• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز: ایران امریکا ته ویلي چې د اسراییل د برید ځواب په بېړه نه ور کوي

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۱۸ GMT+۱

رویټرز د پنجشنبې په ورځ د سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې تهران واشنګټن ته په یوه پیغام کې ویلي، چې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید په ځواب کې به بېړه ونه کړي. تهران ویلي، چې دې برید ته به په داسې ډول ځواب ورکړي چې د لویې شخړې او کړکېچ لامل نه شي.

د رویټرز په وینا، واشنګټن ته د تهران پیغام د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د یکشنبې په ورځ عمان ته د سفر پر مهال رسولی دی.

په دمشق کې اسراییل د ایران پر کونسلګرۍ په برید کې د سوریې او لبنان د سپاه پاسداران د قومندان محمد رضا زاهدي په ګډون د سپاه پاسداران اوه غړي وژل شوي دي.

د ایران چارواکو په وار وار ګواښ کړی دی، چې اسراییل ته به د دغې حملې سزا ور کړي.

بلومبرګ او وال سټریټ ژورنال هم د امریکايي استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییل د برید په وړاندې د ایران ځواب نېږدې دی.

د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې دوی د ایران د برید ځواب ته چمتو دي.

همداراز د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که ایران له خپلې خاورې برید وکړي، اسراییل به پر ایران برید وکړي.

ایراني سرچینو رویټرز ته ویلي، چې تهران په دې باور دی، چې نتنیاهو غواړي چې ایران په جګړه کې راښکېل کړي، نو له همدې امله به پر اسراییل له مستقیم برید ډډه کوي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند د ایران د دې پیغام په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو ویې ویل، چې امریکا ایران ته خبرداری ورکړی، چې په دمشق کې د ایران پر سفارت په برید کې لاس نه لري.

د رویټرز په وینا، یوې ایرانۍ سرچینې دا احتمال رد نه کړ، چې د ایران د ملاتړ ډلو غړي غواړي چې پر اسراییل برید کوي.

خو د لبنان حزب الله لخوا پر شمالي اسراییل دا ډول بریدونه نوي نه دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبه په ورځ وویل چې "د ایران او د هغه د نیابتي ډلو له خوا د ګواښونو پروړاندې د اسراییل د امنیت لپاره زموږ ژمنې اوسپنیزې دي."

سرچینې رویټرز ته ویلي، چې امریکا له ایرانه غوښتي، چې له زغمه کار واخلي او د ډیپلوماسۍ لپاره چاپېریال رامنځته کړي او تهران ته یې خبرداری ورکړی، چې د مستقیم برید په صورت کې به له اسراییل سره ودرېږي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د روسیې سل پوځي روزونکي نایجر ته ورسېدل

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د نایجر دولتي ټلویزیون ار ټي این خبر ورکړی، چې د روسیې ۱۰۰ پوځي روزونکي له تجهیزاتو سره دغه هېواد ته رسیدلي دي. له دغو روزونکو یوه یې وویل: "موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ډېره تجربه لرو او دلته راغلي یو، چې دا تجربه له خپلو ملګرو سره شریکه کړو."

دغه روزونکي، چې نوم یې نه دی یاد شوی، د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته ویلي، چې دغه روزونکي د نایجر پوځیانو ته روزنه ورکوي.

د ار ټي این نایجر دولتي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ د یوې پوځي کارګو الوتکې انځورونه وښودل، چې د روسیې پوځي تجهیزات باروي.

ویل شوي، چې نایجر ته د روسیې د پوځي تجهیزاتو او روزونکو راتګ د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د نایجر د پوځي حکومت او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر منځ د وروستۍ موافقې په تعقیب شوی دی.

د دغه رپوټ له مخې روسیې په نایجر کې د الوتکې ضد سیسټم د نصبولو موافقه کړې او روسي روزونکي له نایجر سره د دې په نصبولو کې مرسته کوي.

نایجر د روان کال په مارچ میاشت کې له امریکا سره خپل پوځي تړون لغوه کړ.

وروسته له هغه چې د نایجر د ولسمشرۍ ساتونکو ځواکونو د اسد په ۱۴۰۲ کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې دننه د دې هیواد ولسمشر محمد بازوم ونیو او ګوښه کړ، فرانسوي ځواکونه یې هم له نایجر واېستل.

