدراسيون د شنبې په ورځ په خبرپانه کې ويلي، چې د کابل په ۵۰۰ کسيزه جمنازيوم کې يې د دغو ولايتونو د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ دغه سيالۍ یې په دريو «ځوانان، نوي ځوانان او لویان» ګروپونو کې تر سره کړې.

فدراسيون زیاتوي، چې د لویانو په ډله کې «فياض دوراندېش په منفي ۷۰ کيلوګرامه، عبدالشاکر حميدي په منفي ۶۰ کيلوګرامه او هدايت الله په ۸۰ کيلوګرامه وزنونو» او د ځوانانو په ډله کې « حسيب الله قاضي زاده په منفي ۶۵ کیلوګرامه وزن او د کاتا په برخه کې بیا مهدي احمد جویا» د اسیايي لوبو لپاره غوره شول.

هاشي هارا کراټې افغان لوبغاړي پر داسي مهال ملي لوبډلي ته غوره کيږي، چې ټاکل شوې دغه سيالي د را تلونکې مۍ مياشتي په څلورمه او پنځه نېټه د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې تر سره شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د خبریالانو مرکز: دایکندي کې خبریال سلطان علي جوادي د طالبانو له بنده خوشی شو

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۰۱ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په دایکندي کې د نسیم راډیو پخوانی مدیر سلطان علي جوادي له ۱۳۴ ورځو وروسته د طالبانو له بنده خوشی شو. دغه مرکز د دغه خبريال نيول کېدل د افغانستان د رسنيو د قانون خلاف کار بللى او ويلي يې دي، چې له پيله يې بايد ازادي نه وای سلب شوې.

د ۱۴۰۲ کال د میزان په پنځمه د طالبانو استخباراتي ځواکونو د نسیم سیمه ییزې راډیو پر دفتر چاپه واچوله او د هغه مهال د راډیو مسوول ښاغلي جوادي په کډون د دغې رسنۍ درې خبریالان سیف الله رضايي او مجتبا قاسمي یې هم ونیول.

طالبانو په هماغه ورځ د دې راډیو دوه خبریالان خوشې کړل، خو ښاغلی جوادي په یو کال بند محکوم کړ.

د معلوماتو له مخې، طالبانو د رادیو پخوانی مدیر نسیم د دې ډلې پر ضد په تبلیغاتو او بهرنیو هېوادونو ته په جاسوسۍ تورن کړی و.

که څه هم ښاغلی جوادي د طالبانو په زندان کې له ۱۳۴ ورځو تېرولو وروسته خوشې شو، خو د نسیم راډیو خپرونې له پنځو میاشتو بندېدو وروسته بېرته پیل شوې.

د دې محلي راډیو د خپرونو د بیا پیلولو یو بل شرط د طالبانو د رسنیو د قوانینو د رعایت ژمنه وه.

طالبان: د کوچني اختر په مناسبت مو د کابل له پلچرخي زندان تر ۴۰۰ زيات بندیان خوشي کړل

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۴۴ GMT+۱

د طالبانو په واک کې د باختر اژانس د خبر له مخې، د دغې ډلې د مشر هبت الله اخونزاده په امر د کابل له پلچرخي زندان ۴۰۶ تنه بندیان خوشي شول. باختر اژانس د شنبې په ورځ په خپله يوه خبر کې ليکلي، چې په دغو بنديانوکې ٣٣٨ نارينه، ٤٠ ښځې او ٢٨ ماشومان شامل دي.

دا لا معلومه نه ده، چې دغه کسان په کومو جرمونو بندیان وو او څومره موده یې په زندان کې تیره کړې وه.

باختر اژانس په خپل راپور کې ليکلي دي، چې د کوچني اختر په مناسبت د دغو بنديانو د خوشي کولو حکم د هبت الله اخونزاده له خوا صادر شوى دى.

د طالبانو د زندانونو ادارې نظامي مرستیال تېر کال په سلواغه مياشت کې وویل، چې دا ډله د ۲۵ بهرنیو اتباعو او شاوخوا ۸۵۰ ښځو په ګډون ۱۹ زره بندیان لري.

طالبانو په یوه میاشت کې د بې کیفیته تېلو تر ۲۴۳ کانتینر ایران ته ور ګرځولي

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د سټنډرډ ادارې د اعلامیو له مخې، په نژدې یوه مياشت کې يې د نیمروز او فراه ولايتونو پر پوله ایران ته د بې کيفيته تیلو تر ۲۴۳ کانټنر ورګرځولي دي. دغه اداره سوداګرو ته خبرداری ور کوي چې د بې کيفيته سونتوکو له واردولو دې ډډه وکړي.

افغانستان انټرانشنل – پښتو د طالبانو د سټنډر ادارې له اېکس پاڼې د مارچ مياشتي له ۴څخه تر اپريل تر ۴ نېټې د بې کيفته تيلو د هغو ټانکرانو ارقام راټول کړي، چې د فراه د شيخ ابونصر فراهي او د نميورز پولو له لاري ایران ته ګرځول شوي دي.

