• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د پارلمان غړی: پاکستاني پوله ساتي ځواکونه او طالبان له جندالله ډلې سره همکاري کوي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۱۵ GMT+۱

د ایران د پارلمان غړي یعقوب رضازاده د پاکستان پوله ساتي ځواکونه او افغان طالبان له جندالله ډلې سره په همکارۍ تورن کړل. ښاغلي رضازاده وايي: «طالبان او پاکستاني ځواکونه نه یوازې د خپلو پولو په امنیت کې کمزوري دي، بلکې کله ناکله له جندالله ډلې سره همکاري کوي.»

یعقوب رضازاده چې د ایران پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیسیون د دوهم سکرتر په توګه کار کوي، د ایران له حیات خبري اژانس سره په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ د وري په ۲۳ مه خپره شوه، وویل: «ایران له افغانستان او پاکستان سره شاوخوا ۲۱۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، خو دواړه هېوادونه زموږ له هېواد سره د خپلو پولو د خوندي کولو لپاره اړین او کافي واک نه لري.»

ښاغلی رضازاده وايي چې له افغانستان او پاکستان سره د ایران د ختیځو پولو د امنیت مسوولیت یوازې د ایراني پوله ساتو ځواکونو پر غاړه دی.

د ایران د پارلمان د دغه استازي په وینا له جندالله سره د طالبانو او پاکستان د سرحدي ځواکونو همکاري د دې لامل کیږي چې دغه ډله ایران ته دننه شي.

د هغه په وينا، سره له دې چې ايران ته د جندالله ډلې د ننوتلو د مخنيوي هڅې روانې دي، خو په وروستيو بريدونو کې د ايران د وسله والو ځواکونو يو شمېر په دغه بریدونو کې وژل شوي دي.

د ایران د پارلمان د دغه غړي د څرګندونو په اړه تر اوسه پورې اسلام اباد او د طالب چارواکو کوم غبرګون نه دی راغلی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې په افغانستان کې د ورښت او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي‌چلند د هوا پوهنې ریاست وايي، د پنج شنبې او جمعې په ورځو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د واورې، باران، سېلابونو راوتلو او چټک توپان اټکل شوی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پنج شنبې په ورځ د (وري ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د وري په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، ارزګان، ډایکنډي، غور، هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، جوزجان، او فاریاب ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د درنې واورې، ګڼ باران، نسبتا چټک توپان او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

یادې ادارې ویلي دي، د ورښت کچه به په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۵څخه تر ۸۰ ملي مترو او د واورې کچه به له ۱۵ څخه تر ۵۰ سانتې مترو پورې وي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند د هوا پوهنې ادارې له لوري په خپره شوې خبرتیا کې لیکل شوي چې، په لوېدیځو، سوېلي او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون به نسبتا چټک توپان پېښ شي چې، د چټک والي کچه یې په بېلابېلو سېمو کې له ۲۰څخه تر ۸۰ کیلومتره په یوه ساعت کې اتکل شوې.

سکای نیوز: د اسراييل پوځ وايي چې د اسماعیل هنیه درې زامن یې په هوايي برید کې وژلي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۵۷ GMT+۱

سکای نیوز د اسراییل د پوځ له قوله راپور ورکړی چې د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه درې زامن یې په يوه هوايي هدفي برید کې وژلي دي. تېره ورځ چهارشنبه د وري ۲۲مه په غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې د اسماعیل هنیه درې زامن او څلور لمسیان وژل شوي وو.

سکای نیوز نن پنج شنبه د (وري ۲۳مه) د اسراییل پوځ له قوله راپور ورکړی چې تېره ورځ په غزه کې د اسماعیل هنیه درې زامن د اسراییلي پوځ له لوري په یوه هوايي هدفي برید کې وژل شوي دي.

د اسراييل پوځ سرچینو سکای نیوز ته ویلي، چې وژل شوي کسان یې تر څار لاندې او د دوی هدف وو.

د الجزیرې خبري شبکې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) خبر ورکړی و، چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه درې زامن او کورنۍ غړي په غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي دي.

دغې شبکې د اسماعیل هنیه له قوله ویلي و، چې د کورنۍ غړي یې د غزې په شمال کې شاطي کمپ ته د اختر لپاره له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره د لیدو لپاره روان وو، چې پرې برید وشو او د هغه درې زامن او څلور لمسیان پکې ووژل شول.

اسراييلي پوځ سکای نیوز ته ویلي چې د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنيه دوه زامن محمد او حازم د حماس جګړه ییز قوماندان وو او د امير په نامه زوی یې هم سیمه ییز وسله وال قوماندان و.

ويل کیږي، داسې بریدونه به د حماس او اسراییل تر منځ په نړېواله کچه د اوربند شوې خبرې اترې له ګواښ سره کړي او ښايي په غزه کې روانه جګړه لا وغځوي.

اسماعیل هنیه الجزیرې ټلویزیون ته ويلي، چې اسراییل په داسې بریدونو سره غواړي چې خپلې غوښتنې په فلسطینیانو ومني او په دې ډول پر دوی فشار واچوي.

الجزیرې راپور ورکړی، چې د اسراییل په بریدونو کې د اسماعیل هنیه د کورنۍ ۶۰ تنه خپلوان وژل شوي دي.

