• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا استازي د منځني ختیځ د بهرنیو چارو له وزیرانو غوښتي له ایران سره یې منځګړتوب وکړي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۵۶ GMT+۱

په منځني ختیځ کې د امریکا استازي د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او عراق له بهرنیو چارو وزیرانو غوښتي چې په سوریه کې د ایران پر سفارت د اسراییلو له مشکوکو هوايي برید وروسته ایران د کړکیچ کمولو ته وهڅوي.

یوې سرچینې چې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د سپینې ماڼۍ د منځني ختیځ ځانګړي استازي زار بریټ مک ګورک له دغو چارواکو غوښتي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره تماس ونیسي او دا پیغام ورته ورسوي چې ایران باید له اسراییلو سره کړکېچ کم کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او عراق د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د سیمې د کړکېچ په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.

سپینې ماڼۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د ایران د اسلامي جمهوری مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي ویلي، چې اسراییل ته باید د دمشق د برید سزا ورکړل شي. په دغه برید کې د ایران د سپاه پاسداران ۷ غړي په کې وژل شوي وو.

په وژل شویو کې د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې، قدس ځواک، یو لوړ پوړی قوماندان محمد رضا زاهدي هم شامل و.

اسراییل، چې د اکټوبر په میاشت کې یې د ایران د ملاتړې ډلې، حماس، پر ضد په غزې کې جګړه پیل کړې، دا نه ده تایید کړې چې په دمشق کې برید دوی کړی دی،‌ خو امریکا ویلي، چې دغه برید د اسراییل له لوري شوی دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د مدیترانې په سمندرګي کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۹ کسان مړه شوي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۷ GMT+۱

د ایټالیا ساحلي ګارد ویلي، چې د یوې کښتۍ له ډوبیدو وروسته یې ۲۲ کډوال ژغورلي، خو ښايي ۱۵نور لادرکه وي. د دغه ګارډ د معلومات له مخې، دغه کښتۍ چې کډوال پکې سپاره وو، د چهارشنبې په ورځ د لامپدوزا ټاپو ته نژدې په توپاني هوا کې ډوبه شوې ده.

د ایټالیا ساحلي ګارد وايي، په سیمه کې د خرابې هوا له کبله د ژغورنې عملیات له ننګونو سره مخامخ دي.

د دغې پېښې ژغورل شوي کسان پناه ځایونو ته لېږدول شوي، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه کډوال د کومو هېوادونو وکړي دي.

لامپدوزا، چې د مدیترانې په بحیره کې د تونس او ​​مالټا او د سیسیل لویې ټاپو ترمنځ موقعیت لري، د کډوالو لپاره د اروپا اتحادیې ته د ننوتلو یوه مهمه لاره ده.

د چهارشنبې په ورځ د اروپايي پارلمان استازو د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې او کډوالۍ تړون تصویب کړ. د نویو بدلونونو پر بنسټ، د پناه غوښتونکو د کډوالۍ دوسیې او د هغوی د اېستلو بهیر چټک شوی دی.

په بلوچستان کې د یوې لارۍ د چپه کېدو په پېښه کې ۱۷ تنه مړه شوي او ۳۸ نور ټپیان دي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۴۱ GMT+۱

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د شاه نوراني زیارت ته پر لاره د زیارت کوونکو د یوې لارۍ چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۷ تنه مړه شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي. پاکستاني پولیس وايي، لارۍ د چلوونکي د بې غورۍ له امله له سړک وتلې او کندې ته لوېدلې.

پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ د (وري ۲۳مه) خبر ورکړی چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په یوه لارۍ ۷۰ تنه سپاره زیارت کوونکي د بلوچستان د حب ولسوالۍ د قاسم جوکیو مکلي له کلي څخه تېرېدل.

د پولیسو په وینا، د ۱۵ مړو شویو کسانو پېژندګلوي شوې او ۳۸ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د مساپرو خپلوانو ویلي، چې دغه لارۍ نن سهار نهه بجې یوې درې لوېدلې او له پېښې درې ساعته وروسته د ژغورنې او پولیسو ډله د پېښې ځای ته ورسېده.

په پاکستان کې د بسونو او لاریو ټکرونه نوې خبره نه ده. د دغه هېواد غرنۍ سیمې هر کال د خپلو لویو ښارونو تر منځ پر سړکونو د بسونو او لاریو د ټکر او چپه کیدو شاهدې وي.

د ایران د پارلمان غړی: پاکستاني پوله ساتي ځواکونه او طالبان له جندالله ډلې سره همکاري کوي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۱۵ GMT+۱

د ایران د پارلمان غړي یعقوب رضازاده د پاکستان پوله ساتي ځواکونه او افغان طالبان له جندالله ډلې سره په همکارۍ تورن کړل. ښاغلي رضازاده وايي: «طالبان او پاکستاني ځواکونه نه یوازې د خپلو پولو په امنیت کې کمزوري دي، بلکې کله ناکله له جندالله ډلې سره همکاري کوي.»

