• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حزب اسلامي یو غړی د «ترهګریزو چارو» له امله امریکا ته له ننوتلو دوه کاله وروسته ونیول شو

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۱۴ GMT+۱

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو غړی چې د امریکاد ترهګرو په لست کې شامل دی، په دغه هېواد کې د خپل ازاد حضور په اړه د رسنیو له راپورونو وروسته ونیول شو. د این بي سي نیوز د راپور له مخې، ۴۸ کلن محمد خاورین پرون د تکزاس ایالت په سان انتونیو کې نیول شوی.

د خاورین له نیول کېدو څو ساعته مخکې امریکايي رسنیو خبر ورکړی و، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دغه غړی په دغه هېواد کې ازاد ګرځېږي، سره له دې چې نوم یې د امریکا د فدرالي پولیسو د ترهګرو په لېست کې دی.

ښاغلی خاورین چې نوم یې په امریکايي رسنیو کې د "محمد خاورین" په نوم لیکل شوی، د ۱۴۰۱ کال د حوت په ۱۹مه د مکسیکو له پولې په ناقانونه توګه امریکا ته له ننوتلو وروسته په کلیفورنیا ک ېونیول شو، خو د امریکا له فدرال پولیسو سره د پام وړ تورن په هکله مالومات د ښاغلي خاورین له اړوند معلوماتو سره سر نه خوړ، ځکه په ​​ضمانت خوشی او د پولیسو تر څارنې لاندې خوشی شو.

کله چې نوموړی د امریکا له پولې تېرېده، د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو د محمد خاورین په تړاو یو موردداسې معلومات هم وموندل چې د هغه کس له اطلاعاتو سره یې مطابقت درلود چې د ترهګرو په لېست کې شامل و.

په همدې حال کې، د کډوالو دفترونو د هغه معلومات پروسس کړل، د هغه بایومیټریکونه یې واخیستل او د نورو پناه غوښتونکو په څیر یې خوشی کړ.

بیا هغه ته اجازه ورکړل شوه، چې د پناه غوښتنې او د کار جواز لپاره غوښتنه وکړي او په امریکا کې د یو کال لپاره ازاده توګه ژوند او سفر وکړ.

په ورته وخت کې، د امریکا فدرالي پولیسو، ایف بي اي تیره میاشت د متحده ایالاتو د کډوالو خدماتو ته معلومات ورکړل، چې خاورین احتمالي تروریستي اړیکې لري او ممکن د هیواد ملي امنیت ته ګواښ وي.

این بي سي نیوز له دې قضیې سره د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې هغه له نږدز یو کال ازاد ګرځېدو وروسته د متحده ایالاتو پولیسو هغه د تیر کال د حوت په نهمه په سان انتونیو کې ونیو.

تر نیول کېدو وروسته د روان حمل تر نهمې نېټې پورې په زندان کې و او بیا محکمې ته حاضر شو.

این بي سي نیوز لیکلي چې څارنوالانو له څارنوالانو سره هغه معلومات شریک نه کړل، چې د افغانستان له اسلامي ګوند سره د خاورین اړیکې ښیې، مګر دوی د هغه د بندي ساتلو غوښتنه وکړه او استدلال یې وکړ چې ممکن هغه وتښتي.

خو څارنوالانو د حزب اسلامي دغه غړی د راتلونکي کال تر محاکمې پورې په ۱۲۰۰۰ ډالرو ضمانت خوشی کړ.

د امریکا د ترهګرو لېست

د محمد خاورین نوم د ایف بي اي د ترهګرو په لیست کې دی.

په دې لیست کې د شاوخوا ۱،۸ میلیونو کسانو نومونه شامل دي، چې احتمالي امنیتي ګواښونه ګڼل کیږي.

دغه ډیټابیس ښيي، چې دغه کس د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړی دی.

د امریکا په وینا دغه ګوند یو نیم پوځي سیاسي سازمان دی چې د خپلې توندلارې ایجنډا له امله د یوه ترهګر سازمان په توګه پیژندل کیږي.

