• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د خبریالانو مرکز پنځه تنه د 'کال د غوره خبریالانو' په توګه ونومول

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۲۷ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز پنځه تنه خبریالان د ۱۴۰۲ کال « د غوره خبریالانو» په توګه نومولي دي. د رخشانې رسنۍ څخه طاهر احمدي، له طلوع‌نیوز څخه فریدالله محمدي، میترا مجیدي او نصیراحمد صالحي او د هشت صبح ورځپاڼې څخه امین کاوه د سږني کال د جایزو ګټونکي اعلان شوي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه مرکز د جمعې په ورځ د (وري ۱۷مه) د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د «کال د غوره خبریال» جایزه اعلان کړه.

د دغه مرکز اجرایوي مشر احمد قریشي ویلي، چې په دغو سیالیو کې له ۴۰ زیاتو ملي او سیمه‌ییزو رسنیو برخه لرله.

د ښاغلي قریشي په وینا، د ارزولو پلاوي د ګډونوالو ټول راپورونه ارزولي او تر ارزولو وروسته یې په ګډه پرېکړه کړې.

هغه زیاته کړه، چې دغو سیالیو ته د نوماندو راپورونو په ډله کې د هشت صبح ورځپاڼې د خبریال امین کاوه راپور چې د عزیزي بانک د مشر او د بانک د یوه پېرېدونکي تر منځ د ولاړې شوې لانجې پر سر جوړ شوی و او دا رنګه د رخشانې رسنۍ د خبریال طاهر احمدي راپور چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو په اړه جوړ کړی و جایزې ترلاسه کړې.

د دغې جایزې نور ګټونکي د طلوع‌نیوز خبریالې میترا مجیدي راپور چې د ماشومانو پر کار کولو یې جوړ کړی و، د دغې شبکې د بل خبریال نصیر احمد صالحي راپور چې په فراه ولایت کې یې د اوبو د کمي په اړه و او د فرید الله محمدي مرکه د دغو جایزو ګټونکې شوه.

په افغانستان کې د کال د غوره خبریال جایزه د تېرو لسو کالو را په دې خوا د خبریال د ملي ورځې په ویاړ ورکول کېږي. تېر کال د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي هم ورته جایزه ګټلې وه.

په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ په تېرو درېیو کالو کې د طالبانو تر سخت سانسور او بندیزونو لاندې کار کوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره پر دوی نوي بندیزونه لګول کېږي، خبریالان ځورول کېږي او ان د زندانونو د تورو تمبو تر شا استول کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د بشري حقونو په سلګونو فعالانو د افغان کډوالو د ویستلو دوهم پړاو وغنده

۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۰۴ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو څه باندې ۳۰۰ فعالانو، مدني ټولنو، د پوهنتونونو استادانو او مدافع وکیلانو له دغه هیواده د افغان کډوالو د ویستلو د دویم پړاو په اړه د پاکستان پرېکړه وغندله. دغو فعالانو د کډوالو په اړه د پاکستان د حکومت پریکړه "غیر انساني او غیر قانوني" بللې ده.

دغو فعالانو د جمعې په ورځ، د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د افغان کډوالو د ویستلو د دويم پړاو پيل د پاکستان د اساسي قانون خلاف او له يو شمېر نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه بللې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان حکومت د هغو ۸۰۰ زره افغان کډوالو نوملړ چمتو کړی، چې د کډوالۍ کارتونه لري او ټاکل شوې چې د وري میاشتې له ۲۷ نیټې وروسته یې په دوو اونیو کې له پاکستانه وباسي.

دغو فعالانو ویلي، چې د پاکستان سترې محکمې ته یې د افغان کډوالو د ناقانونه ویستلو د مخنیوي په خاطر مراجعه کړې، خو دغه محکمه چوپه خوله پاتې شوې ده.

دغو فعالانو ویلي، که څه هم پاکستان د کډوالو په اړه څو نړیوال کنوانسیونونه لاسلیک کړي، خو له خپلو نړیوالو مکلفیتونو یې اوږه خالې کړې ده.

