• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د مشرانو جرګې مشر له ګوندونو وغوښتل چې له ننګونو سره د مقابلې لپاره ګډ کار وکړي

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۲۵ GMT+۱

د پاکستان د مشرانو جرګې مشر او د دغه هیواد پخواني لومړي وزیر سيد يوسف رضا گيلاني ویلي، چې د پاکستان ټول سياسي ګوندونه دې له ستونزو سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړي.

نوموړي چې د پاکستان په ملتان کې د اختر په ځانګړو مراسمو کې خبرې کولې، ویلي، چې

ایتلافي حکومت د دغه هېواد له ستونزو خبر دی او د حل لپاره یې کار کوي.

ښاغلي ګیلاني ویلي، چې د ملتان د پرمختګ لپاره پخوا هم په ځانګړي ډول کار شوی و او په راتلونکې کې به هم دغه سیمه کې ځانګړي اقتصادي زونونه جوړ شي.

د پیپلز ګوند دغه مخکښ مشر له مسلم لیګ نواز ډلې سره د ایتلافي حکومت د جوړولو د هوکړې په نتیجه کې د مشرانو جرګې مشر وټاکل شو.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

فرانسې ایران، اسراییل، لبنان او فلسطین ته د خپلو وګړو د سفر په اړه خبرداری ورکړ

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۱

د ایران او اسراییل تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته فرانسې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې ایران، اسراییل، لبنان او فلسطین ته له سفر ډډه وکړي. په همدې حال کې ویل شوي، چې فرانسې له ایرانه د خپلو ډیپلوماټانو کورنۍ بېرته بللې دي.

د ایران او اسراییل ترمنځ کړکېچ هغه مهال زیات شو، چې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ په برید کې د سپاه پاسداران لږترلږه اوه لوړپوړي افسران ووژل شول.

ایران دغه برید د اسراییل کار بولي، خو اسراییل تر اوسه په رسمي ډول د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

له بلې خوا د دغه برید په ځواب کې د ایران ګواښ په سیمه کې اندېښنې راپارولې دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسلامي جمهوریت امریکا ته پیغام استولی، چې تهران به د دغه برید ځواب په داسې ډول ورکړي، چې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو لامل نه شي.

دغه خبری اژانس د ایراني سرچینو له قوله زیاته کړې یې ده، چې ایران په دغه پیغام کښې ویلي چې په بیړه به کار ونه کړی ځکه چې په غزه کې اوربند غواړی.

مولوي عبدالحمید: خدای نه، بلکې خلک امیرالمومنین ټاکي

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۵۶ GMT+۱

د ایران د سیستان بلوچستان د مرکز زاهدان د سنیانو امام مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي نن د جمعې د لمانځه په خطبه کې وویل: "په اسلامي نظام کې حاکم یوازې د خلکو استازیتوب کوي او د مسلمانانو خلیفه او امیرالمومنین د خلکو لخوا ټاکل کیږي، نه د خدای لخوا."

د سیستان او بلوچستان پېژندل شوی عالم د ایران د اسلامی جمهوریت د یوه چارواکی خبرې ته په اشارې سره، چې له وسله والو او تاوتریخجنو خلکو سره خبرې نه کوو، وویل: پوښتنه دا ده چې ایا له هغو کسانو سره خبرې شوې دي؟ چې وسلې یې نه درلودې او مظاهرې یې کولې.» ایا له سیاسي بندیانو سره مو خبرې کړې دي؟

هغه زياته کړه، خلک له دوو يا دريو کلونو راهيسې لاريونونه کوي او غوښتنې کوي او بايد د خلکو غږ اورېدل شوى واى.

مولوي عبدالحمید د ایران پر امنیتي ځواکونو د جیش العدل وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل:«موږ د هر لوري له تاوتریخوالي سره مخالف یو.»

د ښاغلي عبدالحمید په وینا، موږ تاوتریخوالی نه د حکومت او نه هم د خلکو له خوا منو. "موږ هر مرور خبرو ته هڅوو."

