• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: نه په غزني کې ډرون برید شوی او نه هلته داسې څوک شته چې افواهاتو کې یې یادونه شوې

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د غزني لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس دا ادعا ردوي چې په دغه ولایت کې تېره یکشنبه ډرون برید شوی دی. رحمت الله نبیل ویلي، چې د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعدې غړي په نښه شوي دي.

خو حمدالله نثار نن د ښاغلي نبیل د دغې ادعا په غبرګون کې په خپل اېکس کې زیاتوی: «نه په غزني کوم برید شوی او نه هم هلته داسې څوک شته چې په افواهاتو کې یې یادونه شوې ده.»

د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې تېره یکشنبه په یوه چاودنه کې د ماشومانو په ګډون د ۹ کسانو د وژل کېدو خبر خپور شو.

هغه مهال د طالبانو امنیه قومندانۍ وویل، چې دا چاودنه د روسیې د وخت د ناچاودې مرمۍ له امله وه.

خو پرون یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دلته ډرون برید شوی او پکې۱۲ تنه وژل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل د هغه لیک یوه کاپي هم ترلاسه کړې، چې له مخې یې د طالبانو مشر د غزني په ګېرو کې د بې پېلوټه الوتکې د برید او د دغو الوتکو د څارنې په اړه د بېړنۍ غونډې او پلټنې غوښتنه کړې وه.

رحمت الله نبیل د دې خبر له خپرېدو وروسته په ایکس پاڼه لیکلي، چې د برید هدف د هند په نیمه وچه کې د القاعدې ډلې غړي وو، چې په پاکستان، هند، بنګله دېش او میانمیار کې د اسلامي خلافت د جوړولو لپاره له دغو هېوادونو سره په جګړه بوخت دي.

نوموړی زیاتوي؛ هغه بې پیلوټه الوتکه چې دا برید یې کړی، د پاکستان له یوې اډې څخه یې الوتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ناپېژاندو وسله والو په اسلام اباد کې د ازادي راډیو خبریال په ډزو ویشتی

۱۶ وری ۱۴۰۳ - ۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۰:۰۸ GMT+۱

په اسلام اباد کې د ازادي راډیو یوه خبریال افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ازادي راډیو د فارسي څانګې خبریال احمد هنایش د ناپېژانده وسلوالو له خوا په ډزو ویشتل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې احمد هنایش پر پښو او سر زخمي شوی او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

یاد خبریال د پېښې د نوعیت په اړه څه ونه ویل او نه هم د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغې پېښې په اړه څه ویلي دي.

په ټولنیزو شبکو کې د احمد هنایش پر وینو ککړ تصویر خپور شوی او د ټولنیزو شبکو کاروونکو ویلي، چې د نوموړي روغتيايي وضعیت نازک دی.

100%

احمد هنایش چې نېږدې شل کاله یې له ازادي راډیو سره په کابل او پروان کې د خبریال په توګه کار کاوه، د جمهوري دولت له سقوط وروسته اسلام اباد ته کډوال شوی و.

نوموړی نه یوازې دا چې د ازادي راډیو خبریال و، بلکې په پروان او پنجشېر ولایتونو کې یې دوه سیمه ییزې راډیو ګانې هم لرلې.

تر اوسه ازادي راډیو هم په رسمي ډول د خپل خبریال د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د مقاومت جبهه: په کابل کې مو درېیو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۲۷ GMT+۱

د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفه وسله واله جبهه وايي، د دوی ځواکونو د کابل په نوې کارته کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی دی، چې له امله یې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

یادې جبهې پر خپلې اېکس پاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې برید د شپې په ۸:۲۰ بجو شوی دی.

طالبانو تر اوسه د مقاومت د جبهې دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه په خپلواک ډول د دغې پېښې تایید نه شي کولی؛ خو په دې وروستیو کې له کابل څخه د بریدونو راپورونه زیات شوي دي.

رحمت الله نبیل: د غزني د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې غړي په نښه شوي

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، چې د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د هند په نیمه وچه کې د القاعدې غړي په نښه شوي دي. هغه زیاته کړه، چې برید د پاکستان له یوې اډې څخه شوی دی.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په برید کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل د هغه لیک یوه کاپي ترلاسه کړې، چې له مخې یې د طالبانو مشر د غزني په ګېرو کې د بې پېلوټه الوتکې د برید او د دغې الوتکې د څارنې په اړه بېړنۍ غونډه رابللې ده.

