• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ایران سره د نیمروز لار له دریو ورځو راهیسې بنده ده

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۱ GMT+۱

د نیمروز لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، له تېرو و دريو ورځو راهيسي له ایران سره د ورېښم پل لار د ایراني پوله ساتو له لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده شوې. په ورته مهال سرچینې وايي، لار له هغه وروسته وتړل شوه چې د افغان موټروان تر وهلو وروسته طالبانو ایرانی پوله ساتی ونیو.

د نيمروز لپاره د طالبانو د والي ویاند رحیم الله ساجد تېره پنجشنبه خپل اېکس کې ولیکل، چې له ایران سره لار تر څو ساعتونو بندېدو وروسته پرانیستل شوه.

هغه مهال ایراني رسنیو هم وویل، چې دا لار څو ساعته تړلې وه او بېرته پرانیستل شوه.

دواړو لورو د دې لارې د تړل کېدو په هکله څه نه و ویلي، خو نن ښاغلی ساجد له رسنیو سره په خبرو کې وايي، لار لا هم تړلې ده او د پرانیستو لپاره یې له مقابل لوري سره په خبرو بوخت دي.

د لارې د بندېدو د لامل په هکله د نيمروز لپاره د طالبانو امنيه قومندانۍ ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ويلي، چې ایراني پوله ساتو ځواکونو یو افغان موټروان وهلی او بيا طالبانو هم هغه ایراني سرحدي پوليس ونیو او ور سره لار بنده شوه.

دا سرچینې وايي، طالبانو له څو ګړیو وروسته دا ایرانی خوشی کړ، خو لار لا هم بنده ده.

په دا مهال ځینې ایرانۍ رسنۍ وايي، چې افغانستان ته د تومنو د قاچاق په تور پنځه

له بلې خوا د ایران د لاریو ټولنې مرستیال مشر د دغه هېواد له ایلنا خبري اژانس سره په خبرو کې نن ویلي، چې طالبانو له څو ورځو راهیسې د ایراني موټورانانو ته له پولې د تېرېدو اجازه نه ور کوله.

هغه دا نه دي ویلي چې لار پرانیستل شوې که نه خو زیاتوي «ایراني ډرایورانو په دې هکله حکومت ته هم شکایت کړی، خو په مقابل کې د طالبانو ځواب ډېر کمزوری دی.»

هغه دا نه دي ویلي چې د طالبانو غبرګون یا ځواب ولې کمزوری دی.

ښاغلی موسوي طالبان له ایراني موټروانانو سره په بدماشۍ تورنوي.

له دې سره هممهاله ایرانۍ رسنیو په نیمروز کې د پنځو ایرانیانو د نیولو خبر ور کړی دی.

په نیمروز کې سرچینې وايي، دا ایرانیان افغانستان ته د تومنو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د دوی په خبره، له دې هر ایراني سره سل سل میلیونه تومن نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ځانګړی راپور؛ طالبانو اندېښنه ښودلې چې ښايي داعش کندهار کې د اختر لمونځ په نښه کړي

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۳ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې طالبانو پرون کندهار کې په امنیتي غونډه کې د استخباراتي راپورونو له مخې اندېښنه ښودلې، چې ښايي داعش په دغه ولایت کې د دې ډلې د مشر په امامت د اختر لمونځ په نښه کړي. طالب چارواکو ویلي د اختر په شپه به د لمونځ ځای ټآکل کېږي.

د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د امنیتي غونډې د پلان جزیات افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي دي.

په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د اختر لمونځ لپاره په ټاکل شویو جوماتونو کې د اختر لمانځه پرمهال پوره امنیت ټینک او استخباراتي څارنه زیاته شي.

د معلومات پر بنسټ ، د اختر لمونځ ادا کولو لپاره د طالبانو مشر ملا هبت الله ته دوه ځایونه په نظر کې نیول شوي دي، چې یو یې د کندهار ښار د یولسمې او بل یې نهمه امنیتي حوزه کې حضرت محمد جامع جومات او د کندهار مرکزي عیدګاه جامع جومات دی. خو په ناسته کې ویل شوي چې په دې هکله پرېکړه به د اختر په شپه د ملا هبت الله اخوندزاده د امنیتي کسانو لخوا کیږي.

د طالبانو په دغه امنیتي ناسته کې اندېښنه ښودل شوې، چې د کندهار په مرکزي لویه عیدګاه او د طالبانو بنسټګر ملا عمر په جامع جوماتونو کې په تېرو اخترونو کې پرله پسې د ملا هبت الله د اختریز لمنځونو امامت شوی او دا ځل ممکن په دغه ځای کې امنیتي پېښه رامنځته شي.