عبدالحمید اسماعیل زهي چې په مولوي عبدالحمید مشهور دی، د زاهدان جومات د جمعې امام دی.

هغه د ایران د اسلامی جمهوریت په سیاستونو او په سیستان او بلوچستان کې په مظاهرو باندې په ښکاره نیوکه کولو مشهور دی.

رویټرز: ایران امریکا ته ویلي چې د اسراییل د برید ځواب په بېړه نه ور کوي

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۳۳ GMT+۱

رویټرز د پنجشنبې په ورځ د سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې تهران واشنګټن ته په یوه پیغام کې ویلي، چې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید په ځواب کې به بېړه ونه کړي. تهران ویلي، چې دې برید ته به په داسې ډول ځواب ورکړي چې د لویې شخړې او کړکېچ لامل نه شي.

د رویټرز په وینا، واشنګټن ته د تهران پیغام د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د یکشنبې په ورځ عمان ته د سفر پر مهال رسولی دی.

په دمشق کې اسراییل د ایران پر کونسلګرۍ په برید کې د سوریې او لبنان د سپاه پاسداران د قومندان محمد رضا زاهدي په ګډون د سپاه پاسداران اوه غړي وژل شوي دي.

د ایران چارواکو په وار وار ګواښ کړی دی، چې اسراییل ته به د دغې حملې سزا ور کړي.

بلومبرګ او وال سټریټ ژورنال هم د امریکايي استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییل د برید په وړاندې د ایران ځواب نېږدې دی.

د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې دوی د ایران د برید ځواب ته چمتو دي.

همداراز د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که ایران له خپلې خاورې برید وکړي، اسراییل به پر ایران برید وکړي.

ایراني سرچینو رویټرز ته ویلي، چې تهران په دې باور دی، چې نتنیاهو غواړي چې ایران په جګړه کې راښکېل کړي، نو له همدې امله به پر اسراییل له مستقیم برید ډډه کوي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند د ایران د دې پیغام په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو ویې ویل، چې امریکا ایران ته خبرداری ورکړی، چې په دمشق کې د ایران پر سفارت په برید کې لاس نه لري.

د رویټرز په وینا، یوې ایرانۍ سرچینې دا احتمال رد نه کړ، چې د ایران د ملاتړ ډلو غړي غواړي چې پر اسراییل برید کوي.

خو د لبنان حزب الله لخوا پر شمالي اسراییل دا ډول بریدونه نوي نه دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبه په ورځ وویل چې "د ایران او د هغه د نیابتي ډلو له خوا د ګواښونو پروړاندې د اسراییل د امنیت لپاره زموږ ژمنې اوسپنیزې دي."

سرچینې رویټرز ته ویلي، چې امریکا له ایرانه غوښتي، چې له زغمه کار واخلي او د ډیپلوماسۍ لپاره چاپېریال رامنځته کړي او تهران ته یې خبرداری ورکړی، چې د مستقیم برید په صورت کې به له اسراییل سره ودرېږي.

د روسیې سل پوځي روزونکي نایجر ته ورسېدل

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د نایجر دولتي ټلویزیون ار ټي این خبر ورکړی، چې د روسیې ۱۰۰ پوځي روزونکي له تجهیزاتو سره دغه هېواد ته رسیدلي دي. له دغو روزونکو یوه یې وویل: "موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ډېره تجربه لرو او دلته راغلي یو، چې دا تجربه له خپلو ملګرو سره شریکه کړو."

دغه روزونکي، چې نوم یې نه دی یاد شوی، د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته ویلي، چې دغه روزونکي د نایجر پوځیانو ته روزنه ورکوي.

د ار ټي این نایجر دولتي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ د یوې پوځي کارګو الوتکې انځورونه وښودل، چې د روسیې پوځي تجهیزات باروي.

ویل شوي، چې نایجر ته د روسیې د پوځي تجهیزاتو او روزونکو راتګ د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د نایجر د پوځي حکومت او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر منځ د وروستۍ موافقې په تعقیب شوی دی.

