• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ژمي د سړې هوا له امله څه باندې ۲۸۰ زره څاروي مړه شوي دي

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۰۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، چې په افغانستان کې د ژمي د سړې هوا له امله تر ۲۸۰ زره ډېر کورني څاروي مړه شوي دي. دغه سازمان ویلي، د سختې یخنۍ، بارانونو او سیلابونو له امله په بدخشان، بامیان، غور، نورستان، پنجشیر، پروان او سمنګان کې تر ټولو زیات څاروي مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» نن د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې دغه څاروي د فېبرورۍ په وروستیو او د مارچ په لومړیو کې په سړه هوا کې مړه شوي دي.

د راپور له مخې، د تېر کال د کب په ۶مه هوا تر ټولو ټیټې کچې منفي ۲۱ ته رسېدلې وه او د ساړه موسم موده په بدخشان او نږدې ولایتونو کې اوږده وه.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان موندنې ښيي، چې په افغانستان کې د سږني ژمي تر ټولو سړې ورځې د وري له ۶مې تر ۱۲مې وې.

له دې مخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړى و، چې يوازې په بلخ ولايت کې د واورو او سړې هوا له امله له ١١ زرو څخه زيات څاروي مړه شوي دي.

په وروستیو لسو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې په دومره لوی شمېر کورني څاروي د یخې هوا، بارانونو او سېلابونو له امله مړه کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کونسل له پاکستانه د ماین پاکۍ د وسایلو د کانټینر د خوشي کېدو غوښتنه کړې

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۷ GMT+۱

په کراچۍ کې د طالبانو سر کونسل د پاکستان د ګمرکونو د لوی رییس واجد علي څخه غوښتنه کړې چې د هېلو ټرسټ موسسې د ماین پاکۍ په وسایل بار کانټینر خوشی کړي. عبدالجبار تخاري وايي، دغه کانټینر له نږدې یوه کال را په دېخوا په کراچۍ بندر کې ولاړ دی او پر موسسه هره ورځ مالي خساره راځي.

په کراچۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ پر خپلېه اېکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، چې د طالبانو سرکونسل د پاکستان د ګمرکاتو له رییس سره د دغه کانټینر پر خوشي کېدو ټینګار کړی دی.

په کراچۍ کې د طالبانو سرکونسل ویلي، چې د ماین پاکۍ وسایل بشردوستانه مرسته ده او باید خوشی شي.

طالبان وايي، د پاکستان د ګمرکونو رییس ورسره ژمنه کړې ده، چې د دې کانټینر په خوشي کېدو کې به ورسره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د شوروي اتحاد له یرغل وروسته دغه سیمه په نړیوال کچ پر ماین ککړه سیمه بلل شوې ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د ماينونو د تطهير او انسجام لپاره د طالبانو ریيس نورالدين رستم خېل د ماین پاکۍ په برخه کې د پوهاوي او مرستې نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې ویلي، چې تېر میلادي کال کې د ښځو په ګډون ۵۵۵ تنو ته د ماینونو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په خبره چاودېدونکو توکو له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳۷ نارینه او ۳۷ ښځې وژل شوې دي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې تېر میلادي کال کې ۳۱۱ نارینه او ۷۹ تنې ښځې ټپیانې شوې هم دي.
نن ماینونړیواله ورځ ده، چې د نړۍ په اکثرو هغو هېوادونو کې نمانځل کیږي، چې د ماین له امله پکې د مرګ ژوبلې کچه لوړه وي.

طالبان: ازبکستان په کال کې د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو د پېرودلو علاقه ښودلې ده

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پیټرولیم وزارت وايي، ازبکستان د کانونو د سروې، استخراج او په کال کې د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو د پېرودلو علاقه ښودلې ده.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت او د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزارت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غونډه د وېډیو کنفرانس له لارې شوې ده.

په یاد ویډیو کنفرانس کې د طالبانو د کانونو او پېټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ضیاءالرحمن الاریوبي له ازبکستاني اړخ څخه په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د سرمایه ګذارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پیټرولیم وزارت اعلامیه زیاتوي، چې د افغانستان د نفتو او ګازو، مسو، اوسپنې، سمنټو، سرو زرو او ډبرو سکرو کانونو د سروې، اکتشاف، تفحص او استخراج په برخه کې ازبکستاني لوري لېوالتیا ښودلې ده.

