د طالبانو د عدلیې وزارت پرون پر سیاسي ګوندونو د بندیز په ټینګار سره اعلان وکړ، چې د ګوند په نوم سیاسي فعالیت په افغانستان کې «غیر قانوني او شرعي» دی.
د طالبانو دغه وزارت سیاسي فعالانو ته خبرداری ورکړی، چې که ګوندونه خپل فعالیتونه تکرار کړي، دوی به له سرغړونکو سره "قانوني" چلند وکړي.
طالبانو واکمنېدو سره د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز ولګاوه او د دې ډلې د عدلیې په وزارت کې د سیاسي ګوندونو د ثبت دفتر لغوه او د دغه وزارت له ادارې څخه وایستل شو.
دغه وزارت وايي، پر سیاسي ګوندونو له بندیز سره سره په دې وروستیو کې د سیاسي ګوندونو یو شمېر چارواکو "د خپلو لغوه شویو ګوندونو له ادرسونو څخه دریځ نیولی او حرکتونه یې کړي دي."
په اعلامیه کې راغلي: "د عدلیې وزارت په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت غیر قانوني بولي او خبرداری ورکوي چې د دغه ډول کړنو د تکرار په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني او د شرعي احکامو مطابق چلند وکړي."
د طالبانو د عدلیې وزارت له رسمي خبرداري څو ساعته وروسته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي اړوند تبلیغاتي پاڼو د دغه ګوند د مشر عکسونه خپاره کړل، چې پکې له حکمتیار سره د هغه میلمانه په خپل نوي کور کې لیدل کېږي.
په دې عکسونو کې لیدل کېږي، چې ښاغلي حکمتیار په مېلمستون کې د خپلې څوکۍ تر څنګ د حزب اسلامي یو شین بیرغ درولی دی.
له دې وړاندې د ګلبدین حکمتیار زوی د طالبانو د عدلیې وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی و او ویلي یې و، چې ډېر پخواني رژیمونه د حزب اسلامي پر ضد وو، خو د ورکېدو پر ځای دغه ګوند تر پخوا پیاوړی شوی دی.
حبیب الرحمن حکمتیار ټینګار کړی، چې حزب اسلامي به "د هیچا په خبرو منحل او هېر نه شي".
د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د طالبانو د عدلیې وزیر د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته خبرداری ورکړ، چې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې افغانستان کې د یوه سیاسي ګوند نوم اخیستل «جرم» ګڼل کېږي.
په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال عبدالحکیم شرعي وویل، چې ګوندونه د طالبانو په حکومت کې قانوني حیثیت نه لري او د ګوند کار کول «جرم» دی.
له دې ناندریو څو ورځې وروسته داسې ښکاري، چې دواړه لوري پر خپلو دریځونو ټینګار کوي.
داسې ښکاري چې طالبان د ګوند د کار په بندولو په ټینګار سره غواړي؛ د ګلبدین حکمتیار سیاسي فعالیتونه محدود کړي او د دغه ګوند له پلویانو سره د هغه د اړیکو مخه ونیسي.
خو ښاغلی حکمتیار دا هم هڅه کوي چې وښيي د طالبانو له خوا د ګوندي فعالیتونو بندیز ته پام نه کوي او خپل سیاسي کار ته دوام ورکوي.