• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلخ والي: د طالبانو په واکمنۍ سره امپراتورۍ له منځه ولاړې

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۲۹ GMT+۱

په بلخ ولایت کې د طالبانو والي وایي، چې پر افغانستان د دې ډلې واکمنۍ سره «لویې امپراتورۍ له منځه لاړې، چې افغانستان یې له تجزیې سره مخ کړی و.» محمد یوسف وفا د روضې په عیدګاه کې د خبرو پرمهال زیاته کړه، چې په دغه ولایت کې ګوندونه، ژبنیي تعصبات او سمت پرستي هم له منځه تللې ده.

د ښاغلي وفا په خبره، د پنځو څلوېښتو کلونو ناخواله کې ملک تجزیه کېدی، پیسې چاپ شوې، جلا حکومتونه اعلان شول.

نوموړی وایي: «اوس په افغانستان کې یو امیر، یو مرکزي حکومت او یو نظام دی.»
ښاغلي وفا که څه هم د کوم مشخص کس نوم نه دی اخیستی، خو د تېر حکومت پرمهال د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور په خپلو پلویانو کې د شمال د امپراتور په نوم یادېده.
د جمهوریت پر وخت په شمال کې یو شمېر وتلو څېرو لکه عطا محمد نور په بلخ او عبدالرشید دوستم په جوزجان کې د وخت حکومت ننګاوه او د جمهوریت په وروستي کال یې دغه ولایت ته د اشرف غني له خوا غوره شوی والي نه مانه.
عطا محمد نور ۱۴ کاله د بلخ د والي په توګه پاتې شوی و او سره له دې چې په ځلونو تېر حکومت د هغه د لېرې کولو هڅه کوله، خو نوموړي د بلخ ولایتي څوکۍ نه پرېښوده.

د طالبانو تر پخوانۍ واکمنۍ مخکې هم په افغانستان کې د رباني پر حکومت سربېره جنرال دوستم هم خپلې پیسې چاپ کړې وې.
په بلخ ولایت کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا د روضې په عیدګاه کې د خبرو پرمهال دغه راز له دیني عالمانو وغوښتل، چې د ولس او حکومت ترمنځ واټن له منځه یوسي.

پر نوموړي سربېره د طالبانو نورو چارواکو په تېره د دې ډلې مشر هم د اختر په وینا کې د دوی د حکومت او ولس تر منځ د واټن لرې کولو خبرې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د پارلمان غړی: پاکستاني پوله ساتي ځواکونه او طالبان له جندالله ډلې سره همکاري کوي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۱۵ GMT+۱

د ایران د پارلمان غړي یعقوب رضازاده د پاکستان پوله ساتي ځواکونه او افغان طالبان له جندالله ډلې سره په همکارۍ تورن کړل. ښاغلي رضازاده وايي: «طالبان او پاکستاني ځواکونه نه یوازې د خپلو پولو په امنیت کې کمزوري دي، بلکې کله ناکله له جندالله ډلې سره همکاري کوي.»

یعقوب رضازاده چې د ایران پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیسیون د دوهم سکرتر په توګه کار کوي، د ایران له حیات خبري اژانس سره په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ د وري په ۲۳ مه خپره شوه، وویل: «ایران له افغانستان او پاکستان سره شاوخوا ۲۱۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، خو دواړه هېوادونه زموږ له هېواد سره د خپلو پولو د خوندي کولو لپاره اړین او کافي واک نه لري.»

ښاغلی رضازاده وايي چې له افغانستان او پاکستان سره د ایران د ختیځو پولو د امنیت مسوولیت یوازې د ایراني پوله ساتو ځواکونو پر غاړه دی.

د ایران د پارلمان د دغه استازي په وینا له جندالله سره د طالبانو او پاکستان د سرحدي ځواکونو همکاري د دې لامل کیږي چې دغه ډله ایران ته دننه شي.

د هغه په وينا، سره له دې چې ايران ته د جندالله ډلې د ننوتلو د مخنيوي هڅې روانې دي، خو په وروستيو بريدونو کې د ايران د وسله والو ځواکونو يو شمېر په دغه بریدونو کې وژل شوي دي.

د ایران د پارلمان د دغه غړي د څرګندونو په اړه تر اوسه پورې اسلام اباد او د طالب چارواکو کوم غبرګون نه دی راغلی.

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې په افغانستان کې د ورښت او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي‌چلند د هوا پوهنې ریاست وايي، د پنج شنبې او جمعې په ورځو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د واورې، باران، سېلابونو راوتلو او چټک توپان اټکل شوی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پنج شنبې په ورځ د (وري ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د وري په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، ارزګان، ډایکنډي، غور، هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، جوزجان، او فاریاب ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د درنې واورې، ګڼ باران، نسبتا چټک توپان او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

یادې ادارې ویلي دي، د ورښت کچه به په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۵څخه تر ۸۰ ملي مترو او د واورې کچه به له ۱۵ څخه تر ۵۰ سانتې مترو پورې وي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند د هوا پوهنې ادارې له لوري په خپره شوې خبرتیا کې لیکل شوي چې، په لوېدیځو، سوېلي او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون به نسبتا چټک توپان پېښ شي چې، د چټک والي کچه یې په بېلابېلو سېمو کې له ۲۰څخه تر ۸۰ کیلومتره په یوه ساعت کې اتکل شوې.