د تېر کال د کب په ۲۹ مه نېټه هم د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر په مشرۍ د دې ډلې د مختلفو وزارتونو چارواکو د ازبکستان د انرژۍ وزیر په مشرۍ له پلاوي سره د بلخ په حیرتان بندر کې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ناسته کړې وه.

د صنعت او تجارت وزارت د اعلامیې له مخې؛ دواړو لورو ازبکستان ته د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو پر صادراتو او د دغه هېواد په چاڼخونو کې د افغانستان د تېلو پر تصفیه خبرې کړې وې.

دا لومړی ځل دی، چې له پاکستان پرته یو بل ګاونډي هېواد د افغانستان د ډبرو سکرو د پېرودلو لپاره لېوالتیا ښيي، دا مهال د افغانستان د ډبرو سکاره یوازې پاکستاني سوداګر او یو شمېر دولتي کمپنۍ اخلي.

د افغانستان بانک له خوا په نږدې یوه اونۍ کې د ۳۲ میلیون ډالرو لیلام

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۱

د طالبانو په واک د افغانستان بانک وايي، سبا ۱۵ میلیونه ډالره لیلاموي او له خصوصي بانکونو او د مالي خدمتونو له شرکتونو یې په دې بولۍ کې د ګډون غوښتنه کړې ده. دغه بانک تېره دوشنبه هم ۱۷ میلیونه ډالره لیلام کړل، چې ور سره په نږدې یوه اونۍ کې د ډالرو لیلام ۳۲ میلیونو ته رسېږي.

په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوريت تر پرځېدو وروسته افغانیو خپل ارزښت په بې ساري توګه له لاسه ورکړ او یو یو ډالر له ۱۱۳ افغانیو سره برابر شو.
خو افغانستان ته د بشري مرستو په نوم د نغدو ډالري کڅو په رسېدو او د طالبانو له خوا لیلام یې د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو کې مرسته وکړه.

طالبان د همدې نغدو ډالرو د لړۍ له پیلېدو را هیسې نږدې هره اونۍ تر لسو میلیونو ډېر ډالر لیلاموي او ورځ تر بلې د افغانۍ ارزښت زیاتېږي،

د افغانستان بانک د تېرې فبروري وروستیوکې وویل، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ډالرو پر وړانډې د افغانیو ارزښت ۱۵ سلنه زیات شوی.

قتصادي پوهان په دې باور دي، چې د طالبانو له خوا د کانونو د استخراج د تړونونو زیاتېدل، پر نورو بهرنیو اسعارو د سختو بندیزونو لګول او د بشري مرستو په موخه د نړۍوالو ادارو له خوا د لسګونه میلیونو ډالرو راتګ د افغانیو د ارزښت د لوړېدو لامل شوی دی.
خو له دې سره بیا هم دا نیوکې کېږي چې د افغانۍ د ارزښت د لوړېدو په نسبت په بازار کې د توکو بیې نه کمېږي.

طالبانو د سیاسي فعالیت په تور ۲ کسان په ۱۵ کاله بند محکوم کړل او یو بل کس یې ۳۰ دورې وواهه

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د طالبانو په واک کې ستره محکمه وايي، نن یې په کندهار کې دوه کسان د سیاسي فعالیت په تور په ۱۵ - ۱۵ کاله بند محکوم کړل او یو بل کس یې د سیاسي فعالیت له امله ۳۰ دورې وواهه. له دې سره هممهاله د طالبانو عدلیې وزارت نن بیا خبرداری ور کړی چې د سیاسي ګوندونو فعالیت بې قانونه دی.

په داسې حال کې چې طالبانو تر دې مخکې د مدني او سیاسي فعالیتونو له امله ځيني کسان بندیان کړي ، حو دا لومړی ځل دی چې دغه ډله د سیاسي فعالیت په تور کسانو ته سزا ورکوي.

د طالبانو ددې سزا له پیلېدو سره ههممهاله د دې ډلې عدلیې وزارت هم د سیاسي ګوندونو پر فعالیت د بندیز بیا خبرداری خپور کړی دی.

د دې وزارت ویاند نن په خپل اېکس کې په خپلو خبرو کې د چا د نوم له یادولو پرته وايي: «د لغوه شویو ګوندونو ځینو مسوولانو دریځ نیولی او د لغوه شویو ګوندونو په ادرس حرکتونه کوي، عدلیې وزارت په افغانستان کې ګوندي فعالیت بې قانونه بولي.»