په غزني کې د طالبانو د والي دفتر د تېرې یکشنبې په ورځ (د سلواغې په ۶مه) وویل چې د ګېرو ولسوالۍ په ځدراڼ کلي کې د پخواني شوروي له یرغل څخه د پاتې ماین د چاودنې له امله پنځه ښځې او څلور ماشومان وژل شوي دي؛ خو سرچينې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د طالبانو دغه څرګندونې رد کړې او ويلي يې دي، چې دا پېښه د بې پيلوټه الوتکې د بريد له امله شوې، چې په ترڅ کې يې د کانونو وزارت د ارزونې د غړي مطيع الله بختزوى د زوى په ګډون د ياد وزارت د درېيو کارکوونکو په ګډون ١٢ تنه وژل شوي دي.

رحمت الله نبیل د دې خبر له خپرېدو وروسته په ایکس پاڼه لیکلي، چې د برید هدف د هند په نیمه وچه کې د القاعدې ډلې غړي وو، چې په پاکستان، هند، بنګله دېش او میانمیار کې د اسلامي خلافت د جوړولو لپاره له دغو هېوادونو سره په جګړه بوخت دي.

نوموړی زیاتوي؛ هغه بې پیلوټه الوتکه چې دا برید یې کړی، د پاکستان له یوې اډې څخه یې الوتنه کړې ده.

طالبان: د بېلا بېلو جرمونو په تور په ۹ ولايتونو کې د ۴۳ کسان نیول شوي دي

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۱

د طالبانو کورنيو چارو وزارت په ۹ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۴۳ کسانو د نیولو خبر ورکړی. یاد ورازت وايي؛ دغه کسان يې د غلا، جوارګرۍ، قاچاق او کوډو کولو په تړاو نيولي دي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت نن چهار شنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په « سرپل، خوست، سمنګان، ننګرهار، کندز، کندهار، تخار، هرات او غزني» ولایتونو کې يې دغه ۴۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيولي دي.

د وزارت د خبرپانې د معلوماتو له مخې؛ ۱۱ کسان په سرپل کې د جوارګرۍ، ۳ کسان په سمنګان کې د اخلاقي فساد، په کندز، کندهار او خوست کې يې ۱۱ کسان د غلا او یو شمېر يې د نورو جرمونو په تړاو نيولي دي.

وزارت ويلي، چې د نیول شويو کسانو څخه پوښتنې رواني دي.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د جنايي جرمونو کچه خورا لوړه شوې، چې خلک يې لامل په هېواد کې د کار نشتوالۍ او کمزوری اقتصادي وضعت یادوي.

د طالبانو د مسلکي زده کړو رییس وايي، د افغانستان متخصصین د امریکا په الوتکو پورې ځوړند وو

۱۵ وری ۱۴۰۳ - ۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو رییس ملا غلام حیدر شهامت وايي، چې د افغانستان هغه متخصصین د نورو له خوا روزل شوي وو، په الوتکو پورې "ځوړند" وو او ټول له افغانستانه تللي دي.

نوموړي نن چهارشنبه په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې غرب د دوی په اړه تبلیغات کوي او دوی د ایران او پنجاب "مزدوران" بولي خو په حقیقت کې داسې نه ده.

نوموړي د احمد مسعود وروستیو خبرو ته په اشارې وویل: "د هغه قهرمان زوی بیا وايي، چې پاکستان حق لري چې پر افغانستان برید وکړي، بل شاعر یې بیا وايي، چې د ایران له لرې سیمې پنجشېره راغلی یم، نو تاسو ووایئ چې مزدور څوک و؟"

مولوي غلام حیدر شهامت وايي، چې یو شمېر پخواني متخصصین یې پر دندو ګومارلي؛ خو د دوی په درد نه خوري.

هغه زیاته کړه: " له بده مرغه چې څوک چې متخصصین وو او دي دوی وطن ته خدمت نه کوي".

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو یو چارواکی د افغانستان د متخصصینو په اړه دا ډول څرګندونې کوي؛ بلکې له دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر هم ورته څرګندونې کړې وې.