د اختر امنیتي پلان د جوړېدو پرمهال د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې ده، چې د اختر په شپو او ورځو کې د کندهار ښار ټولو برخو کې د اسختباراتو ریاست اړوند کسان د عامو خلکو کې په منځ کې تیت شي، ترڅو دوښمن هدف ته له راسېدو وړاندې له منځه یووړل شي.

د طالبانو په دغه غونډه کې ویل شوي، چې «داعیشي خوراجو» یو ځل بیا په ولس کې ځای نیولی.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په غونډه کې د طالبانو د نظامي محکمې له مسوولینو څه غوښتنه شوې، چې د کندهار مرکزي زندان د مسوولینو په ملتیا د اختر په ورځو کې د زندان امنیت ته زیاته توجو وکړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مخې ته راځي، چې د داعش خراسان څانګې په کندهار کې د نوي کابل بانګ مخې ته په خپل وروستي ځانمرګي برید کې ۴۳ تنه ووژل او شاوخوا ۴۵ ټپيان کړل.

کندهار کې د نوي کابل بانګ مخې ته د برید پر مهال د طالبانو د امنیتي ادارو کسان د تنخا اخیستو ته کتار شوي وو.

اسټرالیایي رسنۍ: طالبانو د هیرویینو پر ځای د مټ امفتامینو تولید ته زور ورکړی

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۰۵ GMT+۱

اسټرالیایي اونیزې سټردې پېپر لیکلي، طالبانو له هغې وروسته چې د کوکنارو پر کر بندیز ولګاوه؛ نو د هیرویینو پر ځای یې د مټ امفتامینو تولید او قاچاقو ته زور ورکړی. د راپور په لیکنه، مټ امفتامین (ښیښه) له افغانستانه د اسټرالیا تر بازارونو رسېږي.

په راپور کې راغلي، د هیرویینو پر ځای د مټ امفتامینو کارول او قاچاق پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې پیل شوی و.

د نشه‌یي توکو سره د مبارزې د یوه نړۍوال اژانس کارپوه سټر دې پېپر ته ویلي، چې په لومړیو کې طالبانو د هیرویینو او مټ امفتامینو یوه، یوه کڅوړه خپلو پېریدونکو ته په وړیا توګه ورکوله، چې هغوی له دغې مادې سره بلد کړي.

دغه کارپوه وايي:« هغوی تاسو ته سل کیلو هیرویین دراستوي او پنځه کیلو مټ امفتامین په وړیا توګه په هغو ورزیاتوي.»

د هغه په وینا، له دې کار څخه موخه په لومړیو کې د پېریدونکو ورجلبول ښودل شوي.

د دغه راپور پر بنسټ د مټ امفتامینو پر لور تګ طالبانو ته دا امکان وربخښي، چې «د هیرویینو خپله ستره امپراتوري د ګټې وټې په سترې سوداګرۍ او خطرناکې او مرګونې» کاروبار بدله کړې او له مخې یې په افغانستان کې خپلې واګې نورې هم ټینګې کړې دي.

په راپور کې د یوه فرمان پر بنسټ د کوکنارو د کرلو منعه کېدل هم «د دغې ډلې د تکلارې یوه برخه» بلل شوې؛ ځکه چې دغه سپارښتنه د اوومو تریاکو سترې زېرمې «چې داسې ښکاري، د دغې ډلې د مشرانو په واک کې دي»، د نشه‌یي توکو بیې لوړې کړې دي.

سټر ډې پېپر لیکلي، چې دغه زېرمې به په راتلونکو کلونو کې هم کمې نه شي.

دغې اونیزې لیکلي، په داسې حال کې چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو پر کر بندیز لګولی؛ خو دغه فرمان د یو کال په ترڅ کې پلی نه شو او د نشه‌یي توکو کاروباریانو د خپلو زېرمو او تولید لپاره ډېر وخت په واک کې لاره.

د دغه راپور له مخې، په همدې موده کې طالبانو د مفت امفتامینو پر تولید خپله پاملرنه زیاته کړه او خپلو محصولاتو ته یې بدلون ورکړ.

دغې رسنۍ لیکلي، چې د کارپوهانو په باور او د شواهدو پر بنسټ د مټ امفتامینو تولید «به طالبان په بې کچې توګه شتمن کړي او د هغوی په ځواکمنولو سره به مرسته وکړي او ورسره به لسګونه ترهګریز او جهادي تنظیمونه چې دا مهال په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړه برخمن دي د مالي پلوه تامین کړي.»

په راپور کې د بېلګې په توګه په افغانستان کې د یو کیلو هیرویینو بیه چې د فرمان تر صادرولو وړاندې ۲۵۰ زره ډالره ښودل شوې، په همدې حال کې همدغه اندازه مټ امفتامینو بیه ۷۰۰ زرو ډالرو ته رسېده.

