د مقاومت جبهه وايي، په کابل کې د دوی د ځواکونو په برید کې دوه طالبان وژل شوي دي

د ملي مقاومت جبهه وايي، په کابل کې د طالبانو پر یوه پوسته د دوی د ځواکونو په برید کې دوه طالب جنګیالي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د ملي مقاومت جبهه وايي، په کابل کې د طالبانو پر یوه پوسته د دوی د ځواکونو په برید کې دوه طالب جنګیالي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
دغه جبهه وايي، چې دغه بريد د جمعې په ورځ ماښام اته بجې د دغه ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د پوليسو د بلاکونو په سيمه کې شوى دى.
د مقاومت جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې یوه ویډیو خپره کړې، چې د چاودنې لمبې په کې لیدل کیږي.
په خبرپانه کې راغلي چې په دې برید کې ملکي وګړو او یا هم د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
طالبان د دغه جبهې د بریدونو په اړه له تبصرې تر ډیره ډډه کوي.

د حزب اسلامي غړو په ټولنيزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره کړي، چې په کې ګلبدين حکمتيار د خپل ګوند له بيرغ سره په نوي کور کې له خپلو پلويانو سره ناست دی. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ګوندونو پر لغوه کېدو ټینګار کړی.
د طالبانو د عدلیې وزارت پرون پر سیاسي ګوندونو د بندیز په ټینګار سره اعلان وکړ، چې د ګوند په نوم سیاسي فعالیت په افغانستان کې «غیر قانوني او شرعي» دی.
د طالبانو دغه وزارت سیاسي فعالانو ته خبرداری ورکړی، چې که ګوندونه خپل فعالیتونه تکرار کړي، دوی به له سرغړونکو سره "قانوني" چلند وکړي.
طالبانو واکمنېدو سره د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز ولګاوه او د دې ډلې د عدلیې په وزارت کې د سیاسي ګوندونو د ثبت دفتر لغوه او د دغه وزارت له ادارې څخه وایستل شو.
دغه وزارت وايي، پر سیاسي ګوندونو له بندیز سره سره په دې وروستیو کې د سیاسي ګوندونو یو شمېر چارواکو "د خپلو لغوه شویو ګوندونو له ادرسونو څخه دریځ نیولی او حرکتونه یې کړي دي."
په اعلامیه کې راغلي: "د عدلیې وزارت په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت غیر قانوني بولي او خبرداری ورکوي چې د دغه ډول کړنو د تکرار په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني او د شرعي احکامو مطابق چلند وکړي."
د طالبانو د عدلیې وزارت له رسمي خبرداري څو ساعته وروسته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي اړوند تبلیغاتي پاڼو د دغه ګوند د مشر عکسونه خپاره کړل، چې پکې له حکمتیار سره د هغه میلمانه په خپل نوي کور کې لیدل کېږي.
په دې عکسونو کې لیدل کېږي، چې ښاغلي حکمتیار په مېلمستون کې د خپلې څوکۍ تر څنګ د حزب اسلامي یو شین بیرغ درولی دی.
له دې وړاندې د ګلبدین حکمتیار زوی د طالبانو د عدلیې وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی و او ویلي یې و، چې ډېر پخواني رژیمونه د حزب اسلامي پر ضد وو، خو د ورکېدو پر ځای دغه ګوند تر پخوا پیاوړی شوی دی.
حبیب الرحمن حکمتیار ټینګار کړی، چې حزب اسلامي به "د هیچا په خبرو منحل او هېر نه شي".
د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د طالبانو د عدلیې وزیر د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته خبرداری ورکړ، چې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې افغانستان کې د یوه سیاسي ګوند نوم اخیستل «جرم» ګڼل کېږي.
په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال عبدالحکیم شرعي وویل، چې ګوندونه د طالبانو په حکومت کې قانوني حیثیت نه لري او د ګوند کار کول «جرم» دی.
له دې ناندریو څو ورځې وروسته داسې ښکاري، چې دواړه لوري پر خپلو دریځونو ټینګار کوي.
داسې ښکاري چې طالبان د ګوند د کار په بندولو په ټینګار سره غواړي؛ د ګلبدین حکمتیار سیاسي فعالیتونه محدود کړي او د دغه ګوند له پلویانو سره د هغه د اړیکو مخه ونیسي.
خو ښاغلی حکمتیار دا هم هڅه کوي چې وښيي د طالبانو له خوا د ګوندي فعالیتونو بندیز ته پام نه کوي او خپل سیاسي کار ته دوام ورکوي.