دغه اعلامیه د ۳۱۳ پاکستاني فعالانو له خوا لاسلیک شوې ده. دوی د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر د بندیدو غوښتنه کړې او ویلي‌ یې دي، چې په دې اړه باید محکمه پریکړه وکړي.

په دغه هیواد کې د ناامنیو د زیاتیدو له امله د پاکستان پخواني او موقت حکومت د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړه. اوس د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف حکومت د وري په ۲۷مه د افغان ګډوالو د ویستلو دوهم پړاو پیلوي.

د کډوالو د ویستلو په لومړي پړاو کې، پاکستان تر ۵۰۰ زره ډېر افغان کډوال له خپل هیواده افغانستان ته ستانه کړي وو.

د مقاومت جبهه وايي، په کابل کې د دوی د ځواکونو په برید کې دوه طالبان وژل شوي دي

۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۲۹ GMT+۱

د ملي مقاومت جبهه وايي، په کابل کې د طالبانو پر یوه پوسته د دوی د ځواکونو په برید کې دوه طالب جنګیالي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دغه جبهه وايي، چې دغه بريد د جمعې په ورځ ماښام اته بجې د دغه ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د پوليسو د بلاکونو په سيمه کې شوى دى.

د مقاومت جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې یوه ویډیو خپره کړې، چې د چاودنې لمبې په کې لیدل کیږي.

په خبرپانه کې راغلي چې په دې برید کې ملکي وګړو او یا هم د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

طالبان د دغه جبهې د بریدونو په اړه له تبصرې تر ډیره ډډه کوي.

د طالبانو له خوا د ګوندونو له لغوه کولو سره حکمتیار د خپل حزب له بیرغ سره را څرګند شو

۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د حزب اسلامي غړو په ټولنيزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره کړي، چې په کې ګلبدين حکمتيار د خپل ګوند له بيرغ سره په نوي کور کې له خپلو پلويانو سره ناست دی. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ګوندونو پر لغوه کېدو ټینګار کړی.

د طالبانو د عدلیې وزارت پرون پر سیاسي ګوندونو د بندیز په ټینګار سره اعلان وکړ، چې د ګوند په نوم سیاسي فعالیت په افغانستان کې «غیر قانوني او شرعي» دی.

د طالبانو دغه وزارت سیاسي فعالانو ته خبرداری ورکړی، چې که ګوندونه خپل فعالیتونه تکرار کړي، دوی به له سرغړونکو سره "قانوني" چلند وکړي.

طالبانو واکمنېدو سره د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز ولګاوه او د دې ډلې د عدلیې په وزارت کې د سیاسي ګوندونو د ثبت دفتر لغوه او د دغه وزارت له ادارې څخه وایستل شو.

دغه وزارت وايي، پر سیاسي ګوندونو له بندیز سره سره په دې وروستیو کې د سیاسي ګوندونو یو شمېر چارواکو "د خپلو لغوه شویو ګوندونو له ادرسونو څخه دریځ نیولی او حرکتونه یې کړي دي."

په اعلامیه کې راغلي: "د عدلیې وزارت په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت غیر قانوني بولي او خبرداری ورکوي چې د دغه ډول کړنو د تکرار په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني او د شرعي احکامو مطابق چلند وکړي."

د طالبانو د عدلیې وزارت له رسمي خبرداري څو ساعته وروسته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي اړوند تبلیغاتي پاڼو د دغه ګوند د مشر عکسونه خپاره کړل، چې پکې له حکمتیار سره د هغه میلمانه په خپل نوي کور کې لیدل کېږي.

په دې عکسونو کې لیدل کېږي، چې ښاغلي حکمتیار په مېلمستون کې د خپلې څوکۍ تر څنګ د حزب اسلامي یو شین بیرغ درولی دی.

له دې وړاندې د ګلبدین حکمتیار زوی د طالبانو د عدلیې وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی و او ویلي یې و، چې ډېر پخواني رژیمونه د حزب اسلامي پر ضد وو، خو د ورکېدو پر ځای دغه ګوند تر پخوا پیاوړی شوی دی.

حبیب الرحمن حکمتیار ټینګار کړی، چې حزب اسلامي به "د هیچا په خبرو منحل او هېر نه شي".

