د اروپايي شورا مشر وايي، چې د کډوالۍ ګټور مدیریت یې لومړیتوب دی

د اروپايي شورا مشر د پنجشنبې په ورځ ویلی، چې د ایټالیا له لومړي وزیر سره یې د یو لومړیتوب په توګه د ګډوالۍ د ګټور مدیریت په اړه موافقه کړې ده.

د اروپايي شورا مشر د پنجشنبې په ورځ ویلی، چې د ایټالیا له لومړي وزیر سره یې د یو لومړیتوب په توګه د ګډوالۍ د ګټور مدیریت په اړه موافقه کړې ده.
چارلس میشل دا څرګندونې د ایټالیا له لومړي وزیر جورجیا میلوني سره د ګډوالۍ او د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په اړه تر لیدنې وروسته کړي دي.
د مهاجرت او پناه غوښتنې په اړه د اروپايي ټولنې له خوا تصویب شوي وروستي تړون ته په اشارې سره، نوموړي ویلي، چې اروپايي ټولنه خپل سیسټم کې اصلاحات راولي.
نوموړي پر اېکس ټولنیزې رسنۍ لیکلي: "د دغه تړون پلي کول اوس ډیره مهمه ده،چې د ګډوالو ګټور بیرته ستنیدلو ته هم لاره هواروي. د دریمو هیوادونو سره هم د خپلې همکارۍ پر پیاوړتیا کار کوو چې د ګډوالۍ له پاره قانوني لارې چارې پیدا کړو. د انسانانو قاچاق هم یوه ستونزه ده چې مونږ ټول ورسره په شته امکاناتو مبارزه کوو."
د دغې شورا له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې له نوو اصلاحاتو وروسته به د پناه غوښتنې قضیې به په چټکۍ سره څیړل کیږي او دا کار به ان د اروپايي ټولنې په سرهدونو کې کیږي او د کډوالو بیرته ستنیدل به په اغیزمنه توګه ترسره شي.
دغه نوی تړون غړو هیوادونو ته دا اختیار هم ورکوي چې د پناه غوښتونکو مسؤلیت په غاړه واخلي، مالي مرستې وکړي یا عملیاتي مالتړ برابر کړي.


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق، یونیسف، ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ هغه مهال چې د دوی د همکارانو یوه ډله د غزې شمال ته د ننوتلو لپاره انتظار وو، یو موټر یې د اسراییلي ځواکونو تر برید لاندې راغلی دی.
یونیسف وايي، چې د غزه په تړانګه کې د مرستندویه کارکوونکو لپاره وضعیت ناامنه شوی دي.
د یونیسف یوه کارکونکي الجزیرې خبري شبکې ته وویل: «زه له دغو دریو موټرو څخه په یوه کې وم چې د کاروان برخه وه. موږ د ملګرو ملتونو له یوې بلې څانګې سره په یوه ماموریت کې ملګري شوي وو چې کمال عدوان روغتون ته د تیلو، اوبو، خوراکي توکو او طبي توکو مرستې ورسوو.»
د یونیسف دغه کارکوونکی وايي، د بشري مرستو کاروان باندې ډزې وشوې او یوازې په هغه موټر چې دی پکې و درې مرمۍ لګیدلي دي.
د یونیسف د یو بل کارکوونکې ټس اینګرام په وینا، د دوی کاروان د اسراییلي ځواکونو د پوستې څخه په نښه شوی دی.
په غزه کې د ناامنۍ په اړه د اندیښنو په ترڅ کې، یونیسف ویلي، چې د دغو بریدونو له امله به بشردوستانه ماموریت "ناممکنه" شي.
دغه مرستندویه اداره وايي، یاده پیښه یې له اسراییلي چارواکو سره شریکه کړې ده.
اسراییلي چارواکو لا د برید په اړه څه نه دي ویلي.
په غزه کې پر مرستندویه کارکوونکو بریدونه بې ساري نه دي. د وري په ۱۴مه هم د غزې په تړانګه کې د "نړۍ مرکزي پخلنځي" په نوم د يوې امريکايي مرستندويه موسسې اووه کارکوونکي د اسراییلي ځواکونو له خوا ووژل شول.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳کال د اکټوبر له ۷مې نیټې راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۰۰ فلسطیني مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو په غزه کې د راتلونکي قحطۍ او پر مرستندویه کارکوونکو د بریدونو په اړه غونډه هم کړې وه، خو د پام وړ پایلې یې نه دي لرلي.

