• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې پولیسو په اغرې او بالیکسیر ښارونو کې ۴۰ افغان کډوال نیولي دي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۷ GMT+۱

ترکي رسنیو د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د پولیسو له خوا د بالیکسیر په ښار کې د ۳۳ افغان مهاجرو د نیولو خبر ورکړ. په یوه بله پېښه کې اووه افغان کډوال هم په اغره ښار کې نیول شوي دي.

د ترکيې د رسنيو د راپورونو له مخې؛ د دغه هېواد پوليسو د باليکسير ښار د اردمت په کلي کې په عملياتو کې تر ٣٠ زيات افغان کډوال پېژندلي او نيولي دي.

د اخلاص خبري اژانس د راپور له مخې؛ نیول شوي پناه غوښتونکي توقیف ځایونو ته لیږدول شوي او یو تن ترکیې ته د قانوني اسنادو پرته د مهاجرینو د لیږد د تنظیم په تور نیول شوی دی.

په دوو نورو پېښو کې د دغه هېواد پوليسو اووه تنه افغان کډوال چې په اغره ښار کې په يوه موټر او په يوه بس کې پټ شوي وو، پېژندلي او نيولي دي.

رسنیو ویلي، چې په دغو پېښو کې د دوو ایراني چلوونکو په ګډون پنځه تنه نیول شوي دي.

د خبر ځاى د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې دوه ميله وسلې هم کشف او ضبط شوي دي.

ترکیې په تېرو دوه نیمو کلونو کې لسګونه زره افغان کډوال د استوګنې له اجازې پرته نیولي او افغانستان ته یې استولي دي.

د دغه هېواد چارواکو په وار - وار اعلان کړی، چې هېڅ کډوال ته به اجازه ورنه کړي، چې د اوسېدو له اسنادو پرته په دغه هېواد کې ژوند وکړي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف: د ترهګرۍ ضد جګړه کې به زموږ هوډ بدل نه شي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۲۰ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د بلوچستان صوبې په کوچلاغ او خضدار کې د پرونیو بریدونو په غندلو سره ویلي، چې دا ډول پېښې به د «ترهګرۍ» ضد جګړه کې د پاکستان هوډ بدل نه کړي. په دغو بریدونو کې د یو پولیس په ګډون پنځه کسان وژل شوي او تر شلو ټپیان دي.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې؛ شهباز شریف نن د دې بریدونو د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده او ټپیانو ته یې د غوره درملنې سپارښتنه کړې ده.

د بلوچستان په کوچلاغ کې بېګا په یوه جومات کې د چاودنې له امله د یوه پولیس په ګډون درې کسان ووژل او تر پنځلسو ټپیان شول.

ځايي چارواکي وايي، چاودنه له روژه ماتي وروسته د لمونځ ادا کولو پر مهال وشوه.

تر دې پېښې څو کړۍ مخکې مخکې د دې صوبې په خضدار بازار کې هم د چاودنې له امله دوه کسان ووژل او پنځه ټپیان شول.

د بلوچستان یووالي ټولنې پر دې بریدونو اندېښنه ښودلې او له حکومت یې د کوټلو امنیتي ګامونو د اخیستو غوښتنه کړې ده.

لا هم کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

طالبان: هيڅوک حق نه لري، چې د اختر په خوشالۍ کې هوايي ډزې وکړي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۵۳ GMT+۱

طالبانو ملکي او نظامي کسانو ته خبرداری ورکړی، چې د اختر به خوشالۍ کې بايد هوايي ډزې ونه کړي. د دې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې که چا سرغړونه وکړه، قانوني چلند به ورسره وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د امينتي او تصفيوي کميسيون د لارښوونو له مخي، د اختر د خوشالۍ په مناسبت پر هوايي ډزو بنديز دی او له ټولو یې غوښتي، چې د مخنيوي لپاره باید تدابير ونيول شي.

هغه وايي، چې هوايي ډزز د خلګو د خپګان، ازار او مرګ ژوبلي لامل ګرځي.

مجاهد زياتوي: « هوايي ډزې یو ناسم عمل دی، د خلکو د ازار او اذیت او کله د ټپي کیدو او قتل سبب ګرځي.»