د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د طالبانو د عدلیې وزیر د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته خبرداری ورکړ، چې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې افغانستان کې د یوه سیاسي ګوند نوم اخیستل «جرم» ګڼل کېږي.

په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال عبدالحکیم شرعي وویل، چې ګوندونه د طالبانو په حکومت کې قانوني حیثیت نه لري او د ګوند کار کول «جرم» دی.

له دې ناندریو څو ورځې وروسته داسې ښکاري، چې دواړه لوري پر خپلو دریځونو ټینګار کوي.

داسې ښکاري چې طالبان د ګوند د کار په بندولو په ټینګار سره غواړي؛ د ګلبدین حکمتیار سیاسي فعالیتونه محدود کړي او د دغه ګوند له پلویانو سره د هغه د اړیکو مخه ونیسي.

خو ښاغلی حکمتیار دا هم هڅه کوي چې وښيي د طالبانو له خوا د ګوندي فعالیتونو بندیز ته پام نه کوي او خپل سیاسي کار ته دوام ورکوي.

طالبانو په فراه کې د دريو لمونځ کوونکو د وژل کېدو خبر تاييد کړ

۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د فراه ولایت د پولیسو قومندان عبدالظاهر خادم د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې په یوه جومات کې دننه د دریو لمونځ کوونکو د وژل کېدو خبر تایید کړ. ښاغلي خادم وویل، چې د دې برید په اړه د دوی څېړنې روانې دي او هیله لري، چې د دې پېښې عاملین به ونیسي.

تر دې وړاندې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و، چې بېګا د فراه ولایت د پشتکوه ولسوالۍ په کوټوالي کلي کې وسله والو کسانو پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او درې تنه یې وژلي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې يو تن د "حاجي اکبر" په نوم د حزب اسلامي اړوند سيمه ييز نفوذي کس هم وژل شوى دى.

د فراه د پشتکوه ولسوالۍ د کوټوالي په کلي ځايي سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې ډزې د تراويح لمانځه پر مهال شوې دي.

د افغانستان حزب اسلامي تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

زهرا بلوڅ: هغه بهرنیان چې په ناقانونه توګه پاکستان کې مېشت دي، خپل هېواد ته دې ستانه شي

۱۷ وری ۱۴۰۳ - ۵ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، هغه بهرنیان چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې مېشت دي خپلو هېوادونو ته دې ستانه شي. هغې تېره ورځ په خپلې اونیزې خبري ناسته کې وویل، چې په دې اړه پر يو شمېر اقداماتو غور او بحث روان دی.

نوموړې څرګنده کړې، چې د دغې تګلارې موخه یوازې افغانان نه؛ بلکې ټول هغه بهرنیان دي، چې په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې مېشت دي.
هغې ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت به ډېر ژر په دې اړه مالومات له رسنیو سره شریک کړي.
نوموړې د خپلو خبرو په لړ کې ویلي، چې په پاکستان کې پر چینایي وګړو د برید ملاتړي په افغانستان کې مېشت دي.
هغې له افغان طالبانو غوښتي، چې د ترهګرو پر وړاندې دې جدي ګامونه واخلي.
خو دوه ورځې وړاندې د ډان ورځپاڼې په خپور شوي راپور کې راغلي و، د سند حکومت پرېکړه کړې چې له ۶۷زره څخه د زیاتو راجستر شویو افغان کډوالو یا د (اې‌سي‌سي) لرونکو کارټونو کسان به له کوچني اختر وروسته خپل هېواد ته ستانه کړي.
په راپور کې راغلي و، د پاکستان دولت د دغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د افغان کارت لرونکو کډوالو د اوسېدو سیمې دې ژر تر ژره مالومې کړي.

ورته مهال د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین عبدالرحمن راشد له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو ویلي، د کډوالو موضوع دوه اړخیزه ده او د دوی په اړه پرېکړې هم باید د دواړو هېوادونو په هوکړې سره وشي.

هغه زیاته کړې، چې د یوې ګډې تګلارې تر رامنځته کولو پورې دې افغان کډوال نه ځورول کېږي.