طالبانو تر دې مهاله د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد ادارې د ۱۴۰۲ کال د وږي په میاشت کې ویلي و، چې له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته د نشه‌یي توکي کرستال په قاچاقو کې ۱۲ برابره زیاتوالی راغلی.

د دغه راپور له مخې، د دغه توکي کچه په ۲۰۱۷ کال کې ۲.۵ ټنه ښودل شوې وه چې بیا په ۲۰۲۱ کال کې دغه کچه ۲۹.۷ ټنو ته لوړه شوه.

تر دې وړاندې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د ایران د مبارزې مشر ویلي، چې په افغانستان کې د مت امفتامینو د تولید کچه ورځې تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.

د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې یوځلې بیا د شرعي حدودو پر نافذولو ټینګار کړی

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د ډلې مشر په خپل اختریز پیغام کې یو ځلې بیا د شرعي حدودو پر پلې کولو ټینګار کړی او هغه یې د ظلم په مخنیوي کې د مظلومانو د ملاتړ غوره بېلګه یاده کړې ده.

هغه دا رنګه په افغانستان کې د امربالمعروف وزارت په ترسره شویو چارو خوښي ښکاره کړې او هغه یې له منکراتو څخه د مخنیوي او نیکو چارو ته د خلکو د هڅونې لپاره ښه مثال بللی او نورو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته یې هم د دغه وزارت د څانګو او د عالمانو د شوراګانو په پراخولو ټینګار کړی.
ملا هبت الله په دغه اختریز پیغام کې د افغانستان د خلکو اوسني بد اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره ویلي، چې دوی د اسلامي شریعت په اډانه کې داسې تګلارې په پام کې لري چې خلک وتوانېږي پر خپل مټ ځانته حلاله روزي پیدا کړي؛ خو په دې اړه یې زیات معلومات نه دي ورکړي.

هغه همدومره ویلي، داسې عام المنفعه شرکتونه به رامنځته کړي چې خلکو ته د نفقې برابرولو زمینه برابره شي؛ خو دا چې دغه شرکتونه به څوک، څنګه او کله جوړوي په دې اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.
ملا هبت الله په دغه اختریز پیغام کې له نړۍوالو سره د ښو اړیکو په اړه هم رڼا اچولې او ویلي یې دي، چې د سیمې له ټولو هېوادونو سره د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې پرمخ ځي، له ټولو هېوادونو سره ښې سفارتي او اقتصادي اړیکې غواړي او له هغوی یې هم غوښتنه دا ده، چې د همکاریو په روحیه ولاړه تګلاره ورسره خپله کړي.
ملا هبت الله په دغه پیغام کې د فلسطین موضوع ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې: د فلسطین قضیه د ټول اسلامي امت قضیه ده. موږ پر غزه باندې اسرایيلي تجاوز او اشغال یوځل بیا په کلکه غندو، له ټولو اسلامي هېوادونو حتی له ټولې نړۍ څخه غواړو، چې ژر تر ژره دې د اسراییلي اشغالګرو د ظلم مخه ونیسي.
هغه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه لګول شوی بندیز د خپلو لاسته راوړنو په سر کې یاد کړی او ډاډ یې څرګند کړی، چې نور به افغانستان د تل لپاره له دغه بوټي پاک شي.
نوموړي د دغه اوږد اختریز پیغام په پای کې طالبانو ته ۱۷ سپارښتنې هم کړې دي.

هغه له طالبانو غوښتي، چې د شریعت په نافذولو کې دې رغنده ونډه واخلي، له خلکو سره دې ښه چال چلند وکړي، بې‌ګناه خلک دې نه ازاروي، پر څوکیو د ګومارلو پر مهال دې نه خوشالیږي او په لرې کولو دې نه خپه کېږي، د خلکو د چوپړ لپاره دې هر مهال چمتو واوسي او له تېرو نظامونو دې عبرت واخلي، چې وایي هیڅ نظام په ظلمونو پایښت نه شي موندلی.
خو په ټول دغه اوږده پیغام کې ملا هبت الله د زده‌کړو په اړه لږ تم شوی او ویلي یې دي، چې د پوهنې وزارت په اډانه کې د عصري او دیني علومو لپاره ستر تشکیلات جوړ شوي او د یتیمانو د زده‌کړو په اړه یې د چارواکو د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې.
نوموړي د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو کار کولو ته هیڅ ډول اشاره نه ده کړې او له دغو برخو څه نا څه په څنګ تېر شوی.
د افغانستان ګڼ خلک په تېره بیا نجونې او مېرمنې هر کال په دغسې مناسبتي ورځو کې د ښو خبرونو او نویو زېرو په تمه وي؛ خو تر اوسه یې داسې کوم نوی زېری نه دی اورېدلی، چې د هغوی زړونه پرې اوبه وڅښي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پنځه تنه د 'کال د غوره خبریالانو' په توګه ونومول

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۲۷ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز پنځه تنه خبریالان د ۱۴۰۲ کال « د غوره خبریالانو» په توګه نومولي دي. د رخشانې رسنۍ څخه طاهر احمدي، له طلوع‌نیوز څخه فریدالله محمدي، میترا مجیدي او نصیراحمد صالحي او د هشت صبح ورځپاڼې څخه امین کاوه د سږني کال د جایزو ګټونکي اعلان شوي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه مرکز د جمعې په ورځ د (وري ۱۷مه) د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د «کال د غوره خبریال» جایزه اعلان کړه.

