• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرېکټ بورډ: د سريلانکا الف لوبډلې سره د لوبو لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د سريلانکا الف لوبډلې سره د ۵ يو ورځنيو او یوې څلور ورځنيو لوبو لپاره د افغان ابداليانو دوه نوملړه اعلان کړل. د افغان ابدالیانو او سريلانکا الف کرېکټ لوبډلو به دغه لوبې د اپريل په ۲۸ پيل او د مې ر ۱۴ به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن له سريلانکا سره د ۵ يورځنيو لوبو لپاره دې ۱۵ کسيزې لوبډلې ته عبدالباقي، کامل کاکړ او رحمان الله ځدران احتياطي لوبغاړي ټاکلي دي.

د افغان ابداليانو په لوبډله کې اکرام علي خيل لوبډلمشر دی او رياض حسن، عبدالمالک، زبید اکبري، شاهد کمال، بلال ترين، درويش رسولي، محمد اسحاق، ننګيال خروټی، فرمان الله ساپی، قیس احمد، ضیا الرحمان اکبر، سلیم ساپی، عبدالرحمان او بلال سميع هم ور سره لوبغاړي دی. ا

کرېکټ بورډ له سريکلانکا سره د ۴ یوه ورځينو سياليو لپاره هم ۱۶ کسيزه لوبډله غوره کړې ده.

په دې لوبغاړو کې بیا هم اکرام علي خیل لوبډلمشر دی او احسان الله جنت، عمران مير، بهير شاه محبوب، رحمان الله ځدران، اعجاز احمد مهري، عبدالهادي، محمد طاهر عادل، عبدالله تره خيل، خليل ګربز، ضيا الرحمان اکبر، ابراهيم عبدالرحمانزی، نويد ځدران، نسیم منګل، سيد احمد شېرزاد ور سره لوبغاړي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د جلال اباد ښار ځینې اوسیدونکي وايي طالبانو د بېنرونو انځورونه تور کړل

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۱

د جلال اباد ښار د پنځمې حوزې یو شمیر اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې بېګا د طالبانو د امربالمعروف مامورینو د دوکانونو او ښوونیزو مرکزونو په بېنرونو کې د انسانانو انځورونه په تور رنګ سره له منځه یووړل.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د پنځمې حوزې د اوومې ویالې سیمې یو شمیر اوسیدونکو نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، بېنرونو کې د تعلیمي مرکزونو د زدکوونکو انځورونه وو.

هغه انځورونو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، په کې لېدل کیږي، چې د طالبانو د امر بالمعروف مامورین د پولیسو د رنجر پر سر پورته شوي او بېنر کې انځورونه له منځه وړی.

100%

یو بل انځور کې لېدل کیږي، چې طالبانو په بېنر کې د انسانانو مخونه په تور رنګ رنګ کړي دي.

له دې وړاندې د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د طالبانو امر بالمعروف مامورینو په یو کمپاین سره په ښار کې د ټولو اعلاناتو له بېنرونو انځورونه لرې کړل، چې پکې د کرېکټ ستوري راشد خان انځور هم و.

د پاکستان کرېکټ بورډ له نيوزيلنډ سره پنځو شل اوره سیالیو ته لوبډله غوره کړه

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ نن له نيوزيلنډ سره د دغه هېواد د پنځو شل اوره لوبو لپاره ۱۷ کسيزه کرېکټ لوبډله اعلان کړه. بورډ وايي، له نيوزيلنډ سره دغه ۵ شل اوره لوبې په راولپنډۍ او لاهور کې د اپريل مياشتې پر ۱۸ پيلېږي او تر ۲۷ نېټې به دوام وکړي.

د پاکستان د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د دې سیالیو لپاره نن د لاهور په قذافي لوبغالي کې په يوه خبري کنفرانس کې د ۵ احتياطي لوبغاړو ترڅنګ د بابراعظم په لوبډلمشری ۱۷ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې ابرار احمد، اعظم خان، فخرزمان، افتخار احمد، عماد وسيم، محمد عباس اپريدی، محمد رضوان، محمد امير، محمد عرفان خان، نسيم شاه، صایم ایوب، شاداب خان، شاهين شاه اپريدی، اسامه مير، عثمان خان او زمان خان شامل دي.