د طالبانو د سټنډر ادارې د شمېرو له مخې په نږدې یوه میاشت کې یې د بې کيفته تيلو ۱۳۸ د ټانکران د فراه ولایت له شيخ ابونصر فراهي بندر له لاري او ۱۰۵ ټانکره د نيمورز له ورېښم پول ایران ته بيرته ګرځولي دي.

دغه ادارې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د حیرتان پولې له لاري يې څه باندي ۲۱ ټنه کيلوګرامه ګاز ازبکستان او د هرات د تورغنډۍ له لاري يې هم ۶ ټانکره بې کيفیته تيل ترکمنستان ته ګرځولي دي.

د طالبانو سټنډر اداره زياتوي، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې يې د ټولو بندرونو له لاري ۹۵ زره ۷۸۴ ټانکره نفتي توکي تثبیت کړي، چې له جملې څخه يې ۳۰۴۲ ټانکره بې کيفيته او اړوندو هيوادونو ته ګرځول شوي دي.

د طالبانو دغه اداره ټولو سوداګرو ته خبردارۍ ورکوي، چې د بې کيفيته سونتوکو له راوړلو دې ډډه وکړي، کنه له جدي چلند سره به مخ شي.

د دوی په خبره، په دې برخه کې څار جدي دی او هيچاته به اجازه ورنه کړي، چې د دوی د اصولو خلاف څه وارد کړي.

که څه هم د نورم او سټنډرډ اداره تل د بې کیفیته توکو واردوونکو سره د قانوني چلند ګواښ کوي، خو تر اوسه یې داسې کوم معلومات نه دي خپاره کړي، چې افغانستان ته د بې کیفیته سونتوکو له واردوونکو یې څوک نیولي وي.
تر دې وړاندې ایراني چارواکو د افغانستان په سرحدي ادارو کې د تېلو د کیفیت د معلومولو معیارونه د پوښتنې وړ بللي وو.
ایراني چارواکو ویلي وو، چې طالبان د کیفیت معلومولو ماشینونو پر بنسټ نه؛ بلکې په خپل زړه او خپله خوښه ورته معیارونه ټاکي.

د ایران رسنیو او چارواکو کله کله دا هم ویلي چې دغه هېواد افغانستان ته سونتوکي نه صادروي.

خو د ایران د سونتوکو صادروونکو اتحادیې مشر حمید حسیني په تېر جون کې منلې وه، چې افغانستان ته د ایران صادرېدونکي سونتوکي هم ځینې وخت په معیار برابر نه وي.

د هغه په خبره؛ همدې نیمګړتیا ته په پام اوس افغانستان او عراق د اړتیا وړ سونتوکي په لوړ معیار له ازبکستان او روسیې اخلي او ایران په دې برخه کې خپل بازار بایلي.

په کندهار کې ملایان له ملا هبت الله غواړي چې د جهادي مدرسو لپاره امتیازونه ډېر کړي

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۳۴ GMT+۱

د کندهار ولایت مقام کې د پروني روژماتي پرمهال ځینې ملایانو د طالبانو له والي وغوښتل، چې مشر یې په دغه ولایت کې د جهادي مدرسو زدکوونکو ته امتیازیات او اسانتیاوې ډېرې کړي. دوی په ولسي او نظامي برخه کې د ملایانو د داسې شوراوو جوړېدل هم غواړي چې د ولس ستونزې تر ملا هبت الله ورسوي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پرون ملا شیرین د ولایت مقام کې د دیني مدرسو مسوولینو او د جوماتونو ملا امامانو ته روژه ماتی برابر کړی و.

په روژه ماتي کې دغو ملایانو د کندهار له والي سره خپل نظرونه او مشورې شریکې کړې.

د سرچینو په خبره، په دغه ناسته کې د کندهار د جهادي مدرسو د مسوولینو له ډلې «د حاکميه دارالعلوم ناظم شيخ الحديث مولوي ابوالمغفور, د حماديه دارالعلوم مولوي عبدالهادي حماد او د کندهار ولايت د جامعة الحق اسلاميه مدرسې ناظم شيخ الحديث مولوي محمد مجاهد خبرې وکړې.»

دوی په خپلو خبرو کې لومړی غوښتنه وکړه، چې د مدارسو او جهاديه دارالعلومو طالب العلمان مجاهدينو ته بايد د هغوی د جهادي سابقې تر څنګ هغوی ته د درس وخت ورکړل شی.

د دوی دوهمه غوښتنه دا وه، چې د طالب العلمان مجاهدينو سره دي نسبتا تر نورو مجاهدينو په مالي برخه کې ډېر امداد وسي.

درېمه غوښتنه دا وه، چې د شيخو کرامو, علمايي کرامو او مجاهدينو لپاره دي د الکترونکي تذکرو ترلاسه کولو په برخه کي پوره اسانتياوي رامنځ ته سي ځکه د هغوی د مسؤليت درجې ته په کتلو د هغوی پر ذيمه مسوليتونه زيات دي او يا دي د هغوي لپاره مرکزونه جلا سي او يا دي د هغوی د خداماتو ورځي چي اوس مهال د جمعې شپه (پنجشنبه) ده دوو ورځو ته تبديل سي ترڅو د هغوی مشکلاتو ته رسېده ګي وشي.

د طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال په جون کې په هر ولایت کې د جهادي مدرسو غوښتنه وکړه چې له پنځوسوو او تر زرو شاګردان به لري او د هر شاګرد ورځنۍ خرڅه به ۱۵۰ افغانۍ وي.

دوی د امتیازاتو زیاتولو غوښتنه په داسې مهال کوي چې د دې مدرسو د ملایانو تنخا هم د ښوونځیو له استادانو څو برابره زیاته ده او ان د یوه اشپږ تنخا یې د یوه ښوونکي د تنخا دوه برابره ده.

د دغو ملایانو څلورمه غوښتنه دا وه، چې د امنتي تصفيې پر مهال دي ټاکل شوي هیت ته هدايت وسي ترڅو د مجاهدينو سره نرمي او ښه چلند وکړي او د هغوی سابقه جهاد ته سپکاوی ونه کړي.

د دوی پنځمه غوښتنه دا وه، چې په ولسي او نظامي چارو کي بايد «د شيخو او علمایی کرامو ځانګړي شورا ګاني جوړي شي، ترڅو ولس د همدغو علمايي کرامو شوراه ګانو له لاري خپل مشکلات تر اميرالمونين ورسوي.»

د دوی شپږمه او اخري غوښتنه دا وه، چې د عارضو په برخه کي دي د عامو خلکو سره ښه چلند وشي او د هغوی عارضې دې هغوی ته پر وخت سپارل کېږي.

په کندهار کې د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې د ناستې په پای کې او روژه ماتي وروسته د طالبانو د کندهار والي ملا شیرین دیني عالمانو ته ډاډ ورکړ، چې غږ یې تر ملا هبت الله اخونزاده رسوی.

نوموړي دغو ملایانو ته ددې ډلې د مشر ملا هبت الله لخوا اختري په نوم ۲۰۰۰۰ افغانۍ ډالۍ په توګه ورکړې.

له ایران سره د نیمروز لار له دریو ورځو راهیسې بنده ده

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۱ GMT+۱

د نیمروز لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، له تېرو و دريو ورځو راهيسي له ایران سره د ورېښم پل لار د ایراني پوله ساتو له لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده شوې. په ورته مهال سرچینې وايي، لار له هغه وروسته وتړل شوه چې د افغان موټروان تر وهلو وروسته طالبانو ایرانی پوله ساتی ونیو.

د نيمروز لپاره د طالبانو د والي ویاند رحیم الله ساجد تېره پنجشنبه خپل اېکس کې ولیکل، چې له ایران سره لار تر څو ساعتونو بندېدو وروسته پرانیستل شوه.

هغه مهال ایراني رسنیو هم وویل، چې دا لار څو ساعته تړلې وه او بېرته پرانیستل شوه.

دواړو لورو د دې لارې د تړل کېدو په هکله څه نه و ویلي، خو نن ښاغلی ساجد له رسنیو سره په خبرو کې وايي، لار لا هم تړلې ده او د پرانیستو لپاره یې له مقابل لوري سره په خبرو بوخت دي.

د لارې د بندېدو د لامل په هکله د نيمروز لپاره د طالبانو امنيه قومندانۍ ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ويلي، چې ایراني پوله ساتو ځواکونو یو افغان موټروان وهلی او بيا طالبانو هم هغه ایراني سرحدي پوليس ونیو او ور سره لار بنده شوه.

دا سرچینې وايي، طالبانو له څو ګړیو وروسته دا ایرانی خوشی کړ، خو لار لا هم بنده ده.

په دا مهال ځینې ایرانۍ رسنۍ وايي، چې افغانستان ته د تومنو د قاچاق په تور پنځه

له بلې خوا د ایران د لاریو ټولنې مرستیال مشر د دغه هېواد له ایلنا خبري اژانس سره په خبرو کې نن ویلي، چې طالبانو له څو ورځو راهیسې د ایراني موټورانانو ته له پولې د تېرېدو اجازه نه ور کوله.

هغه دا نه دي ویلي چې لار پرانیستل شوې که نه خو زیاتوي «ایراني ډرایورانو په دې هکله حکومت ته هم شکایت کړی، خو په مقابل کې د طالبانو ځواب ډېر کمزوری دی.»

هغه دا نه دي ویلي چې د طالبانو غبرګون یا ځواب ولې کمزوری دی.

ښاغلی موسوي طالبان له ایراني موټروانانو سره په بدماشۍ تورنوي.

له دې سره هممهاله ایرانۍ رسنیو په نیمروز کې د پنځو ایرانیانو د نیولو خبر ور کړی دی.

په نیمروز کې سرچینې وايي، دا ایرانیان افغانستان ته د تومنو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د دوی په خبره، له دې هر ایراني سره سل سل میلیونه تومن نیول شوي دي.