د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو د رییس د دفتر په وینا، حزب اسلامي یوه "سخته د لویدیځ ضد اورپکې ډله" ده، چې په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د لویدیځ په ملاتړ د حکومت تر نسکوریدو دمخه یې د هغه پرضد کلونه جګړه کوله، خو وروسته یې ور سره جوړه وکړه.

حزب اسلامي په افغانستان کې د هغو بریدونو مسوول دی، چې له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې یې لږ تر لږه ۹ امریکايي پوځیان او ملکي وګړي وژلي دي.

امریکا دغه ګوند په خپله خاوره کې یو ګواښ نه ګڼي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي دي، چې د کډوالو زنداني کولو او شړلو کې لومړیتوب هغه چا ته ور کول کېږي، چې ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي.

پر کورني امنیت وزارت نیوکې

د محمد خاورین د خوشي کېدو په اړه د رسنیو د نیوکو په ځواب کې، د امریکا د کورني امنیت وزارت وویل، چې د ګمرکونو او سرحدونو ساتنې ریاست په "ناپوهۍ" کې هغه کس خوشی کړی، چې د ترهګرو په لیست کې دی.

وزارت این بي سي نیوز ته وویل، چې په پیل کې په فایل کې موجود معلومات په بشپړ ډول د دې سړي له معلوماتو سره سمون نه خوړ، مګر کله چې معلوماتو وښوده چې دا سړی "خطرناک" دی، نو ونیول شو.

وزارت ټینګار کړی چې خاورین د "عامه امنیتي ګواښونو" د احتمال له امله د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې و.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

ایران کې د خښتو بټۍ کې د چاودنې له امله لس افغانان ټپي شول

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د ایران د فارس ولایت د بېړنیو چارو ادارې مشر وايي، د دغه ولایت په مرودشت ولسوالۍ کې د خښتو بټۍ کې د چاودنې له مله لس افغانان ټپي شول. محمد جواد مرادیان وايي، د شپږو ټپیانو حالت ښه نه دی او باید د درملنې لپاره چورلکه کې شېراز ته ولېږدول شي.

ښاغلي مرادیان له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړې، چې په بټۍ کې دا چاودنه نن د ګاز د لیګ له امله شوې ده.

د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې شپږ افغانان سخت سوځېدلي او یو هم سر ته ټپي شوی دی.

محمد جواد مرادیان وايي، ټول لس ټپي افغانان په ځايي روغتون کې درملل کېږي خو شپږ چې بد حالت لري.

ښاغلی مرادیان وايي، د دې ټپیانو د ښې درملنې لپاره د چورلکې برابرولو هڅه کوي چې ژر تر ژره یې ولایتي مرکز شېراز ته لېږدوي.

طالبانو هغه مکتوب درواغ وباله چې پکې د دې ډلې او امریکا ترمنځ د همکارۍ خبره شوې

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مکتوب جعلي بولي چې د دې ډلې د مشر په لاسلیک خپور او پکې له امریکا سره د داعش په ځپلو کې د همکارۍ خبره شوې. د طالبانو دا غبرګون له هغه وروسته دی چې پرون د بلوچستان صوبې پخواني اطلاعاتو وزیر اود دې ډلې نورو مخالفانو دا مکتوب خپور کړ.

دغه مکتوب د طالبانو له نورو رسمي لیکونو سره هم د منځپانګې له پلوه توپیر لري او هم یې د ګرامر او د جملو جوړښت سم دی.

خو له دې سره د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي او د طالبانو ځینې مخالفانو د دې مکتوب په خپرولو سره وویل، چې د دې ډلې او امریکا ترمنځ د داعش پرضد همکاري پیل شوې ده.

جان اڅکزي پرون خپل اېکس کې لیکلي، طالبان په عامه توګه مظاهرې کوي خو د پردې تر شا یې له امریکا سره لاس یو کړی دی.

د نوموړي په خبره:‌ «طالبانو امریکایانو ته اجازه ورکړه چې د کندهار د احمدشاه ابدالي هوايي ډګر او د ارزګان له ترینکوټ هوايي ډګر څخه د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو لپاره کار واخلي.»