د اسراییل لومړي وزیر په ښکاره توګه ایران ته ګواښ کړی. د ټایمز اسراییل ورځپاڼې د بنیامین نتنیاهو له قوله لیکي، چې که څه هم اسراییل په یوه ستونزمن وخت کې دی او له غزې سره په جګړې بوخت دی، خو په نورو برخو کې هم د احتمالي جګړې لپاره تیاری نیسي.
نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) وویل، د غزې په جګړه کې د اسراییل پوځي هڅې په "پوره ځواک" سره دوام لري، خو هېواد یې په نورو جبهو کې له ستونزو او ننګونو سره د مخامخ کیدو په موخه د دفاع او احتمالي برید په ځواب کې د اسراییل امنیتي اړتیاو ته ځان چمتو کوي.
هغه په تل نوف هوايي اډه کې د اسراييلي «ایف-۱۵» جنګي الوتکو د ليدنې پر مهال پر اسراييل د ایران د برید ګواښونو ته په اشارې سره وويل: «موږ يو ساده اصل لرو: څوک چې موږ ته زيان ورسوي، موږ به يې زيانمنوو.»
د اسراييل په ایف-۱۵ الوتکې، د اوږد واټن د بريدونو لپاره د دغه هېواد د هوايي ځواک مهمې وسلې لیږدولی شي.
د اسراییل د پوځ راډیو د پنجشنبې په ورځ د ایران له خوا د احتمالي برید لپاره چمتووالي ته په اشارې سره ویلي، چې د اسراییل هوايي ځواک په تېرو ورځو کې له قبرس سره په ګډ تمریني الوتکو کې برخه اخیستې وه.
دغه تمرین د قبرس په اسامان سیمه کې ترسره شوی او په لرې پرتو اهدافو بریدونه شوي دي.
په وروستیو ورځو کې ایراني چارواکو په کراتو په دمشق کې د ایران د سفارت په قونسلګرۍ د حملې په خاطر اسراییل ته د سزا ورکولو ګواښ کړی دی.
په دغه برید کې په سوریه او لبنان کې د سپاه پاسداران د قوماندان محمد رضا زاهدي او د هغه د مرستیال محمد هادي حاجي رحیمي په ګډون د دغې ډلې اوه تنه غړي ووژل شول.
بلومبرګ د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې ایران به په مستقیم ډول یا د خپلو نیابتي وسلو په کارولو سره ډېر ژر د اسراییل پر پوځ او حکومتي اهدافو لوی توغندي یا ډرون بریدونه وکړي.
په داسې حال کې چې پر اسراییل د ایران د برید په اړه اټکلونه او ارزونې په نړۍوالو رسنیو کې یوه مهمه موضوع ګرځیدلې، د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو پخواني قومندان حسین علایي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ایران اساسي تګلاره له اسراییل او امریکا سره له جګړې ډډه کول دي.
له بلې خوا د ایران ځینو چارواکو تېره اونۍ نه یوازې اسراییل بلکې امریکا هم په غچ اخیستلو ګواښلې ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ وویل: «د ایران او د هغه د نیابتي ډلو له خوا د دې ګواښونو په وړاندې د اسراییل امنیت ته زموږ ژمنتیا په بشپړه ټوګه اوسپنیزه ده.»
د چهارشنبې په ورځ باخبرو سرچینو خبر ورکړ، چې امریکا د سعودي عربستان، عراق، متحده عربي اماراتو او قطر له لارې ایران ته خبرداری ورکړی چې له اسراییل سره د کړکېچ له زیاتېدو ډډه وکړي.
په همدې ورځ روسيې له ایران او اسراییل څخه وغوښتل چې په منځني ختيځ کې د اوسنيو کړکېچونو په ترڅ کې دې له زغم څخه کار واخلي، څو سيمه نوره بې ثباته نه شي.
د روسیې د ولسمشرۍ ویاند دیمیتري پسکوف هم وویل، چې د دغه هېواد له لوري د اسراییل او ایران ترمنځ د منځګړتوب هېڅ غوښتنه نه ده شوي.
هغه په ورته وخت کې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل برید د نړۍوالو قوانینو له ټولو اصولو سرغړونه وبلله.
که څه هم روسیې له دې مخکې په غزه کې له حماس سره په شپږ میاشتنۍ جګړه کې د اسراییل چلند غندلی، خو دغه هېواد په دودیز ډول هڅه کوي چې په سیمه کې له ټولو سترو قدرتونو سره دوستانه اړیکې وساتي.