فرانسې په لویدیځه افریقا کې د اسلامپالو وسله والو ډلو سره د مقابلې لپاره په نایجر کې خپل پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي وو.

امریکا وايي روسي هېکرانو یې دولتي برېښنالیکونه غلا کړي دي

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د متحده ایالاتو د سایبر امنیت اداره وايي، د روسیې ملاتړو هېکرانو د متحده ایالاتو د څو فدرالي ادارو برېښنالیکونه غلا کړي دي. د روان کال په جنورۍ میاشت کې هېکرانو پر مایکروسافټ برید وکړ او د دغه شرکت تر ځینو مدیریتي حسابونو ته یې ځان ورساوه.

مایکروسافټ په دې اړه په خپل پخواني راپور کې ټینګار کړی و، چې د دغه شرکت د یوه پخواني اداري اکونټ له غلا کېدلو وروسته هېکرانو ځینو نورو اکونټونو ته د لاسرسي لپاره لازمې اجازې ترلاسه کړې.

هېکران بې له دې چې کشف شي لږترلږه دوه میاشتې جوړو شويو سیسټمونو ته لاسرسی درلود.

د ایپي ۲۹د هېک کولو ډله، چې مایکروسافټ ورته " د نیمې شپې کولاک" وايي، د دې سایبري برید مسؤل پېژندل شوې ده.

بېلابېل شواهد د روسیې د بهرنیو استخباراتو له ادارې سره د دې ډلې تړاو په ګوته کوي.

د متحده ایالاتو د سایبر امنیت او زېربنا امنیت اژانس هم په یوه بیان کې یادونه کړې چې، د مایکروسافټ زیربنا ته د روسیې بریالي ننوتل او د دولتي ادارو د مخابراتو افشا کول دې ادارو ته لوی خطر دی.

خو د دې اعلامیې په متن کې د هغو سازمانونو نومونه نه دي یاد شوي چې د دغه برید قربانیان دي.

له دې پیښې وروسته، د متحده ایالاتو د سایبر امنیت ادارې لخوا یو نوی بېړنی لارښود خپور شو، چې ملکي دولتي ادارو ته امر شوی، چې د دوی د برېښنالیک حسابونو خوندي کولو لپاره اړین اقدامات پلي کړي.

د ۲۰۲۴ کال د اپریل په ۲ د دې بېړني لارښود له خپریدو وروسته، دولتي ادارو یوه اونۍ وخت درلود، چې د خپلو اکونټونو پاسورډونه بدل کړي او اغیزمن سیسټمونه خوندي کړي.

د مایکروسافټ زېربنا ته د روسی هېکرانو ننوتل د دې لامل شوي، چې دا شرکت د بیلابیلو ادارو لخوا تر فشار لاندې راشي.

د متحده ایالاتو حکومت د خپل برېښنالیک حسابونو کوربه کولو لپاره د سافټویر لوی شرکت باندې خورا ډیره تکیه کوي.

تیر مارچ، مایکروسافټ یوي د یو راپور په خپرولو سره د دې شرکت زیربنا ته د روسی هېکرانو د لاسرسي بندولو لپاره خپلې هڅې اعلان کړې.

دې شرکت په خپل راپور کې د روسیې بریدونه "دوامداره" بللي دي.

په مسکو کې د اوکراین پر سفارت د روسیې ملي بېرغ وځړول شو

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۵۹ GMT+۱

د تاس دولتي خبري اژانس خبر ورکړی، د روسیې بېرغ چې په دویمه نړۍواله جګړه کې د جرمني د نازیانو سره په جګړه کې د دغه هېواد د بري بېرغ هم دی په مسکو کې د اوکراین پر سفارت چې اوس غیر فعاله دی ځړول شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه کار سره دوی له ډیپلوماټیکو قوانینو څخه سرغړونه نه ده کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سفارت اوس هم د اوکراین ملکیت دی.

په همدې حال کې د مسکو ښار چارواکو ویلي، د اوکراین د سفارت د ځمکې اجاره یې هم ختمه کړې ده.
هغوی له هغې وروسته دغه ګام اخیستی، چې د اوکراین په پلازمېنه کیف کې ښاري شورا د روسیې د سفارت د ځمکې قرارداد له منځه یووړ.
شاوخوا دوه کاله وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خپل ټول ډیپلوماټیک او قونسلي کارکوونکي له اوکراینه واېستل.