یعقوب رضازاده چې د ایران پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیسیون د دوهم سکرتر په توګه کار کوي، د ایران له حیات خبري اژانس سره په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ د وري په ۲۳ مه خپره شوه، وویل: «ایران له افغانستان او پاکستان سره شاوخوا ۲۱۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، خو دواړه هېوادونه زموږ له هېواد سره د خپلو پولو د خوندي کولو لپاره اړین او کافي واک نه لري.»

ښاغلی رضازاده وايي چې له افغانستان او پاکستان سره د ایران د ختیځو پولو د امنیت مسوولیت یوازې د ایراني پوله ساتو ځواکونو پر غاړه دی.

د ایران د پارلمان د دغه استازي په وینا له جندالله سره د طالبانو او پاکستان د سرحدي ځواکونو همکاري د دې لامل کیږي چې دغه ډله ایران ته دننه شي.

د هغه په وينا، سره له دې چې ايران ته د جندالله ډلې د ننوتلو د مخنيوي هڅې روانې دي، خو په وروستيو بريدونو کې د ايران د وسله والو ځواکونو يو شمېر په دغه بریدونو کې وژل شوي دي.

د ایران د پارلمان د دغه غړي د څرګندونو په اړه تر اوسه پورې اسلام اباد او د طالب چارواکو کوم غبرګون نه دی راغلی.

سکای نیوز: د اسراييل پوځ وايي چې د اسماعیل هنیه درې زامن یې په هوايي برید کې وژلي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۵۷ GMT+۱

سکای نیوز د اسراییل د پوځ له قوله راپور ورکړی چې د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه درې زامن یې په يوه هوايي هدفي برید کې وژلي دي. تېره ورځ چهارشنبه د وري ۲۲مه په غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې د اسماعیل هنیه درې زامن او څلور لمسیان وژل شوي وو.

سکای نیوز نن پنج شنبه د (وري ۲۳مه) د اسراییل پوځ له قوله راپور ورکړی چې تېره ورځ په غزه کې د اسماعیل هنیه درې زامن د اسراییلي پوځ له لوري په یوه هوايي هدفي برید کې وژل شوي دي.

د اسراييل پوځ سرچینو سکای نیوز ته ویلي، چې وژل شوي کسان یې تر څار لاندې او د دوی هدف وو.

د الجزیرې خبري شبکې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) خبر ورکړی و، چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه درې زامن او کورنۍ غړي په غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي دي.

دغې شبکې د اسماعیل هنیه له قوله ویلي و، چې د کورنۍ غړي یې د غزې په شمال کې شاطي کمپ ته د اختر لپاره له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره د لیدو لپاره روان وو، چې پرې برید وشو او د هغه درې زامن او څلور لمسیان پکې ووژل شول.

اسراييلي پوځ سکای نیوز ته ویلي چې د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنيه دوه زامن محمد او حازم د حماس جګړه ییز قوماندان وو او د امير په نامه زوی یې هم سیمه ییز وسله وال قوماندان و.

ويل کیږي، داسې بریدونه به د حماس او اسراییل تر منځ په نړېواله کچه د اوربند شوې خبرې اترې له ګواښ سره کړي او ښايي په غزه کې روانه جګړه لا وغځوي.

اسماعیل هنیه الجزیرې ټلویزیون ته ويلي، چې اسراییل په داسې بریدونو سره غواړي چې خپلې غوښتنې په فلسطینیانو ومني او په دې ډول پر دوی فشار واچوي.

الجزیرې راپور ورکړی، چې د اسراییل په بریدونو کې د اسماعیل هنیه د کورنۍ ۶۰ تنه خپلوان وژل شوي دي.

په منځني ختیځ کې تر کړکېچ وروسته د جرمني هوايي شرکت تهران ته خپلې الوتنې وځنډولې

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۵۴ GMT+۱

په منځني ختیځ کې د کړکېچ او پر اسراییل د ایران د غچ اخیستنې د احتمال له کبله، د جرمني د لوفتانسا هوايي شرکت تهران ته خپلې الوتنې ځنډولې. دغه شرکت ویلي چې د اپریل له شپږمې راهیسې یې تهران ته الوتنې بندې کړې دي.

لوفتانسا هوايي شرکت زیاته کړه چې تهران ته یې الوتنې شاید د پنج شنبې په ورځ د اپریل تر ۱۱مې نیټې پورې وځنډول شي.

د دغه شرکت یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی وضعیت څاري او د مساپرو او عملې خوندیتوب یې لومړیتوب دی.

تر اوسه پورې نورو نړیوالو هوايي شرکتونو تهران ته د الوتنو د ځنډولو اعلان نه دی کړی.

په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ اسراییل ته له منسوب برید وروسته، د سیمې هېوادونه او امریکا د تهران له خوا پر اسراییل د غچ اخیستونکي برید په اړه خبرداری ورکوي.

په دغه برید کې د ایران د سپاه پاسداران د درېیو جنرالانو په ګډون اوه تنه وژل شوي. د ایران حکومت مشر علي خامنه يي د چهارشنبې په ورځ د اختر لمانځه پرمهال په خپله وینا کې وویل چې اسراییل ته «باید سزا ورکول شي او سزا به ورکړل شي.»