د دغه رپوټ له مخې روسیې په نایجر کې د الوتکې ضد سیسټم د نصبولو موافقه کړې او روسي روزونکي له نایجر سره د دې په نصبولو کې مرسته کوي.

نایجر د روان کال په مارچ میاشت کې له امریکا سره خپل پوځي تړون لغوه کړ.

وروسته له هغه چې د نایجر د ولسمشرۍ ساتونکو ځواکونو د اسد په ۱۴۰۲ کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې دننه د دې هیواد ولسمشر محمد بازوم ونیو او ګوښه کړ، فرانسوي ځواکونه یې هم له نایجر واېستل.

فرانسې په لویدیځه افریقا کې د اسلامپالو وسله والو ډلو سره د مقابلې لپاره په نایجر کې خپل پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي وو.

امریکا وايي روسي هېکرانو یې دولتي برېښنالیکونه غلا کړي دي

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د متحده ایالاتو د سایبر امنیت اداره وايي، د روسیې ملاتړو هېکرانو د متحده ایالاتو د څو فدرالي ادارو برېښنالیکونه غلا کړي دي. د روان کال په جنورۍ میاشت کې هېکرانو پر مایکروسافټ برید وکړ او د دغه شرکت تر ځینو مدیریتي حسابونو ته یې ځان ورساوه.

مایکروسافټ په دې اړه په خپل پخواني راپور کې ټینګار کړی و، چې د دغه شرکت د یوه پخواني اداري اکونټ له غلا کېدلو وروسته هېکرانو ځینو نورو اکونټونو ته د لاسرسي لپاره لازمې اجازې ترلاسه کړې.

هېکران بې له دې چې کشف شي لږترلږه دوه میاشتې جوړو شويو سیسټمونو ته لاسرسی درلود.

د ایپي ۲۹د هېک کولو ډله، چې مایکروسافټ ورته " د نیمې شپې کولاک" وايي، د دې سایبري برید مسؤل پېژندل شوې ده.

بېلابېل شواهد د روسیې د بهرنیو استخباراتو له ادارې سره د دې ډلې تړاو په ګوته کوي.

د متحده ایالاتو د سایبر امنیت او زېربنا امنیت اژانس هم په یوه بیان کې یادونه کړې چې، د مایکروسافټ زیربنا ته د روسیې بریالي ننوتل او د دولتي ادارو د مخابراتو افشا کول دې ادارو ته لوی خطر دی.

خو د دې اعلامیې په متن کې د هغو سازمانونو نومونه نه دي یاد شوي چې د دغه برید قربانیان دي.

له دې پیښې وروسته، د متحده ایالاتو د سایبر امنیت ادارې لخوا یو نوی بېړنی لارښود خپور شو، چې ملکي دولتي ادارو ته امر شوی، چې د دوی د برېښنالیک حسابونو خوندي کولو لپاره اړین اقدامات پلي کړي.

د ۲۰۲۴ کال د اپریل په ۲ د دې بېړني لارښود له خپریدو وروسته، دولتي ادارو یوه اونۍ وخت درلود، چې د خپلو اکونټونو پاسورډونه بدل کړي او اغیزمن سیسټمونه خوندي کړي.

د مایکروسافټ زېربنا ته د روسی هېکرانو ننوتل د دې لامل شوي، چې دا شرکت د بیلابیلو ادارو لخوا تر فشار لاندې راشي.

د متحده ایالاتو حکومت د خپل برېښنالیک حسابونو کوربه کولو لپاره د سافټویر لوی شرکت باندې خورا ډیره تکیه کوي.

تیر مارچ، مایکروسافټ یوي د یو راپور په خپرولو سره د دې شرکت زیربنا ته د روسی هېکرانو د لاسرسي بندولو لپاره خپلې هڅې اعلان کړې.

دې شرکت په خپل راپور کې د روسیې بریدونه "دوامداره" بللي دي.