نوموړي ټينګار کوي، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده هم د کوچني اختر د مبارکۍ په پیغام کې له ملکي او نظامی کسانو غوښتي، چې د خوشالي په مناسبت هوايي ډزي او د پټاکيو له استعمال ډډه وکړي.

د ده په خبره، چې دا د خلګو د ازار لامل ګرځي.

افغان کرېکټ بورډ: د سريلانکا الف لوبډلې سره د لوبو لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د سريلانکا الف لوبډلې سره د ۵ يو ورځنيو او یوې څلور ورځنيو لوبو لپاره د افغان ابداليانو دوه نوملړه اعلان کړل. د افغان ابدالیانو او سريلانکا الف کرېکټ لوبډلو به دغه لوبې د اپريل په ۲۸ پيل او د مې ر ۱۴ به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن له سريلانکا سره د ۵ يورځنيو لوبو لپاره دې ۱۵ کسيزې لوبډلې ته عبدالباقي، کامل کاکړ او رحمان الله ځدران احتياطي لوبغاړي ټاکلي دي.

د افغان ابداليانو په لوبډله کې اکرام علي خيل لوبډلمشر دی او رياض حسن، عبدالمالک، زبید اکبري، شاهد کمال، بلال ترين، درويش رسولي، محمد اسحاق، ننګيال خروټی، فرمان الله ساپی، قیس احمد، ضیا الرحمان اکبر، سلیم ساپی، عبدالرحمان او بلال سميع هم ور سره لوبغاړي دی. ا

کرېکټ بورډ له سريکلانکا سره د ۴ یوه ورځينو سياليو لپاره هم ۱۶ کسيزه لوبډله غوره کړې ده.

په دې لوبغاړو کې بیا هم اکرام علي خیل لوبډلمشر دی او احسان الله جنت، عمران مير، بهير شاه محبوب، رحمان الله ځدران، اعجاز احمد مهري، عبدالهادي، محمد طاهر عادل، عبدالله تره خيل، خليل ګربز، ضيا الرحمان اکبر، ابراهيم عبدالرحمانزی، نويد ځدران، نسیم منګل، سيد احمد شېرزاد ور سره لوبغاړي دي.

د جلال اباد ښار ځینې اوسیدونکي وايي طالبانو د بېنرونو انځورونه تور کړل

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۱

د جلال اباد ښار د پنځمې حوزې یو شمیر اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې بېګا د طالبانو د امربالمعروف مامورینو د دوکانونو او ښوونیزو مرکزونو په بېنرونو کې د انسانانو انځورونه په تور رنګ سره له منځه یووړل.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د پنځمې حوزې د اوومې ویالې سیمې یو شمیر اوسیدونکو نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، بېنرونو کې د تعلیمي مرکزونو د زدکوونکو انځورونه وو.

هغه انځورونو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، په کې لېدل کیږي، چې د طالبانو د امر بالمعروف مامورین د پولیسو د رنجر پر سر پورته شوي او بېنر کې انځورونه له منځه وړی.

100%

یو بل انځور کې لېدل کیږي، چې طالبانو په بېنر کې د انسانانو مخونه په تور رنګ رنګ کړي دي.

له دې وړاندې د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د طالبانو امر بالمعروف مامورینو په یو کمپاین سره په ښار کې د ټولو اعلاناتو له بېنرونو انځورونه لرې کړل، چې پکې د کرېکټ ستوري راشد خان انځور هم و.

د بلوچستان په کچلاغ کې چاودنې سره درې کسان ووژل او ۱۵ ټپیان شول

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۰۸ GMT+۱

د بلوچستان په کوچلاغ کې بېګا په یوه جومات کې د چاودنې له امله د یوه پولیس په ګډون درې کسان ووژل او تر پنځلسو ټپیان شول. ځايي چارواکي وايي، چاودنه له روژه ماتی وروسته د لمونځ ادا کولو پر مهال وشوه.

لا هم د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

تر دې مخکې د بلوچستان په خضدار بازار کې هم د چاودنې له امله دوه کسان ووژل او پنځه ټپیان شول.

د بلوچستان یووالي ټولنې پر دې بریدونو اندېښنه ښودلې او له حکومت یې د کوټلو امنیتي ګامونو د اخیستو غوښتنه کړې ده.