• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زهرا بلوڅ: هغه بهرنیان چې په ناقانونه توګه پاکستان کې مېشت دي، خپل هېواد ته دې ستانه شي

۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، هغه بهرنیان چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې مېشت دي خپلو هېوادونو ته دې ستانه شي. هغې تېره ورځ په خپلې اونیزې خبري ناسته کې وویل، چې په دې اړه پر يو شمېر اقداماتو غور او بحث روان دی.

نوموړې څرګنده کړې، چې د دغې تګلارې موخه یوازې افغانان نه؛ بلکې ټول هغه بهرنیان دي، چې په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې مېشت دي.
هغې ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت به ډېر ژر په دې اړه مالومات له رسنیو سره شریک کړي.
نوموړې د خپلو خبرو په لړ کې ویلي، چې په پاکستان کې پر چینایي وګړو د برید ملاتړي په افغانستان کې مېشت دي.
هغې له افغان طالبانو غوښتي، چې د ترهګرو پر وړاندې دې جدي ګامونه واخلي.
خو دوه ورځې وړاندې د ډان ورځپاڼې په خپور شوي راپور کې راغلي و، د سند حکومت پرېکړه کړې چې له ۶۷زره څخه د زیاتو راجستر شویو افغان کډوالو یا د (اې‌سي‌سي) لرونکو کارټونو کسان به له کوچني اختر وروسته خپل هېواد ته ستانه کړي.
په راپور کې راغلي و، د پاکستان دولت د دغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د افغان کارت لرونکو کډوالو د اوسېدو سیمې دې ژر تر ژره مالومې کړي.

ورته مهال د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین عبدالرحمن راشد له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو ویلي، د کډوالو موضوع دوه اړخیزه ده او د دوی په اړه پرېکړې هم باید د دواړو هېوادونو په هوکړې سره وشي.

هغه زیاته کړې، چې د یوې ګډې تګلارې تر رامنځته کولو پورې دې افغان کډوال نه ځورول کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي: د افغانستان د تخلیې پلان مو له صفره پیل کړی و

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۰۵ GMT+۱

د سي ان ان د یو ځانګړي رپوټ له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د درېیو لوړ پوړو چارواکو د تړلو دروازو تر شا د ساعتونو لپاره د امریکا د استازو جرګې ته په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حضور په وروستیو ورځو کې د "بې سارې" وضعیت په اړه معلومات ورکړی.

امریکايي چارواکي په داسې حال کې په بېړې سره افغانستان ته د تخلیې له پاره تللي وو، چې په دغه هېواد کې د اضطراري وضعیت له پاره کوم پلان له وړاندې نه و جوړ شوی.‌

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر جان باس په کابل کې د امریکا د سفارت پخوانی مرستیال جیم ډی هارټ او پخوانۍ امریکايي ډېپلوماته جین هاویل هغه درې چارواکي وو، چې له خپلو دندو ویستل شوي او د افغانستان په اړه د پراخې تجربې له امله طالبانو ته د کابل له سقوط څو ساعته وروسته هلته استول شوي وو.

100%

د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې سره د دغو درې چارواکو د مرکو متن، چې په ځانګړي ډول د سي ان ان له خوا تر لاسه شوي، چې د مایکل مکال په مشرۍ دغې کمېټې له خوا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د راوتلو په اړه د روانې څېړنې یوه مهمه برخه ده.

د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال؛ پر کابل هوايي ډګر د داعش له خوا یو ځانمرګی برید شوی و، چې ۱۳ امریکايي سرتېري پکې وژل شوي وو.

ښاغلی مکال په پامې کې لري، چې د روان کال په وروستیو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یو راپور خپور کړي، چې پکې د ۱۲ امریکايي چارواکو سره چې په دغه برسۍ کې دخیل وو،‌ د مرکو لڼډیزونه شامل دي.

د بایډن د ادارې چارواکي تمه لري، چې دغه راپور به د سیاسي انګېزې سره خپریږي، ترڅو د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع بیا راپورته کړي.

