په روزګان کې د سيلابونو له راوتلو وروسته درې ماشومان په اوبو کې ډوب شوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې روزګان ولایت کې د سیلابونو له راتلو وروسته درې ماشومان په اوبو کې ډوب شوي او تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې روزګان ولایت کې د سیلابونو له راتلو وروسته درې ماشومان په اوبو کې ډوب شوي او تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی.
دغې دولتي رسنۍ په خپل راپور کې لیکلي، چې په پنجشیر ولایت کې هم سېلاب «انساني او مالي زیانونه» اړولي دي.
د دغې رسنۍ راپور کې راغلي « د روزګان او پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې د دغو سېلابونو له امله د استوګنې کورونه، کرنيزې ځمکې او سړکونه ويجاړ شوي دي.»
تر اوسه د دغو ویجاړیو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د شنبې په سهار (د وري ۲۵مه) په ټول افغانستان کې د سختو واورو او بارانونو، برېښنا او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی و.

د طالبانو ولایتي مسولانو په بدخشان، سمنګان، بادغيس او پروان ولایتونو کې له پرون راهیسې د ترافيکي پېښو پرمهال د ۱۰ کسانو د مړه کېدو او ۲۲ نورو ټپي کېدو خبر ور کړی. طالب مسولان وايي، چې په دې پېښو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د يو شمېر زخمیانو حالت د اندېښنې وړ دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندي باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ د ولايتي امنيتي مسولينو له قوله خبر ورکړی، چې د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د يوه موټر د چپه کېدو له کبله ۴ کسان مړه شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
باختر اژانس ليکلي، چې په ټپيانو کې ښځي او ماشومان شامل دي او ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
بل لوري بيا په سمنګان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسولینو سېمه یيزو رسنیو ته ويلي، چې د دې ولایت او بلخ پر لويه لار د حضرت سلطان ولسوالۍ په یکه توت کې د يوه موټر د ټکر له کبله یو کس مړ او ۹ نور ټپي شوي دي.
طالب ولايتي مسولان وايي، چې د ۵ ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د باغيس د طالبانو امنيه قومندانۍ پرون خبر ورکړ، چې یو موټر چپه شوی، دوه کسان په کې مړه شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
په یو بل خبر کې بيا د پروان طالبان وایي، چې د يوه موټر د ټکر له امله ۳ کسان مړه شوي او دوه نور ټپي شوي دي.
د پروان د طالبانو امنيه قومندانۍ وايي، چې پېښه د دې ولايت په مرکز کې شوې.
د ولايتي طالب مسولانو په خبره، چې ټپي شوي کسان يې سېمه ييزو روغتونونو ته انتقال کړي او تر تداوی لاندي دي.
د یادوني وړ ده، چې د اختر په لومړۍ ورځ په کونړ ولایت کې د ټرافیکو پېښو له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړ او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، دغه پېښې په شیګل، ناړۍ، سرکاڼو، نواپاس، نرنګ او څوکۍ ولسوالیو کې د موټرو د ټکر او چپه کېدو له امله رامنځته شوې دي.
په دې وروستيو کې په ډېرو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو ګراف لوړ شوی.
څه موده مخکي د طالبانو رییس الوزرا هم اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې وه، چې پر لوي لار د ترافيکي پېښو څار زیات او مخه یې ونيسي.
د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستیال نن په يوه اعلاميه کې ويلي «هیچاته ځای نشته، چې د افغانستان د ننه یا بهر تخريبې کړنې او فعالیتونه تر سره کړي.» مولوي عبدالکبير وايي، چې د دوی «خپلواک پياوړی اسلامي نظام او ملي امنيتي ځواکونه» لري او چا ته به د ورته کړنو اجازه ور نه کړي.
که څه هم نوموړي کومې ډلې ته اشاره نه ده کړې، خو داعش داسې ډله بلل کېږي چې طالبان یې په افغانستان کې له ننګونو سره مخ کړي دي.
ور سره نړیواله ټولنه په تېره د افغانستان ګاونډیان هم وخت نا وخت په افغانستان کې د داعش د بریدونو ډېرېدو او بهر ته د دې ډلې د ګواښ له زیاتېدو اندېښنه ښيي.
دې ډلې تېره میاشت په کندهار ښار کې د نوي کابل بانک مخ ته د ځانمرګی مسوولیت ومانه چې پکې تنخا اخیستو ته کتار شوي د طالبانو امنیتی ځواکونه په نښه شول.