نوموړی خبرداری ور کوي، چې د دې کسانو «د ورته تېروتنو په تکرار به له دوی سره شرعي او قانوني چلند وشي.»

د طالبانو د عدلیې وزارت د ۲۰۲۳ کال د اګسټ پر ۱۶ د تېرې واکمنۍ په څېر یو ځل بیا پر سیاسي ګوندونو او فعالیتونو بندیز ولګاوه.

هغه وخت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي وویل، چې سیاسي ګوندونه شرعي اساس نه لري او فعالیت ته یې اړتیا نشته.

د طالبانو عدلیې وزیر هم تېره شنبه په یوه غونډه کې د دې بندیز په یادولو سره د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ته خبرداری ور کړ، چې نور دې ګوند نه یادوی، ځکه دوی پر ګوندونو بندیز لګولی او «حزب حزب یادول جرم دی.»

په کندهار کې د سیاسي فعالیت په نوم دریو کسانو ته سزا ور کول او د طالبانو د عدلیې وزارت نوی خبرداری دا ښيي، چې دوی پر ولسواکۍ او ټاکنو باور نه لري.

نړۍواله ټولنه بیا بیا له طالبانو غواړي، چې د دوحې تړون پر ژمنو د درېدو لپاره په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت لپاره په واک کې نورې سیاسي ډلې شریکې کړي.

خو په مقابل کې طالبان وايي چې حکومت یې ټولګډونه دی.

په کندهار کې د نن ورځې نورې پرېکړې


د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، په کندهار کې نن څلورم کس بیا د اخلاقي فساد په تور په اتو میاشتو بند محکوم شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې په خپله خبرپاڼه کې دغه راز زیاته کړې ده، چې د زون نظامي محکمې د بېلابېلو جرمونو په تور درېو نورو بندیانو ته برأت هم ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې سلګونه کسان په درو وهل شوي دي او پنځه تنه په فراه، لغمان، غزني او جوزجان ولایتونو کې په عام محضر کې اعدام شوي دي.
د دې تر څنګ، د طالبانو له خوا د تېر حکومت د کارکوونکو او امنيتي ځواکونو د غړو د صحرايي محکمو او قتل په اړه هم راپورونه خپریږي، خو طالبان بیا وایي چې هیچا ته له جرم پرته سزا نه ورکول کیږي.

طالبان: نه په غزني کې ډرون برید شوی او نه هلته داسې څوک شته چې افواهاتو کې یې یادونه شوې

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د غزني لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس دا ادعا ردوي چې په دغه ولایت کې تېره یکشنبه ډرون برید شوی دی. رحمت الله نبیل ویلي، چې د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعدې غړي په نښه شوي دي.

خو حمدالله نثار نن د ښاغلي نبیل د دغې ادعا په غبرګون کې په خپل اېکس کې زیاتوی: «نه په غزني کوم برید شوی او نه هم هلته داسې څوک شته چې په افواهاتو کې یې یادونه شوې ده.»

د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې تېره یکشنبه په یوه چاودنه کې د ماشومانو په ګډون د ۹ کسانو د وژل کېدو خبر خپور شو.

هغه مهال د طالبانو امنیه قومندانۍ وویل، چې دا چاودنه د روسیې د وخت د ناچاودې مرمۍ له امله وه.

خو پرون یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دلته ډرون برید شوی او پکې۱۲ تنه وژل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل د هغه لیک یوه کاپي هم ترلاسه کړې، چې له مخې یې د طالبانو مشر د غزني په ګېرو کې د بې پېلوټه الوتکې د برید او د دغو الوتکو د څارنې په اړه د بېړنۍ غونډې او پلټنې غوښتنه کړې وه.

رحمت الله نبیل د دې خبر له خپرېدو وروسته په ایکس پاڼه لیکلي، چې د برید هدف د هند په نیمه وچه کې د القاعدې ډلې غړي وو، چې په پاکستان، هند، بنګله دېش او میانمیار کې د اسلامي خلافت د جوړولو لپاره له دغو هېوادونو سره په جګړه بوخت دي.

نوموړی زیاتوي؛ هغه بې پیلوټه الوتکه چې دا برید یې کړی، د پاکستان له یوې اډې څخه یې الوتنه کړې ده.