د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه نوي جزیيات د کابل له هوايي ډګر څخه بهر د ګډوډۍ په اړه جزییات ورکوي، چې تر ډېره د تخلیې یوه برخه وي.

امریکايي‌ جنرالانو ویلي، چې که د ملکي تخليې پلان له وړاندې جوړ شوی وی، د دغې ګډوډۍ مخه نیول کېدای شوه.

جنرال مارک میلي چې اوس تقاعد شوی او هغه مهال د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیزانو و، تېره میاشت یې د امریکا د استازو جرګې بهرنۍ کمېټې ته ویلي: "دا زما ارزونه ده چې دا پرېکړه (د افغانستان څخه د تخلیې) ډېره ناوخته شوې."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملکي خلکو د تخلیې او د جګړې د پای ته رسولو په اړه له خپلې پریکړې دفاع کړې ده.

100%

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د امریکايي چاروا سره د استازو د جګرې د غړو د مرکو په اړه ویلي: "د کمېټې له خوا مرکه شوي اوسنيو او پخوانیو چارواکو هر یو د بهرنیو چارو وزارت او اردو د زرګونو نورو کارکوونکو سره یوځای کار کړی ترڅو نږدې ۱۲۴ زره امریکایي وکړي، افغان متحدین او نړۍوال همکارانو له دغه هېواده وباسي. دغه کار یو لوی او خورا ننګونکی نظامي، ډېپلوماتیک او بشردوستانه ماموریت و، چې په غیر معمولي شرایطو کې ترسره شو. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند سي ان ان ته د چهارشنبه په ورځ وویل: "دا سمه پرېکړه وه، چې په افغانستان کې شل کلنه جګړه پای ته ورسوو، چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده او خپل سرتېري خپل هېواد ته راستانه کړو. دې پرېکړې امریکا ته اجازه ورکړې چې د اوسني او راتلونکي بهرني سیاست ننګونې، په اوکراین او منځني ختیځ کې روانې شخړې په ګډون، په ښه توګه حل کړي."

100%

د تخلیې پلان نه شتون

په کابل کې د امریکا پخوانۍ سفیر جان باس په کابل کې د امریکا د سفارت پخوانی مرستیال جیم ډی هارټ او پخوانۍ امریکايي ډيپلوماته جین هاویل، د طالبانو له خوا د پلازمېنې د نیولو په درشل کې کابل ته ورغلل او ان کابل ته پر لار یې په الوتکه کې د تخلیې د پلان پر جوړولو کار کاوه، هغه څه چې وروسته د کابل د شرایطو او واشنګټن ډي سي څخه د راتلونکو لارښونو له امله په پرلپسې توګه بدلیده.

هغو چارواکو چې د امریکا په سفارت کې کار کاوه د دغې کمېټې پلټونکو ته په جلا مرکو کې ویلي، چې د ملکي کسانو د تخلیې لپاره دوی د اپریل او می په میاشتو کې پلان جوړ کړی و؛ خو هغه امریکايي چارواکي چې د کابل د سقوط په درشل کې هلته رسېدلي، ویلي چې د تخلیې لپاره هېڅ واضح پلان نه و جوړ شوي.

په ټوله نړۍ کې د متحده ایالاتو هر سفارت باید د ملکي خلکو د تخلیې لپاره یو ولري، چې د بېړنۍ تخلیې په حالت کې کارول کېدی شي؛ خو دغو چارواکو ویلي، چې د کابل په هوایي ډګر کې موجود خطرناکه وضعیت او ډېره ګڼه ګوڼه هر ډول مخکې جوړ شوي پلانونه بې اغیزې کړي و او دوی مجبور و چې پرځای یې نوی پلان جوړ کړي.