له هغه وروسته په تېره تېر اختر کې طالبانو په کندهار او نورو ولایتونو کې د امنیت ټینګولو تدابیر سخت کړل.
د رییس الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير په نننۍ علاميه کې له خپلو «امنيتي ځواکونو» مننه کړې، چې د اختر په ورځو کې يې امنيتي پلان په ښه ډول عملي کړ.
نوموړي اه خلکو د امنيت په خوندي کولو کې د همکارۍ پر غوښتلو سربېره له «امنيتي ځواکونو» غوښتي، چې د امنيت په تامين کې خپلو چارو ته لا متوجه واوسي.
د طالبانو نورو مشرانو هم د کوچني اختر د مبارکۍ په ليدونو کې له خلکو د امنيت په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.
د طالبانو د هواپوهنې ریاست خبرداری ورکړی، چې په ټول افغانستان کې د شنبې او یکشنبې په ورځو د وري ۲۵مه او ۲۶مه د شړکنده باران، سختې واورې، تالندې او سېلابونو د راوتو شونتیا شته.
دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د باران کچه د ۱۵ تر ۶۰ ملي مترو او د واورې کچه له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو اټکل شوې ده.
همدا تېره ورځ هم په کندهار او هلمند ولایتونو کې د تندر د لوېدو له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د لښکرګاه ښار ته څېرمه په باباجي او ګرشک ولسوالیو کې سیمهییز خلک وایي، چې د تالندې او برېښنا له امله یو کس مړ شوی او د یوې ښځې په ګډون دوه ماشومان سوځېدلي دي.
له بل پلوه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په زاړه کلي کي هم یو ځوان د تندر د لوېدو له امله مړ شوی دی.
ورته مهال په ارزګان ولایت کې طبیعي پېښو ته د طالبانو د چمتووالي مشر سیمهییزو رسنیو ته ویلي، د تېرې ورځې راهیسې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او نورو ولسوالیو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي دي.
هغه ویلي، دغو سېلابونو کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي او همدارنګه سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم له منځه تللې دي.

له بل پلوه د کندهار په معروف ولسوالۍ کې هم د شړکنده بارانونو له امله سېلابونه راوتي.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په لوی کارېز سیمه کې هم سېلابونو یوشمېر خټین کورونه نړولي دي.

د سیمهییزو خلکو په خبره، یوازې په لنډي کلي کې یې تر ۹۰ زیات پسونه وړي دي.
په هلمند ولایت کې د تندر رالوېدو له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي. د هلمند د لښکرګاه ښار ته څېرمه په باباجي او ګرشک ولسوالیو کې سیمهییز خلک وایي، چې د تالندې او برېښنا رالوېدو له امله یو کس مړ شوی او د یوې ښځې په ګډون یې دوه ماشومان سوځېدلي دي.
له بل پلوه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په زاړه کلي کي هم یو ځوان د تندر د لوېدو له امله مړ شوی دی.
په کندهار ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ غرمه مهال شوې ده، چې پکې یو ۲۴کلن ځوان مړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د طالبانو د ټرانسپورټ او هواييچلند د هوا پوهنې ریاست ویلي و، د پنج شنبې او جمعې په ورځو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د واورې، باران، سېلابونو راوتو او چټک توپان اټکل شوی.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هواييچلند وزارت د پنج شنبې په ورځ د (وري ۲۳مه) په اېکس پاڼه لیکلي و، چې د وري په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، ارزګان، ډایکنډي، غور، هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردک، غزني، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د درنې واورې، تېز باران، چټک توپان او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو غړی چې د امریکاد ترهګرو په لست کې شامل دی، په دغه هېواد کې د خپل ازاد حضور په اړه د رسنیو له راپورونو وروسته ونیول شو. د این بي سي نیوز د راپور له مخې، ۴۸ کلن محمد خاورین پرون د تکزاس ایالت په سان انتونیو کې نیول شوی.
د خاورین له نیول کېدو څو ساعته مخکې امریکايي رسنیو خبر ورکړی و، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دغه غړی په دغه هېواد کې ازاد ګرځېږي، سره له دې چې نوم یې د امریکا د فدرالي پولیسو د ترهګرو په لېست کې دی.