د طالبانو د فراه ولایت د پولیسو قومندان عبدالظاهر خادم د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې په یوه جومات کې دننه د دریو لمونځ کوونکو د وژل کېدو خبر تایید کړ. ښاغلي خادم وویل، چې د دې برید په اړه د دوی څېړنې روانې دي او هیله لري، چې د دې پېښې عاملین به ونیسي.
تر دې وړاندې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و، چې بېګا د فراه ولایت د پشتکوه ولسوالۍ په کوټوالي کلي کې وسله والو کسانو پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او درې تنه یې وژلي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې يو تن د "حاجي اکبر" په نوم د حزب اسلامي اړوند سيمه ييز نفوذي کس هم وژل شوى دى.
د فراه د پشتکوه ولسوالۍ د کوټوالي په کلي ځايي سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې ډزې د تراويح لمانځه پر مهال شوې دي.
د افغانستان حزب اسلامي تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، هغه بهرنیان چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې مېشت دي خپلو هېوادونو ته دې ستانه شي. هغې تېره ورځ په خپلې اونیزې خبري ناسته کې وویل، چې په دې اړه پر يو شمېر اقداماتو غور او بحث روان دی.
نوموړې څرګنده کړې، چې د دغې تګلارې موخه یوازې افغانان نه؛ بلکې ټول هغه بهرنیان دي، چې په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې مېشت دي.
هغې ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت به ډېر ژر په دې اړه مالومات له رسنیو سره شریک کړي.
نوموړې د خپلو خبرو په لړ کې ویلي، چې په پاکستان کې پر چینایي وګړو د برید ملاتړي په افغانستان کې مېشت دي.
هغې له افغان طالبانو غوښتي، چې د ترهګرو پر وړاندې دې جدي ګامونه واخلي.
خو دوه ورځې وړاندې د ډان ورځپاڼې په خپور شوي راپور کې راغلي و، د سند حکومت پرېکړه کړې چې له ۶۷زره څخه د زیاتو راجستر شویو افغان کډوالو یا د (اېسيسي) لرونکو کارټونو کسان به له کوچني اختر وروسته خپل هېواد ته ستانه کړي.
په راپور کې راغلي و، د پاکستان دولت د دغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د افغان کارت لرونکو کډوالو د اوسېدو سیمې دې ژر تر ژره مالومې کړي.
ورته مهال د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین عبدالرحمن راشد له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو ویلي، د کډوالو موضوع دوه اړخیزه ده او د دوی په اړه پرېکړې هم باید د دواړو هېوادونو په هوکړې سره وشي.
هغه زیاته کړې، چې د یوې ګډې تګلارې تر رامنځته کولو پورې دې افغان کډوال نه ځورول کېږي.

د سي ان ان د یو ځانګړي رپوټ له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د درېیو لوړ پوړو چارواکو د تړلو دروازو تر شا د ساعتونو لپاره د امریکا د استازو جرګې ته په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حضور په وروستیو ورځو کې د "بې سارې" وضعیت په اړه معلومات ورکړی.
امریکايي چارواکي په داسې حال کې په بېړې سره افغانستان ته د تخلیې له پاره تللي وو، چې په دغه هېواد کې د اضطراري وضعیت له پاره کوم پلان له وړاندې نه و جوړ شوی.
په کابل کې د امریکا پخواني سفیر جان باس په کابل کې د امریکا د سفارت پخوانی مرستیال جیم ډی هارټ او پخوانۍ امریکايي ډېپلوماته جین هاویل هغه درې چارواکي وو، چې له خپلو دندو ویستل شوي او د افغانستان په اړه د پراخې تجربې له امله طالبانو ته د کابل له سقوط څو ساعته وروسته هلته استول شوي وو.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې سره د دغو درې چارواکو د مرکو متن، چې په ځانګړي ډول د سي ان ان له خوا تر لاسه شوي، چې د مایکل مکال په مشرۍ دغې کمېټې له خوا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د راوتلو په اړه د روانې څېړنې یوه مهمه برخه ده.
د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال؛ پر کابل هوايي ډګر د داعش له خوا یو ځانمرګی برید شوی و، چې ۱۳ امریکايي سرتېري پکې وژل شوي وو.
ښاغلی مکال په پامې کې لري، چې د روان کال په وروستیو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یو راپور خپور کړي، چې پکې د ۱۲ امریکايي چارواکو سره چې په دغه برسۍ کې دخیل وو، د مرکو لڼډیزونه شامل دي.
د بایډن د ادارې چارواکي تمه لري، چې دغه راپور به د سیاسي انګېزې سره خپریږي، ترڅو د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع بیا راپورته کړي.
د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه نوي جزیيات د کابل له هوايي ډګر څخه بهر د ګډوډۍ په اړه جزییات ورکوي، چې تر ډېره د تخلیې یوه برخه وي.
امریکايي جنرالانو ویلي، چې که د ملکي تخليې پلان له وړاندې جوړ شوی وی، د دغې ګډوډۍ مخه نیول کېدای شوه.
جنرال مارک میلي چې اوس تقاعد شوی او هغه مهال د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیزانو و، تېره میاشت یې د امریکا د استازو جرګې بهرنۍ کمېټې ته ویلي: "دا زما ارزونه ده چې دا پرېکړه (د افغانستان څخه د تخلیې) ډېره ناوخته شوې."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملکي خلکو د تخلیې او د جګړې د پای ته رسولو په اړه له خپلې پریکړې دفاع کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د امریکايي چاروا سره د استازو د جګرې د غړو د مرکو په اړه ویلي: "د کمېټې له خوا مرکه شوي اوسنيو او پخوانیو چارواکو هر یو د بهرنیو چارو وزارت او اردو د زرګونو نورو کارکوونکو سره یوځای کار کړی ترڅو نږدې ۱۲۴ زره امریکایي وکړي، افغان متحدین او نړۍوال همکارانو له دغه هېواده وباسي. دغه کار یو لوی او خورا ننګونکی نظامي، ډېپلوماتیک او بشردوستانه ماموریت و، چې په غیر معمولي شرایطو کې ترسره شو. "
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند سي ان ان ته د چهارشنبه په ورځ وویل: "دا سمه پرېکړه وه، چې په افغانستان کې شل کلنه جګړه پای ته ورسوو، چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده او خپل سرتېري خپل هېواد ته راستانه کړو. دې پرېکړې امریکا ته اجازه ورکړې چې د اوسني او راتلونکي بهرني سیاست ننګونې، په اوکراین او منځني ختیځ کې روانې شخړې په ګډون، په ښه توګه حل کړي."