د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټه وايي، پرعماد وسيم او محمد عامر سربېره یې په لوبډله کې دوه نوي لوبغاړي محمد عثمان او عرفان خان هم اضافه کړي دي.

بورډ په احتياطي لوبغاړو کې « حسیب الله، محمد علي، محمدوسيم جونير، صاحبزاده فرحان او سلمان علي اغا» غوره کړي دي.

د پاکستان کرېکټ لوبډلي مدير او د غوراوي کمېټې غړي وهاب رياض د کرېکټ شل اوره نړیوالو سياليو ته په اشارې سره وويل: « موږ په امريکا او ويسټ انډيز کې د ۲۰۲۴ شل اوره کرېکټ نړیوال جام لپاره تیاری نيسو، دا لړۍ د پاکستان لپاره اهميت لري. د دې پر ځای، چې د نيوزيلنډ قوي اړخ باندې تمرکز وکړو، موږ هدف لرو، چې ځان وڅېړو او د پرمختګ ساحې وپېژنو.»

د پاکستان کرېکټ بورډ پرون د ملي لوبډلې لپاره د مديريت، توپ اچوني، توپوهنې، فزيکي، امنيتي او نورو برخو کې هم روزنکي او مسولان اعلان کړه.

پاکستان کرېکټ ملي لوبډه له تېرې يوې مياشتې راهیسې د پوځ په مرکزونو کې په سختو تمریناتو او د شل اوره نړیوالو سياليو لپاره په تياريو بوخته ده.

سرچینې: ملا هبت الله اخونزاده د ځانمرګو د قطعې هر غړي ته لس زره افغانۍ اختری ور کړی دی

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د طالبانو مشر ملا هبت الله د کوچني اختر په مناسبت د ځانمرګو د قطعې هر غړي ته لس زره افغانۍ اختری ورکړی دی. سرچینې زیاتوي، نوموړي د سترې محکمې قاضیانو، د مرکزي دارالافتا غړو او د جهادي مدرسو مسوولانو ته هم د اختري ور کولو امر کړی.

په کابل کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د هغو ادارو په اړه معلومات ورکړي، چې د ملا هبت الله د امر له مخې پرې د مالیې وزارت د کوچني اختر په مناسبت د اختر ډالۍ په نامه نغدې پیسې وېشي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله دې وزارت ته امر کړی چې د فدایانو قطعې ۳۵۰۰ کسیزه ډلې هر غړي ته د اختر ډالۍ په نوم لس زره افغانۍ ور کړي.

ملا هبت الله دا هم ویلي چې د طالبانو د سترې محکمې او مرکز ي دارالفتا د دوهم او درېیم بستونو مامورینو ته له پنځلس زرو تر شل زرو افغانیو د اختر لپاره نغدي ډالۍ ووېشل شي.

هغه د ټولو جهادي مدرسو مسوولانو او کارمندانو ته ۱۵۰۰۰ اختري ډالۍ غوښتنه کړې ده.

په څلورمه برخه کې نوموړي د طالبانو د علماوو مرکزي او ولایتي شوراګانو هر غړي ته د لس زره افغانۍ اختر ډالۍ د ور کولو امر کړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې اختر نغدي ډالۍ کومې امنیتي ادارې او یا هم د ښاروالۍ مسوولانو او مارموینو ته نه دي ورکړل شوې.

د طالبانو مشر ملا هبت الله د خپل دفتر ټولو کارکونکو ته هم د اختري په نوم ۲۰۰۰۰ افغانۍ ورکړې دي.

دوه ورځې وړاندې په کندهار کې د جهادي مدرسو مسولانو او د جوماتونو ملا امامانو د کندهار والي ملا شیرین سره د لیدنې وروسته ددې ډلې د مشر ملا هبت الله لخوا اختري په نوم ۲۰۰۰۰ افغانۍ ډالۍ په توګه ورکړې.

د طالبانو په واکمنېدو سره د دولتي مامورانو تنخا کمه شوې او د ملا هبت الله د دغو نغدي ډالیو په اړه نیوکې دا دي، چې دغه بې وسه مامورین یې په پام کې نه دي نیولي.