100%

ایران د افغان کډوالو د تښتولو په تور د یوې ډلې د نیولو خبر ورکړی

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د ایران پولیسو ویلي، چې په تهران کې یې یوه ښځه او پنځه نارینه د افغان کډوالو د تښتولو او وهلو په تور نیولي دي. د راپورونو له مخې تښتوونکو د افغان کډوالو د شکنجه کولو ویډیوګانو په لېږلو سره د هغوی له کورنیو څخه پیسې غوښتې وې.

د ایران سپاه پاسداران پورې تړلې تسنیم خبري اژانس، په تهران کې د یوې ښځې، د هغې د کوژدن او څلورو نورو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د دغه رپوټ له مخې د سړي تښتوونکو دغې ډلې په تهران کې افغان کډوال په نښه کړي او بیا یې د ارزانه استوګنځي د برابرولو په پلمه تښتولي.

د ایران پولیس وایي، چې د تښتوونکو دغې ډلې افغان کډوال د تهران په رباط کریم سیمه کې یوه باغ ته انتقال کړي او هلته یې بیا شکنجه کړي دي.

د راپورونو له مخې، دغه سړي تښتوونکي جرمي سابقه هم لري.

تسنیم راپور ورکړی، چې ټولو نیول شویو کسانو د افغان کډوالو د تښتولو، د اسنادو جعل کولو، وهلو او شکنجې په جرمونو اعتراف کړی دی.

پولیسو دا ډله وروسته له هغې نیولې چې یو افغان کډوال له دغو سړي تښتونکو څخه وتښتیده او پولیسو ته یې شکایت وکړ.

د تسنیم خبري اژانس په راپور کې د تښتوونکو د ډلې د غړو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو ویل شوي، چې دغې ځوانې ښځې او د هغې کوژدن له کډوالو سره د خبرو پر مهال ځانونه افغانان معرفي کړي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ژمي د سړې هوا له امله څه باندې ۲۸۰ زره څاروي مړه شوي دي

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، چې په افغانستان کې د ژمي د سړې هوا له امله تر ۲۸۰ زره ډېر کورني څاروي مړه شوي دي. دغه سازمان ویلي، د سختې یخنۍ، بارانونو او سیلابونو له امله په بدخشان، بامیان، غور، نورستان، پنجشیر، پروان او سمنګان کې تر ټولو زیات څاروي مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» نن د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې دغه څاروي د فېبرورۍ په وروستیو او د مارچ په لومړیو کې په سړه هوا کې مړه شوي دي.

د راپور له مخې، د تېر کال د کب په ۶مه هوا تر ټولو ټیټې کچې منفي ۲۱ ته رسېدلې وه او د ساړه موسم موده په بدخشان او نږدې ولایتونو کې اوږده وه.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان موندنې ښيي، چې په افغانستان کې د سږني ژمي تر ټولو سړې ورځې د وري له ۶مې تر ۱۲مې وې.

له دې مخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړى و، چې يوازې په بلخ ولايت کې د واورو او سړې هوا له امله له ١١ زرو څخه زيات څاروي مړه شوي دي.

په وروستیو لسو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې په دومره لوی شمېر کورني څاروي د یخې هوا، بارانونو او سېلابونو له امله مړه کیږي.

د طالبانو کونسل له پاکستانه د ماین پاکۍ د وسایلو د کانټینر د خوشي کېدو غوښتنه کړې

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۷ GMT+۱

په کراچۍ کې د طالبانو سر کونسل د پاکستان د ګمرکونو د لوی رییس واجد علي څخه غوښتنه کړې چې د هېلو ټرسټ موسسې د ماین پاکۍ په وسایل بار کانټینر خوشی کړي. عبدالجبار تخاري وايي، دغه کانټینر له نږدې یوه کال را په دېخوا په کراچۍ بندر کې ولاړ دی او پر موسسه هره ورځ مالي خساره راځي.

په کراچۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ پر خپلېه اېکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، چې د طالبانو سرکونسل د پاکستان د ګمرکاتو له رییس سره د دغه کانټینر پر خوشي کېدو ټینګار کړی دی.