له هغې سره هم‌مهاله د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له روسیې سره خپلې ټولې ډیپلوماټیکې اړیکې وشلولې.

د اروپايي شورا مشر وايي، چې د کډوالۍ ګټور مدیریت یې لومړیتوب دی

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۲۶ GMT+۱

د اروپايي شورا مشر د پنجشنبې په ورځ ویلی، چې د ایټالیا له لومړي وزیر سره یې د یو لومړیتوب په توګه د ګډوالۍ د ګټور مدیریت په اړه موافقه کړې ده.

چارلس میشل دا څرګندونې د ایټالیا له لومړي وزیر جورجیا میلوني سره د ګډوالۍ او د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په اړه تر لیدنې وروسته کړي‌ دي.‌

د مهاجرت او پناه غوښتنې په اړه د اروپايي ټولنې له خوا تصویب شوي وروستي تړون ته په اشارې سره، نوموړي ویلي، چې اروپايي ټولنه خپل سیسټم کې اصلاحات راولي.

نوموړي پر اېکس ټولنیزې رسنۍ لیکلي: "د دغه تړون پلي کول اوس ډیره مهمه ده،چې د ګډوالو ګټور بیرته ستنیدلو ته هم لاره هواروي. د دریمو هیوادونو سره هم د خپلې همکارۍ پر پیاوړتیا کار کوو چې د ګډوالۍ له پاره قانوني لارې چارې پیدا کړو. د انسانانو قاچاق هم یوه ستونزه ده چې مونږ ټول ورسره په شته امکاناتو مبارزه کوو."

د دغې شورا له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې له نوو اصلاحاتو وروسته به د پناه غوښتنې قضیې به په چټکۍ سره څیړل کیږي او دا کار به ان د اروپايي ټولنې په سرهدونو کې کیږي او د کډوالو بیرته ستنیدل به په اغیزمنه توګه ترسره شي.

دغه نوی تړون غړو هیوادونو ته دا اختیار هم ورکوي چې د پناه غوښتونکو مسؤلیت په غاړه واخلي، مالي مرستې وکړي یا عملیاتي مالتړ برابر کړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق موټر د غزې په شمال کې تر برید لاندې راغلی

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۲۸ GMT+۱

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق، یونیسف، ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ هغه مهال چې د دوی د همکارانو یوه ډله د غزې شمال ته د ننوتلو لپاره انتظار وو، یو موټر یې د اسراییلي ځواکونو تر برید لاندې راغلی دی.

یونیسف وايي، چې د غزه په تړانګه کې د مرستندویه کارکوونکو لپاره وضعیت ناامنه شوی دي.

د یونیسف یوه کارکونکي الجزیرې خبري شبکې ته وویل: «زه له دغو دریو موټرو څخه په یوه کې وم چې د کاروان برخه وه. موږ د ملګرو ملتونو له یوې بلې څانګې سره په یوه ماموریت کې ملګري شوي وو چې کمال عدوان روغتون ته د تیلو، اوبو، خوراکي توکو او طبي توکو مرستې ورسوو.»

د یونیسف دغه کارکوونکی وايي، د بشري مرستو کاروان باندې ډزې وشوې او یوازې په هغه موټر چې دی پکې و درې مرمۍ لګیدلي دي.

د یونیسف د یو بل کارکوونکې ټس اینګرام په وینا، د دوی کاروان د اسراییلي ځواکونو د پوستې څخه په نښه شوی دی.

په غزه کې د ناامنۍ په اړه د اندیښنو په ترڅ کې، یونیسف ویلي، چې د دغو بریدونو له امله به بشردوستانه ماموریت "ناممکنه" شي.

دغه مرستندویه اداره وايي، یاده پیښه یې له اسراییلي چارواکو سره شریکه کړې ده.

اسراییلي چارواکو لا د برید په اړه څه نه دي ویلي.

په غزه کې پر مرستندویه کارکوونکو بریدونه بې ساري نه دي. د وري په ۱۴مه هم د غزې په تړانګه کې د "نړۍ مرکزي پخلنځي" په نوم د يوې امريکايي مرستندويه موسسې اووه کارکوونکي د اسراییلي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳کال د اکټوبر له ۷مې نیټې راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۰۰ فلسطیني مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو په غزه کې د راتلونکي قحطۍ او پر مرستندویه کارکوونکو د بریدونو په اړه غونډه هم کړې وه، خو د پام وړ پایلې یې نه دي لرلي.