د تخلیې پلان نه شتون
په کابل کې د امریکا پخوانۍ سفیر جان باس په کابل کې د امریکا د سفارت پخوانی مرستیال جیم ډی هارټ او پخوانۍ امریکايي ډيپلوماته جین هاویل، د طالبانو له خوا د پلازمېنې د نیولو په درشل کې کابل ته ورغلل او ان کابل ته پر لار یې په الوتکه کې د تخلیې د پلان پر جوړولو کار کاوه، هغه څه چې وروسته د کابل د شرایطو او واشنګټن ډي سي څخه د راتلونکو لارښونو له امله په پرلپسې توګه بدلیده.
هغو چارواکو چې د امریکا په سفارت کې کار کاوه د دغې کمېټې پلټونکو ته په جلا مرکو کې ویلي، چې د ملکي کسانو د تخلیې لپاره دوی د اپریل او می په میاشتو کې پلان جوړ کړی و؛ خو هغه امریکايي چارواکي چې د کابل د سقوط په درشل کې هلته رسېدلي، ویلي چې د تخلیې لپاره هېڅ واضح پلان نه و جوړ شوي.
په ټوله نړۍ کې د متحده ایالاتو هر سفارت باید د ملکي خلکو د تخلیې لپاره یو ولري، چې د بېړنۍ تخلیې په حالت کې کارول کېدی شي؛ خو دغو چارواکو ویلي، چې د کابل په هوایي ډګر کې موجود خطرناکه وضعیت او ډېره ګڼه ګوڼه هر ډول مخکې جوړ شوي پلانونه بې اغیزې کړي و او دوی مجبور و چې پرځای یې نوی پلان جوړ کړي.


د ایران پولیسو ویلي، چې په تهران کې یې یوه ښځه او پنځه نارینه د افغان کډوالو د تښتولو او وهلو په تور نیولي دي. د راپورونو له مخې تښتوونکو د افغان کډوالو د شکنجه کولو ویډیوګانو په لېږلو سره د هغوی له کورنیو څخه پیسې غوښتې وې.
د ایران سپاه پاسداران پورې تړلې تسنیم خبري اژانس، په تهران کې د یوې ښځې، د هغې د کوژدن او څلورو نورو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د دغه رپوټ له مخې د سړي تښتوونکو دغې ډلې په تهران کې افغان کډوال په نښه کړي او بیا یې د ارزانه استوګنځي د برابرولو په پلمه تښتولي.
د ایران پولیس وایي، چې د تښتوونکو دغې ډلې افغان کډوال د تهران په رباط کریم سیمه کې یوه باغ ته انتقال کړي او هلته یې بیا شکنجه کړي دي.
د راپورونو له مخې، دغه سړي تښتوونکي جرمي سابقه هم لري.
تسنیم راپور ورکړی، چې ټولو نیول شویو کسانو د افغان کډوالو د تښتولو، د اسنادو جعل کولو، وهلو او شکنجې په جرمونو اعتراف کړی دی.
پولیسو دا ډله وروسته له هغې نیولې چې یو افغان کډوال له دغو سړي تښتونکو څخه وتښتیده او پولیسو ته یې شکایت وکړ.
د تسنیم خبري اژانس په راپور کې د تښتوونکو د ډلې د غړو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو ویل شوي، چې دغې ځوانې ښځې او د هغې کوژدن له کډوالو سره د خبرو پر مهال ځانونه افغانان معرفي کړي.
