• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د سیاسي فعالیت په تور ۲ کسان په ۱۵ کاله بند محکوم کړل او یو بل کس یې ۳۰ دورې وواهه

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۰۲:۱۲ GMT+۱

د طالبانو په واک کې ستره محکمه وايي، نن یې په کندهار کې دوه کسان د سیاسي فعالیت په تور په ۱۵ - ۱۵ کاله بند محکوم کړل او یو بل کس یې د سیاسي فعالیت له امله ۳۰ دورې وواهه. له دې سره هممهاله د طالبانو عدلیې وزارت نن بیا خبرداری ور کړی چې د سیاسي ګوندونو فعالیت بې قانونه دی.

په داسې حال کې چې طالبانو تر دې مخکې د مدني او سیاسي فعالیتونو له امله ځيني کسان بندیان کړي ، حو دا لومړی ځل دی چې دغه ډله د سیاسي فعالیت په تور کسانو ته سزا ورکوي.

د طالبانو ددې سزا له پیلېدو سره ههممهاله د دې ډلې عدلیې وزارت هم د سیاسي ګوندونو پر فعالیت د بندیز بیا خبرداری خپور کړی دی.

د دې وزارت ویاند نن په خپل اېکس کې په خپلو خبرو کې د چا د نوم له یادولو پرته وايي: «د لغوه شویو ګوندونو ځینو مسوولانو دریځ نیولی او د لغوه شویو ګوندونو په ادرس حرکتونه کوي، عدلیې وزارت په افغانستان کې ګوندي فعالیت بې قانونه بولي.»

نوموړی خبرداری ور کوي، چې د دې کسانو «د ورته تېروتنو په تکرار به له دوی سره شرعي او قانوني چلند وشي.»

د طالبانو د عدلیې وزارت د ۲۰۲۳ کال د اګسټ پر ۱۶ د تېرې واکمنۍ په څېر یو ځل بیا پر سیاسي ګوندونو او فعالیتونو بندیز ولګاوه.

هغه وخت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي وویل، چې سیاسي ګوندونه شرعي اساس نه لري او فعالیت ته یې اړتیا نشته.

د طالبانو عدلیې وزیر هم تېره شنبه په یوه غونډه کې د دې بندیز په یادولو سره د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ته خبرداری ور کړ، چې نور دې ګوند نه یادوی، ځکه دوی پر ګوندونو بندیز لګولی او «حزب حزب یادول جرم دی.»

په کندهار کې د سیاسي فعالیت په نوم دریو کسانو ته سزا ور کول او د طالبانو د عدلیې وزارت نوی خبرداری دا ښيي، چې دوی پر ولسواکۍ او ټاکنو باور نه لري.

نړۍواله ټولنه بیا بیا له طالبانو غواړي، چې د دوحې تړون پر ژمنو د درېدو لپاره په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت لپاره په واک کې نورې سیاسي ډلې شریکې کړي.

خو په مقابل کې طالبان وايي چې حکومت یې ټولګډونه دی.

په کندهار کې د نن ورځې نورې پرېکړې


د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، په کندهار کې نن څلورم کس بیا د اخلاقي فساد په تور په اتو میاشتو بند محکوم شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې په خپله خبرپاڼه کې دغه راز زیاته کړې ده، چې د زون نظامي محکمې د بېلابېلو جرمونو په تور درېو نورو بندیانو ته برأت هم ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې سلګونه کسان په درو وهل شوي دي او پنځه تنه په فراه، لغمان، غزني او جوزجان ولایتونو کې په عام محضر کې اعدام شوي دي.
د دې تر څنګ، د طالبانو له خوا د تېر حکومت د کارکوونکو او امنيتي ځواکونو د غړو د صحرايي محکمو او قتل په اړه هم راپورونه خپریږي، خو طالبان بیا وایي چې هیچا ته له جرم پرته سزا نه ورکول کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان: نه په غزني کې ډرون برید شوی او نه هلته داسې څوک شته چې افواهاتو کې یې یادونه شوې

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د غزني لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس دا ادعا ردوي چې په دغه ولایت کې تېره یکشنبه ډرون برید شوی دی. رحمت الله نبیل ویلي، چې د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعدې غړي په نښه شوي دي.

خو حمدالله نثار نن د ښاغلي نبیل د دغې ادعا په غبرګون کې په خپل اېکس کې زیاتوی: «نه په غزني کوم برید شوی او نه هم هلته داسې څوک شته چې په افواهاتو کې یې یادونه شوې ده.»

د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې تېره یکشنبه په یوه چاودنه کې د ماشومانو په ګډون د ۹ کسانو د وژل کېدو خبر خپور شو.

هغه مهال د طالبانو امنیه قومندانۍ وویل، چې دا چاودنه د روسیې د وخت د ناچاودې مرمۍ له امله وه.

خو پرون یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دلته ډرون برید شوی او پکې۱۲ تنه وژل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل د هغه لیک یوه کاپي هم ترلاسه کړې، چې له مخې یې د طالبانو مشر د غزني په ګېرو کې د بې پېلوټه الوتکې د برید او د دغو الوتکو د څارنې په اړه د بېړنۍ غونډې او پلټنې غوښتنه کړې وه.

رحمت الله نبیل د دې خبر له خپرېدو وروسته په ایکس پاڼه لیکلي، چې د برید هدف د هند په نیمه وچه کې د القاعدې ډلې غړي وو، چې په پاکستان، هند، بنګله دېش او میانمیار کې د اسلامي خلافت د جوړولو لپاره له دغو هېوادونو سره په جګړه بوخت دي.