تصويري راپور: د کندهار ښاریان د کمزوري اقتصاد سربېره کوچني اختر ته تیاری نیسي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۲۱ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د کندهارښار د بازارونو د ګڼې ګوڼې تصويري راپور وړاندې کوي، چې پکې خلک د کوچني اختر لپاره په تياریو بوخت دي. د کندهار ښاريان کمزوري اقتصادي حالت او د کارونو نشتوالي اندېښمن کړي.

دغه تصويرونه د کندهار ښار د «شهيدانو چوک، هرات بازار او چهارسو» د ګڼې ګوڼې له سيمو دي.

ډېری خلک د کوچني اختر په مناسبت د خپلو کورنيو سره تياری نیسي او تر ډېره د اختر مېوې اخلي.

د کندهار ښار هرات بازار کې د بوټو، دسمالانو او کاليو دوکانونه
100%
د کندهار ښار هرات بازار کې د بوټو، دسمالانو او کاليو دوکانونه
یو کس په کندهار ښار کې د سړک پر غاړه په ګاډۍ کې دسمالونه، خولۍ  او نور توکي خرڅوي
100%
یو کس په کندهار ښار کې د سړک پر غاړه په ګاډۍ کې دسمالونه، خولۍ او نور توکي خرڅوي

یو کس د سړک پر غاړه خپل ماشوم ته د اختر لپاره توکي رانيسي
100%
یو کس د سړک پر غاړه خپل ماشوم ته د اختر لپاره توکي رانيسي
د کوچني اختر په دې شپو او ورځو کې د وچې مېوې دوکانونه تر ډېره خلاص او خلک تر ناوخته ورته راځي
100%
د کوچني اختر په دې شپو او ورځو کې د وچې مېوې دوکانونه تر ډېره خلاص او خلک تر ناوخته ورته راځي
د کندهار د ولایت مقام مخه؛ په ټولو بازارونو کې طالبانو امنيتي تدابير زيات کړي او تلاشۍ شروع دي
100%
د کندهار د ولایت مقام مخه؛ په ټولو بازارونو کې طالبانو امنيتي تدابير زيات کړي او تلاشۍ شروع دي
ښاريان د اختر لپاره خپلو ماشومانو ته څپلکې او بوټونه رانيسي
100%
ښاريان د اختر لپاره خپلو ماشومانو ته څپلکې او بوټونه رانيسي
د کاليو، صدريو، خوليو او پګړيو دوکانو، چې اختر په شپو کې تر ناوخته خلاص وي
100%
د کاليو، صدريو، خوليو او پګړيو دوکانو، چې اختر په شپو کې تر ناوخته خلاص وي
د چهارسو د سړک پر غاړه د وچې مېوې پلورنکی
100%
د چهارسو د سړک پر غاړه د وچې مېوې پلورنکی
کندهار عينومېنې ښارګوتی، ځوانان د شپې تر ناوخته مجلسونه کوي
100%
کندهار عينومېنې ښارګوتی، ځوانان د شپې تر ناوخته مجلسونه کوي

د دې تصویرونو د اخيستلو پر مهال یو شمېر دوکاندارانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وويل، چې کاروبار يې د نورو کلنو په پرتله کمزوری او خلک د پخوا په څېر توکي نه رانيسي.

دوی يې لامل کمزوری اقتصادي حالت او د يو شمېر خوراکي توکو د بيو لوړوالی يادوي.

ښاريانو له طالبانو څخه د اختر په ورځو کې د امنيت خوندي ساتلو غوښتنه کوله؛ خو طالبان وایي، چې د اختر د نمانځلو لپاره يې امنيتي تدابير زيات کړي دي.

سعودي عربستان او طالبان: د راتلونکې چهارشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۴۲ GMT+۱

تازه سعودي عربستان او د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې د چهارشنبې ورځ (د حمل ۲۲مه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

سعودي ګزټ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت د سپوږمۍ د لیدنې له پروسې وروسته د چهارشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو سترې محکمې هم اعلان کړی، چې د مرکز سربېره په ولایاتو کې چا د شوال د میاشتې سپوږمۍ نه ده لیدلې؛ نو پر همدې بنسټ به راتلونکې چهارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

طالبان دا علان د سعودي عربستان له اعلانه دوه ساعته وروسته کوي.