ښاغلی خاورین چې نوم یې په امریکايي رسنیو کې د "محمد خاورین" په نوم لیکل شوی، د ۱۴۰۱ کال د حوت په ۱۹مه د مکسیکو له پولې په ناقانونه توګه امریکا ته له ننوتلو وروسته په کلیفورنیا ک ېونیول شو، خو د امریکا له فدرال پولیسو سره د پام وړ تورن په هکله مالومات د ښاغلي خاورین له اړوند معلوماتو سره سر نه خوړ، ځکه په ضمانت خوشی او د پولیسو تر څارنې لاندې خوشی شو.
کله چې نوموړی د امریکا له پولې تېرېده، د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو د محمد خاورین په تړاو یو موردداسې معلومات هم وموندل چې د هغه کس له اطلاعاتو سره یې مطابقت درلود چې د ترهګرو په لېست کې شامل و.
په همدې حال کې، د کډوالو دفترونو د هغه معلومات پروسس کړل، د هغه بایومیټریکونه یې واخیستل او د نورو پناه غوښتونکو په څیر یې خوشی کړ.
بیا هغه ته اجازه ورکړل شوه، چې د پناه غوښتنې او د کار جواز لپاره غوښتنه وکړي او په امریکا کې د یو کال لپاره ازاده توګه ژوند او سفر وکړ.
په ورته وخت کې، د امریکا فدرالي پولیسو، ایف بي اي تیره میاشت د متحده ایالاتو د کډوالو خدماتو ته معلومات ورکړل، چې خاورین احتمالي تروریستي اړیکې لري او ممکن د هیواد ملي امنیت ته ګواښ وي.
این بي سي نیوز له دې قضیې سره د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې هغه له نږدز یو کال ازاد ګرځېدو وروسته د متحده ایالاتو پولیسو هغه د تیر کال د حوت په نهمه په سان انتونیو کې ونیو.
تر نیول کېدو وروسته د روان حمل تر نهمې نېټې پورې په زندان کې و او بیا محکمې ته حاضر شو.
این بي سي نیوز لیکلي چې څارنوالانو له څارنوالانو سره هغه معلومات شریک نه کړل، چې د افغانستان له اسلامي ګوند سره د خاورین اړیکې ښیې، مګر دوی د هغه د بندي ساتلو غوښتنه وکړه او استدلال یې وکړ چې ممکن هغه وتښتي.
خو څارنوالانو د حزب اسلامي دغه غړی د راتلونکي کال تر محاکمې پورې په ۱۲۰۰۰ ډالرو ضمانت خوشی کړ.
د محمد خاورین نوم د ایف بي اي د ترهګرو په لیست کې دی.
په دې لیست کې د شاوخوا ۱،۸ میلیونو کسانو نومونه شامل دي، چې احتمالي امنیتي ګواښونه ګڼل کیږي.
دغه ډیټابیس ښيي، چې دغه کس د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړی دی.
د امریکا په وینا دغه ګوند یو نیم پوځي سیاسي سازمان دی چې د خپلې توندلارې ایجنډا له امله د یوه ترهګر سازمان په توګه پیژندل کیږي.
د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو د رییس د دفتر په وینا، حزب اسلامي یوه "سخته د لویدیځ ضد اورپکې ډله" ده، چې په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د لویدیځ په ملاتړ د حکومت تر نسکوریدو دمخه یې د هغه پرضد کلونه جګړه کوله، خو وروسته یې ور سره جوړه وکړه.
حزب اسلامي په افغانستان کې د هغو بریدونو مسوول دی، چې له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې یې لږ تر لږه ۹ امریکايي پوځیان او ملکي وګړي وژلي دي.
امریکا دغه ګوند په خپله خاوره کې یو ګواښ نه ګڼي.
د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي دي، چې د کډوالو زنداني کولو او شړلو کې لومړیتوب هغه چا ته ور کول کېږي، چې ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي.
د محمد خاورین د خوشي کېدو په اړه د رسنیو د نیوکو په ځواب کې، د امریکا د کورني امنیت وزارت وویل، چې د ګمرکونو او سرحدونو ساتنې ریاست په "ناپوهۍ" کې هغه کس خوشی کړی، چې د ترهګرو په لیست کې دی.
وزارت این بي سي نیوز ته وویل، چې په پیل کې په فایل کې موجود معلومات په بشپړ ډول د دې سړي له معلوماتو سره سمون نه خوړ، مګر کله چې معلوماتو وښوده چې دا سړی "خطرناک" دی، نو ونیول شو.
وزارت ټینګار کړی چې خاورین د "عامه امنیتي ګواښونو" د احتمال له امله د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې و.