نوموړی زیاتوي؛ هغه بې پیلوټه الوتکه چې دا برید یې کړی، د پاکستان له یوې اډې څخه یې الوتنه کړې ده.

ناپېژاندو وسله والو په اسلام اباد کې د ازادي راډیو خبریال په ډزو ویشتی

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۰:۰۸ GMT+۱

په اسلام اباد کې د ازادي راډیو یوه خبریال افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ازادي راډیو د فارسي څانګې خبریال احمد هنایش د ناپېژانده وسلوالو له خوا په ډزو ویشتل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې احمد هنایش پر پښو او سر زخمي شوی او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

یاد خبریال د پېښې د نوعیت په اړه څه ونه ویل او نه هم د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغې پېښې په اړه څه ویلي دي.

په ټولنیزو شبکو کې د احمد هنایش پر وینو ککړ تصویر خپور شوی او د ټولنیزو شبکو کاروونکو ویلي، چې د نوموړي روغتيايي وضعیت نازک دی.

100%

احمد هنایش چې نېږدې شل کاله یې له ازادي راډیو سره په کابل او پروان کې د خبریال په توګه کار کاوه، د جمهوري دولت له سقوط وروسته اسلام اباد ته کډوال شوی و.

نوموړی نه یوازې دا چې د ازادي راډیو خبریال و، بلکې په پروان او پنجشېر ولایتونو کې یې دوه سیمه ییزې راډیو ګانې هم لرلې.

تر اوسه ازادي راډیو هم په رسمي ډول د خپل خبریال د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د مقاومت جبهه: په کابل کې مو درېیو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۲۷ GMT+۱

د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفه وسله واله جبهه وايي، د دوی ځواکونو د کابل په نوې کارته کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی دی، چې له امله یې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

یادې جبهې پر خپلې اېکس پاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې برید د شپې په ۸:۲۰ بجو شوی دی.

طالبانو تر اوسه د مقاومت د جبهې دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه په خپلواک ډول د دغې پېښې تایید نه شي کولی؛ خو په دې وروستیو کې له کابل څخه د بریدونو راپورونه زیات شوي دي.

رحمت الله نبیل: د غزني د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې غړي په نښه شوي

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، چې د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د هند په نیمه وچه کې د القاعدې غړي په نښه شوي دي. هغه زیاته کړه، چې برید د پاکستان له یوې اډې څخه شوی دی.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په برید کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل د هغه لیک یوه کاپي ترلاسه کړې، چې له مخې یې د طالبانو مشر د غزني په ګېرو کې د بې پېلوټه الوتکې د برید او د دغې الوتکې د څارنې په اړه بېړنۍ غونډه رابللې ده.

په غزني کې د طالبانو د والي دفتر د تېرې یکشنبې په ورځ (د سلواغې په ۶مه) وویل چې د ګېرو ولسوالۍ په ځدراڼ کلي کې د پخواني شوروي له یرغل څخه د پاتې ماین د چاودنې له امله پنځه ښځې او څلور ماشومان وژل شوي دي؛ خو سرچينې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د طالبانو دغه څرګندونې رد کړې او ويلي يې دي، چې دا پېښه د بې پيلوټه الوتکې د بريد له امله شوې، چې په ترڅ کې يې د کانونو وزارت د ارزونې د غړي مطيع الله بختزوى د زوى په ګډون د ياد وزارت د درېيو کارکوونکو په ګډون ١٢ تنه وژل شوي دي.

رحمت الله نبیل د دې خبر له خپرېدو وروسته په ایکس پاڼه لیکلي، چې د برید هدف د هند په نیمه وچه کې د القاعدې ډلې غړي وو، چې په پاکستان، هند، بنګله دېش او میانمیار کې د اسلامي خلافت د جوړولو لپاره له دغو هېوادونو سره په جګړه بوخت دي.

نوموړی زیاتوي؛ هغه بې پیلوټه الوتکه چې دا برید یې کړی، د پاکستان له یوې اډې څخه یې الوتنه کړې ده.

طالبان: د بېلا بېلو جرمونو په تور په ۹ ولايتونو کې د ۴۳ کسان نیول شوي دي

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۱

د طالبانو کورنيو چارو وزارت په ۹ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۴۳ کسانو د نیولو خبر ورکړی. یاد ورازت وايي؛ دغه کسان يې د غلا، جوارګرۍ، قاچاق او کوډو کولو په تړاو نيولي دي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت نن چهار شنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په « سرپل، خوست، سمنګان، ننګرهار، کندز، کندهار، تخار، هرات او غزني» ولایتونو کې يې دغه ۴۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيولي دي.

د وزارت د خبرپانې د معلوماتو له مخې؛ ۱۱ کسان په سرپل کې د جوارګرۍ، ۳ کسان په سمنګان کې د اخلاقي فساد، په کندز، کندهار او خوست کې يې ۱۱ کسان د غلا او یو شمېر يې د نورو جرمونو په تړاو نيولي دي.

وزارت ويلي، چې د نیول شويو کسانو څخه پوښتنې رواني دي.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د جنايي جرمونو کچه خورا لوړه شوې، چې خلک يې لامل په هېواد کې د کار نشتوالۍ او کمزوری اقتصادي وضعت یادوي.