د دغه مرکز اجرایوي مشر احمد قریشي ویلي، چې په دغو سیالیو کې له ۴۰ زیاتو ملي او سیمه‌ییزو رسنیو برخه لرله.

د ښاغلي قریشي په وینا، د ارزولو پلاوي د ګډونوالو ټول راپورونه ارزولي او تر ارزولو وروسته یې په ګډه پرېکړه کړې.

هغه زیاته کړه، چې دغو سیالیو ته د نوماندو راپورونو په ډله کې د هشت صبح ورځپاڼې د خبریال امین کاوه راپور چې د عزیزي بانک د مشر او د بانک د یوه پېرېدونکي تر منځ د ولاړې شوې لانجې پر سر جوړ شوی و او دا رنګه د رخشانې رسنۍ د خبریال طاهر احمدي راپور چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو په اړه جوړ کړی و جایزې ترلاسه کړې.

د دغې جایزې نور ګټونکي د طلوع‌نیوز خبریالې میترا مجیدي راپور چې د ماشومانو پر کار کولو یې جوړ کړی و، د دغې شبکې د بل خبریال نصیر احمد صالحي راپور چې په فراه ولایت کې یې د اوبو د کمي په اړه و او د فرید الله محمدي مرکه د دغو جایزو ګټونکې شوه.

په افغانستان کې د کال د غوره خبریال جایزه د تېرو لسو کالو را په دې خوا د خبریال د ملي ورځې په ویاړ ورکول کېږي. تېر کال د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي هم ورته جایزه ګټلې وه.

په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ په تېرو درېیو کالو کې د طالبانو تر سخت سانسور او بندیزونو لاندې کار کوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره پر دوی نوي بندیزونه لګول کېږي، خبریالان ځورول کېږي او ان د زندانونو د تورو تمبو تر شا استول کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو په سلګونو فعالانو د افغان کډوالو د ویستلو دوهم پړاو وغنده

۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۰۴ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو څه باندې ۳۰۰ فعالانو، مدني ټولنو، د پوهنتونونو استادانو او مدافع وکیلانو له دغه هیواده د افغان کډوالو د ویستلو د دویم پړاو په اړه د پاکستان پرېکړه وغندله. دغو فعالانو د کډوالو په اړه د پاکستان د حکومت پریکړه "غیر انساني او غیر قانوني" بللې ده.

دغو فعالانو د جمعې په ورځ، د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د افغان کډوالو د ویستلو د دويم پړاو پيل د پاکستان د اساسي قانون خلاف او له يو شمېر نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه بللې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان حکومت د هغو ۸۰۰ زره افغان کډوالو نوملړ چمتو کړی، چې د کډوالۍ کارتونه لري او ټاکل شوې چې د وري میاشتې له ۲۷ نیټې وروسته یې په دوو اونیو کې له پاکستانه وباسي.

دغو فعالانو ویلي، چې د پاکستان سترې محکمې ته یې د افغان کډوالو د ناقانونه ویستلو د مخنیوي په خاطر مراجعه کړې، خو دغه محکمه چوپه خوله پاتې شوې ده.

دغو فعالانو ویلي، که څه هم پاکستان د کډوالو په اړه څو نړیوال کنوانسیونونه لاسلیک کړي، خو له خپلو نړیوالو مکلفیتونو یې اوږه خالې کړې ده.

دغه اعلامیه د ۳۱۳ پاکستاني فعالانو له خوا لاسلیک شوې ده. دوی د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر د بندیدو غوښتنه کړې او ویلي‌ یې دي، چې په دې اړه باید محکمه پریکړه وکړي.

په دغه هیواد کې د ناامنیو د زیاتیدو له امله د پاکستان پخواني او موقت حکومت د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړه. اوس د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف حکومت د وري په ۲۷مه د افغان ګډوالو د ویستلو دوهم پړاو پیلوي.

د کډوالو د ویستلو په لومړي پړاو کې، پاکستان تر ۵۰۰ زره ډېر افغان کډوال له خپل هیواده افغانستان ته ستانه کړي وو.