خو ذبیح الله مجاهد د هغه اېکس لېنک خپور کړی چې دا مکتوب یې جعلي بللی او پکې ویل شوي چې دا مکتوب جعلي.

ښاغلي مجاهد د دې اېکس لېنک خپرولو سره لیکي: د مغرضو کړیو له جعل او تزویر سره پام کوئ!

د فېک نیوز په نوم دې اېکس تر دې مخکې هم د نورو هغو مکتوبونو انځورونه یا طالب چارواکو ته منسوب د جعل اېکسونو منځپانګې خپرې کړې او پکې لیکل شوي چې دا لېنکونه یا مکتوبونه درواغ دي.

یو ارګ او دوه د اختر لمونځونه؛ طالب چارواکو په ارګ کې دوه ځایه د اختر لمونځونه کړي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې په ارګ کې د ملا برادر په مشرۍ او په سپېدار ماڼۍ کې د مولوي کبیر په مشرۍ د اختر دوه جدا لمونځونه شوي دي. د ارګ پر رسمي پاڼې د دواړو ډلو د اختر د لمانځه انځورونه خپاره شوي، چې پکې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند نه ښکاري.

د کوچني اختر لومړی لمونځ په ارګ کې د ریاست الوزرا د دوو مرستیالانو ملا برادر او ملا عبدالسلام حنفي په ګډون د طالبانو د کابینې د یو شمېر غړو او ځینو میلمو سره یو ځای ادا شوی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال عبدالغني برادر د اختر د وینا پر مهال
100%
د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال عبدالغني برادر د اختر د وینا پر مهال

دویم لمونځ په سپېدار ماڼۍ کې د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په ګډون د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او یو د طالبانو د کابینې د یو شمېر غړو سره یو ځای ادا شوی دی.

که څه هم طالبانو د دغو دوو بېلابېلو جماعتونو د ادا په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ د تشریفاتو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د رییس الوزرا په نه شتون کې د ارګ تشریفاتو مولوي کبیر ته د اختر په لمانځه کې د ګډون پیغام لېږلی و؛ خو د هغه دفتر ورته د رد ځواب لېږلی.

په سپېدار ماڼۍ کې مولوي کبیر د یو شمېر نورو طالب چارواکو سره د لمانځه پر مهال
100%
په سپېدار ماڼۍ کې مولوي کبیر د یو شمېر نورو طالب چارواکو سره د لمانځه پر مهال

سرچینه زیاتوي: "د مولوي کبیر له دفتره ورته ویل شوي وو، چې دوی غواړي د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو سره یو ځای لمونځ وکړي او نه شي کولی، چې د ارګ د اختر په لمانځه کې ګډون وکړي".

په ارګ کې په جماعت د اختر د دواړو لمونځونو تر منځ یوازې ۱۵ دقیقې توپیر و؛ چې د سپېدار ماڼۍ د اختر په لمانځه کې مولوي کبیر وینا کړې او د ارګ داخل لمانځه کې د ملا برادر او عبدالسلام حنفي په ګډون د طالبانو یو شمېر چارواکو خبرې کړې دي.

په ارګ کې د اختر دوه لمونځونه پر داسې مهال کیږي، چې له اختر وړاندې د طالبانو حج او اقافو وزارت د جوماتونو له ټولو ملا امامانو څخه غوښتي وو، چې د اختر لمونځونه په هرې سیمې کې باید په یو ځای او پر یو وخت وکړي.

دا لومړی ځل دی، چې په ارګ کې د اختر دوه بېلابېل لمونځونه کیږي او د ریاست الوزرا مرستیالان پر یو ځای له لمانځه ډډه کوي.

د طالبانو یو شمېر سیاسي مخالفینو دا چاره د طالبانو په کابینه کې د خپل منځي اختلافاتو یو روښانه مثال ګڼلې ده.