د اوکراین د چارواکو په وینا، د روسیي توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د پنجشنبې په ورځ کییف ته نږدې د بریښنا یوه لویه فابریکه ویجاړه کړې او د اوکراین په څو سیمو کې یې د بریښنا تاسیسات په نښه کړي دي.
دا بریدونه په داسې حال شوي، چې د اوکراین د انرژۍ مرکزونه په دې وروستیو کې د روسیې له ډیر ځپل شوي دي او اغیز یې ځکه ډیر دی، چې د اوکراین هوايي دفاعي برخه خورا ضعیفه ده.
د دغه بریښنا فابریکې یو جګپوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل، د روسیې د لوی برید له امله، پلازمینې ته نږدې د تریپلسکا د ډبرو سکرو پر مټ چلیدونکي د بریښنا فابریکه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د شوروي د وخت دغو لویو تاسیساتو کې اور لګیدلی او تور لوګی ترې پورته کیږي.
ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ټیلیګرام خپور کړي پیغام کې دا بریدونه "ترهګریز" عمل بللي او غندلي یې دي. هغه ویلي: "موږ هوايي دفاعي او نورو دفاعي وسایلو په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لرو، نه تړلو سترګو او اوږدو بحثونو ته."
د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې په اوکراین کې یې د تیلو او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي. دغه وزارت ویلي، چې یاد بریدونه یې د بې پیلوټه الوتکو او د هوا او سمندر څخه د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ ترسره کړي او موخه یې د اوکراین بریدونو ته ځواب ویل وو.
تر دې وړاندې، اوکراین د روسیې د تیلو، ګازو او انرژۍ پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي وو.
د لویدیځ څخه په بیړنۍ توګه د هوایي دفاعي سیسټمونو د ترلاسه کولو له پاره د کییف غوښتنې نورې په ناهیلۍ بدلې شوي دي.
د روسیې په دغو بریدونو کې د اوکراین د مرکزګرمۍ، اوبو او بریښنا تاسیسات زیانمن شوی او د هغوی د کار د دوام په اړه یې اندیښنې راپورته کړي دي.
د اوکراين د هوايي ځواک قوماندان وويل، چې هوايي دفاع سیسټم يې له راتلونکو توغنديو او بې پیلوټه الوتکو څخه ١٨ یې له منځه وړي دي. د اوکراین پوځ ویلي، چې په برید کې په ټولیز ډول ۸۲ توغندي او بې پیلوټه الوتکې کارول شوي دي.

په منځني ختیځ کې د امریکا استازي د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او عراق له بهرنیو چارو وزیرانو غوښتي چې په سوریه کې د ایران پر سفارت د اسراییلو له مشکوکو هوايي برید وروسته ایران د کړکیچ کمولو ته وهڅوي.
یوې سرچینې چې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د سپینې ماڼۍ د منځني ختیځ ځانګړي استازي زار بریټ مک ګورک له دغو چارواکو غوښتي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره تماس ونیسي او دا پیغام ورته ورسوي چې ایران باید له اسراییلو سره کړکېچ کم کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او عراق د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د سیمې د کړکېچ په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.
سپینې ماڼۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د ایران د اسلامي جمهوری مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي ویلي، چې اسراییل ته باید د دمشق د برید سزا ورکړل شي. په دغه برید کې د ایران د سپاه پاسداران ۷ غړي په کې وژل شوي وو.
په وژل شویو کې د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې، قدس ځواک، یو لوړ پوړی قوماندان محمد رضا زاهدي هم شامل و.
اسراییل، چې د اکټوبر په میاشت کې یې د ایران د ملاتړې ډلې، حماس، پر ضد په غزې کې جګړه پیل کړې، دا نه ده تایید کړې چې په دمشق کې برید دوی کړی دی، خو امریکا ویلي، چې دغه برید د اسراییل له لوري شوی دی.

د ایټالیا ساحلي ګارد ویلي، چې د یوې کښتۍ له ډوبیدو وروسته یې ۲۲ کډوال ژغورلي، خو ښايي ۱۵نور لادرکه وي. د دغه ګارډ د معلومات له مخې، دغه کښتۍ چې کډوال پکې سپاره وو، د چهارشنبې په ورځ د لامپدوزا ټاپو ته نژدې په توپاني هوا کې ډوبه شوې ده.
د ایټالیا ساحلي ګارد وايي، په سیمه کې د خرابې هوا له کبله د ژغورنې عملیات له ننګونو سره مخامخ دي.
د دغې پېښې ژغورل شوي کسان پناه ځایونو ته لېږدول شوي، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه کډوال د کومو هېوادونو وکړي دي.
لامپدوزا، چې د مدیترانې په بحیره کې د تونس او مالټا او د سیسیل لویې ټاپو ترمنځ موقعیت لري، د کډوالو لپاره د اروپا اتحادیې ته د ننوتلو یوه مهمه لاره ده.
د چهارشنبې په ورځ د اروپايي پارلمان استازو د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې او کډوالۍ تړون تصویب کړ. د نویو بدلونونو پر بنسټ، د پناه غوښتونکو د کډوالۍ دوسیې او د هغوی د اېستلو بهیر چټک شوی دی.