په کراچۍ کې د طالبانو سرکونسل ویلي، چې د ماین پاکۍ وسایل بشردوستانه مرسته ده او باید خوشی شي.

طالبان وايي، د پاکستان د ګمرکونو رییس ورسره ژمنه کړې ده، چې د دې کانټینر په خوشي کېدو کې به ورسره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د شوروي اتحاد له یرغل وروسته دغه سیمه په نړیوال کچ پر ماین ککړه سیمه بلل شوې ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د ماينونو د تطهير او انسجام لپاره د طالبانو ریيس نورالدين رستم خېل د ماین پاکۍ په برخه کې د پوهاوي او مرستې نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې ویلي، چې تېر میلادي کال کې د ښځو په ګډون ۵۵۵ تنو ته د ماینونو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په خبره چاودېدونکو توکو له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳۷ نارینه او ۳۷ ښځې وژل شوې دي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې تېر میلادي کال کې ۳۱۱ نارینه او ۷۹ تنې ښځې ټپیانې شوې هم دي.
نن ماینونړیواله ورځ ده، چې د نړۍ په اکثرو هغو هېوادونو کې نمانځل کیږي، چې د ماین له امله پکې د مرګ ژوبلې کچه لوړه وي.

جنګ ورځپاڼه: پاکستان په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۲۰ میلیارده ډالرو بهرني پور ته اړتیا لري

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۱

له پاکستانه خپرېدونکې جنګ ورځپاڼه وايي، چې د پاکستان د اسعارو بهرنۍ زېرمې کافي نه دي او دا مهال ننګوونکی انفلاسیون رامنځته شوی، چې له امله به یې دغه هېواد په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۲۰ میلیارده ډالرو بهرني پور ته اړتیا وي.

راپور زیاتوي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۲۰ میلیارده ډالره ناخالص بهرني پور اړتیا د پاکستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو له ۱۲۶ تر ۲۷۴ سلنه زیات دی.

په راپور کې ویل شوي، چې پاکستان به د دېوالیه کېدو له ګواښ سره مخ وي او له دغه بحرانه د وتلو په پار اړینه ده، چې ۱۲۰ میلیارده ډالره بهرنی پور واخلي.

په جنګ کې د خپور شوي راپور له مخې، د پاکستان د اقتصادي پراختیا انسټیټیوټ په بېړني راپور کې ویل شوي، چې د پاکستان د سوکالۍ او اقتصادي پرمختګ د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د اقتصادي سیسټم سمون ته اړتیا لیدل کیږي.

د راپور له مخې، په روان مالي کال کې به پاکستان ته ۲۲ میلیارده او ۸۰ میلیونه ډالر، په راتلونکي مالي کال کې ۲۴ میلیارده او ۹۰۰ میلیونه ډالر، په ۲۰۲۵-۲۶ ۲۰ مالي کال کې ۲۲ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالره، په ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال کې ۲۴ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالر او په ۲۰۲۸ مالي کال کې ۲۴ میلیارده او ۹۰۰ میلیونه ډالر بهرني پور ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د پاکستان د اسعارو ذخیرو لپاره د بهرني تمویل اړتیا ډېره ده.

راپور زیاتوي، چې د روان مالي کال لپاره ۵۰۶.۷۰٪، د راتلونکي مالي کال لپاره ۲۷۳.۶۰٪، ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال لپاره ۱۷۰.۸۰٪، د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال لپاره ۱۴۵.۶۰٪ او ۲۰۲۷-۲۸ مالي کال لپاره۱۲۶.۴۰ ٪ بهرنۍ مرسته اټکل شوې ده.

دا راپور پر داسې مهال خپور شوی، چې په پاکستان کې د پانګونې د پراختیا کچه وروستیو شلو کلونو ته په پام تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

په ورته وخت کې پاکستان له ای ایم ایف څخه د پور غوښتنه کړې؛ خو د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا ویلي، چې د پور اخیستو شرایط ستونزمن دي او د پاکستان حکومت باید اماده ګي ورته ونیسي.