واعظ‌زاده بهسودي له طالبانو وغوښتل چې د نجونو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر کړي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۱

یوه شیعه عالم ایت الله واعظ‌زاده بهسودي له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي. نوموړی وايي، چې له «زده‌کړو» انکار نه شي کیدی ځکه چې زده‌کړه یو «نیک کار» دی او «څوک چې یو ښه کار وکړي، هغه که نارینه وي یا ښځینه، خدای به هغه ته ښه ژوند ورکړي.»

په هغې ویډیو کې چې موږ ته رسېدلې، ښاغلی بهسودي د اختر په لمانځه کې د وینا پر مهال وايي، هغه د زده‌کړو د ګډو ټولګیو مخالف دی او «د زده‌کړو ځای باید اسلامي وي، د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا وي.»

نوموړی وایي، د حل لاره دا ده چې طالبان له نړۍ وغواړي چې «که د نارینه و لپاره لس زره لېسې لرو باید د نجونو لپاره هم لس زره لېسې ولرو.»

ایت الله واعظ‌زاده بهسودي وايي: «د نجونو لپاره د مناسب چاپیریال د نه شتون په پلمه موږ نه شو کولی د ټولنې له نیمایي څخه زیاته برخه له زده‌کړو چې د دوی شرعي، قانوني او بشري حق دی، بې برخې کړو.»

نوموړی په خپلو خبرو کې زیاتوي،چې د هلکانو او نجونو لپاره د پوهنتونونو، ښوونځیو او زده‌کړو موسسو د جلا کېدو له امله یوې لویې بودیجې او لویو بشري سرچینو ته اړتیا ده، چې افغانستان یې د پوره کولو وس نه لري. خو وايي، که دغه بنسټونه وتړل شي، «ښه خبره نه ده.»

هغه په ټینګار سره له طالبانو وغوښتل چې نجونو ته دې په جلا چاپیریال کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول.

د یو شمېر اسلامي هېوادونو او اسلامي نړۍ د عالمانو په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو بندیز غندلی او د دې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

په منځني ختیځ کې تر کړکېچ وروسته د جرمني هوايي شرکت تهران ته خپلې الوتنې وځنډولې

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۵۴ GMT+۱

په منځني ختیځ کې د کړکېچ او پر اسراییل د ایران د غچ اخیستنې د احتمال له کبله، د جرمني د لوفتانسا هوايي شرکت تهران ته خپلې الوتنې ځنډولې. دغه شرکت ویلي چې د اپریل له شپږمې راهیسې یې تهران ته الوتنې بندې کړې دي.

لوفتانسا هوايي شرکت زیاته کړه چې تهران ته یې الوتنې شاید د پنج شنبې په ورځ د اپریل تر ۱۱مې نیټې پورې وځنډول شي.

د دغه شرکت یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی وضعیت څاري او د مساپرو او عملې خوندیتوب یې لومړیتوب دی.

تر اوسه پورې نورو نړیوالو هوايي شرکتونو تهران ته د الوتنو د ځنډولو اعلان نه دی کړی.

په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ اسراییل ته له منسوب برید وروسته، د سیمې هېوادونه او امریکا د تهران له خوا پر اسراییل د غچ اخیستونکي برید په اړه خبرداری ورکوي.

په دغه برید کې د ایران د سپاه پاسداران د درېیو جنرالانو په ګډون اوه تنه وژل شوي. د ایران حکومت مشر علي خامنه يي د چهارشنبې په ورځ د اختر لمانځه پرمهال په خپله وینا کې وویل چې اسراییل ته «باید سزا ورکول شي او سزا به ورکړل شي.»

امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو ټینګار کړی

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۳۱ GMT+۱

یوه ورځ وروسته له هغې چې طالبانو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل رد کړل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هېواد یې لا هم د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ کوي. د وزارت په وینا، د استازي ټاکل د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غړو غوښتنه ده.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي د ویاند د خبرو په غبرګون وویل چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل بېځایه هڅه ده.

هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د یوناما په شتون سره د نوي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

خو د ملګرو ملتونو ویاند ویلي دي چې د ځانګړي استازي پر ټاکلو کار روان دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت یو وياند د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف يعقوبي ته وويل، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ٢٧٢١ پرېکړه ليک له مخې، دغه شورا د یاد سازمان له سرمنشي څخه غوښتي، چې د افغانستان لپاره ځانګړى استازى وټاکي.

هغه وویل: «موږ د دې موضوع ملاتړ ته دوام ورکوو او د هغه د ټاکل کېدو په تمه یو.»

د لوېدیځو هېوادونو استازو ویلي، چې له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو د همغږي کولو لپاره د ځانګړي استازي ټاکل اړین دي.

خو یوې ډیپلوماټیکې سرچینې پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټربیون ته ویلي، دا امکان نه لري چې طالبان دې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د منلو په اړه له خپل دریځه په شا شي.

ایکسپرېس ټربیون د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې له اختر وروسته به د یوناما مشره روزا اوتونبایوا له طالب چارواکو سره «جدي خبرې» پیل کړي، چې دغه ډله د ځانګړي استازي په منلو قانع کړي.

د ورځپاڼې په وینا، یو پلان دا دی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي پرځای یو ځانګړی همغږي کوونکی وټاکي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک په غبرګون کې ویلي چې دغه پرېکړه لیک د دغې ډلې له مشورې پرته تصویب شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د «خپلواکې ارزونې او وړاندیزونو» په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک د مرغومي میاشتې په نهمه نیټه د ۱۳ تایید رایو او د روسيې او چین د دوه غیرحاضرو رایو سره تصویب شو.

ښاغلي سینیرلي اوغلو په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې وه.