د بلخ والي: د طالبانو په واکمنۍ سره امپراتورۍ له منځه ولاړې

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۹ GMT+۱

په بلخ ولایت کې د طالبانو والي وایي، چې پر افغانستان د دې ډلې واکمنۍ سره «لویې امپراتورۍ له منځه لاړې، چې افغانستان یې له تجزیې سره مخ کړی و.» محمد یوسف وفا د روضې په عیدګاه کې د خبرو پرمهال زیاته کړه، چې په دغه ولایت کې ګوندونه، ژبنیي تعصبات او سمت پرستي هم له منځه تللې ده.

د ښاغلي وفا په خبره، د پنځو څلوېښتو کلونو ناخواله کې ملک تجزیه کېدی، پیسې چاپ شوې، جلا حکومتونه اعلان شول.

نوموړی وایي: «اوس په افغانستان کې یو امیر، یو مرکزي حکومت او یو نظام دی.»
ښاغلي وفا که څه هم د کوم مشخص کس نوم نه دی اخیستی، خو د تېر حکومت پرمهال د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور په خپلو پلویانو کې د شمال د امپراتور په نوم یادېده.
د جمهوریت پر وخت په شمال کې یو شمېر وتلو څېرو لکه عطا محمد نور په بلخ او عبدالرشید دوستم په جوزجان کې د وخت حکومت ننګاوه او د جمهوریت په وروستي کال یې دغه ولایت ته د اشرف غني له خوا غوره شوی والي نه مانه.
عطا محمد نور ۱۴ کاله د بلخ د والي په توګه پاتې شوی و او سره له دې چې په ځلونو تېر حکومت د هغه د لېرې کولو هڅه کوله، خو نوموړي د بلخ ولایتي څوکۍ نه پرېښوده.

د طالبانو تر پخوانۍ واکمنۍ مخکې هم په افغانستان کې د رباني پر حکومت سربېره جنرال دوستم هم خپلې پیسې چاپ کړې وې.
په بلخ ولایت کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا د روضې په عیدګاه کې د خبرو پرمهال دغه راز له دیني عالمانو وغوښتل، چې د ولس او حکومت ترمنځ واټن له منځه یوسي.

پر نوموړي سربېره د طالبانو نورو چارواکو په تېره د دې ډلې مشر هم د اختر په وینا کې د دوی د حکومت او ولس تر منځ د واټن لرې کولو خبرې کړې دي.

د ایران د پارلمان غړی: پاکستاني پوله ساتي ځواکونه او طالبان له جندالله ډلې سره همکاري کوي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۱۵ GMT+۱

د ایران د پارلمان غړي یعقوب رضازاده د پاکستان پوله ساتي ځواکونه او افغان طالبان له جندالله ډلې سره په همکارۍ تورن کړل. ښاغلي رضازاده وايي: «طالبان او پاکستاني ځواکونه نه یوازې د خپلو پولو په امنیت کې کمزوري دي، بلکې کله ناکله له جندالله ډلې سره همکاري کوي.»

یعقوب رضازاده چې د ایران پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیسیون د دوهم سکرتر په توګه کار کوي، د ایران له حیات خبري اژانس سره په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ د وري په ۲۳ مه خپره شوه، وویل: «ایران له افغانستان او پاکستان سره شاوخوا ۲۱۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، خو دواړه هېوادونه زموږ له هېواد سره د خپلو پولو د خوندي کولو لپاره اړین او کافي واک نه لري.»

ښاغلی رضازاده وايي چې له افغانستان او پاکستان سره د ایران د ختیځو پولو د امنیت مسوولیت یوازې د ایراني پوله ساتو ځواکونو پر غاړه دی.

د ایران د پارلمان د دغه استازي په وینا له جندالله سره د طالبانو او پاکستان د سرحدي ځواکونو همکاري د دې لامل کیږي چې دغه ډله ایران ته دننه شي.

د هغه په وينا، سره له دې چې ايران ته د جندالله ډلې د ننوتلو د مخنيوي هڅې روانې دي، خو په وروستيو بريدونو کې د ايران د وسله والو ځواکونو يو شمېر په دغه بریدونو کې وژل شوي دي.

د ایران د پارلمان د دغه غړي د څرګندونو په اړه تر اوسه پورې اسلام اباد او د طالب چارواکو کوم غبرګون نه دی راغلی.