واعظ‌زاده بهسودي له طالبانو وغوښتل چې د نجونو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر کړي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۱

یوه شیعه عالم ایت الله واعظ‌زاده بهسودي له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي. نوموړی وايي، چې له «زده‌کړو» انکار نه شي کیدی ځکه چې زده‌کړه یو «نیک کار» دی او «څوک چې یو ښه کار وکړي، هغه که نارینه وي یا ښځینه، خدای به هغه ته ښه ژوند ورکړي.»

په هغې ویډیو کې چې موږ ته رسېدلې، ښاغلی بهسودي د اختر په لمانځه کې د وینا پر مهال وايي، هغه د زده‌کړو د ګډو ټولګیو مخالف دی او «د زده‌کړو ځای باید اسلامي وي، د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا وي.»

نوموړی وایي، د حل لاره دا ده چې طالبان له نړۍ وغواړي چې «که د نارینه و لپاره لس زره لېسې لرو باید د نجونو لپاره هم لس زره لېسې ولرو.»

ایت الله واعظ‌زاده بهسودي وايي: «د نجونو لپاره د مناسب چاپیریال د نه شتون په پلمه موږ نه شو کولی د ټولنې له نیمایي څخه زیاته برخه له زده‌کړو چې د دوی شرعي، قانوني او بشري حق دی، بې برخې کړو.»

نوموړی په خپلو خبرو کې زیاتوي،چې د هلکانو او نجونو لپاره د پوهنتونونو، ښوونځیو او زده‌کړو موسسو د جلا کېدو له امله یوې لویې بودیجې او لویو بشري سرچینو ته اړتیا ده، چې افغانستان یې د پوره کولو وس نه لري. خو وايي، که دغه بنسټونه وتړل شي، «ښه خبره نه ده.»

هغه په ټینګار سره له طالبانو وغوښتل چې نجونو ته دې په جلا چاپیریال کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول.

د یو شمېر اسلامي هېوادونو او اسلامي نړۍ د عالمانو په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو بندیز غندلی او د دې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو ټینګار کړی

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۳۱ GMT+۱

یوه ورځ وروسته له هغې چې طالبانو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل رد کړل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هېواد یې لا هم د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ کوي. د وزارت په وینا، د استازي ټاکل د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غړو غوښتنه ده.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي د ویاند د خبرو په غبرګون وویل چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل بېځایه هڅه ده.

هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د یوناما په شتون سره د نوي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

خو د ملګرو ملتونو ویاند ویلي دي چې د ځانګړي استازي پر ټاکلو کار روان دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت یو وياند د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف يعقوبي ته وويل، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ٢٧٢١ پرېکړه ليک له مخې، دغه شورا د یاد سازمان له سرمنشي څخه غوښتي، چې د افغانستان لپاره ځانګړى استازى وټاکي.

هغه وویل: «موږ د دې موضوع ملاتړ ته دوام ورکوو او د هغه د ټاکل کېدو په تمه یو.»

د لوېدیځو هېوادونو استازو ویلي، چې له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو د همغږي کولو لپاره د ځانګړي استازي ټاکل اړین دي.

خو یوې ډیپلوماټیکې سرچینې پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټربیون ته ویلي، دا امکان نه لري چې طالبان دې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د منلو په اړه له خپل دریځه په شا شي.

ایکسپرېس ټربیون د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې له اختر وروسته به د یوناما مشره روزا اوتونبایوا له طالب چارواکو سره «جدي خبرې» پیل کړي، چې دغه ډله د ځانګړي استازي په منلو قانع کړي.

د ورځپاڼې په وینا، یو پلان دا دی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي پرځای یو ځانګړی همغږي کوونکی وټاکي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک په غبرګون کې ویلي چې دغه پرېکړه لیک د دغې ډلې له مشورې پرته تصویب شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د «خپلواکې ارزونې او وړاندیزونو» په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک د مرغومي میاشتې په نهمه نیټه د ۱۳ تایید رایو او د روسيې او چین د دوه غیرحاضرو رایو سره تصویب شو.

ښاغلي سینیرلي اوغلو په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې وه.

د ټولیز امنیتي تړون سازمان وايي، د افغانستان امنیتي وضعیت د ښه کېدو په حال کې نه دی

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۵۰ GMT+۱

روسيې او د ټولیز امنيتي تړون د سازمان نورو غړو هېوادونو د چهارشنبې په ورځ د (وري ۲۲مه) په مسکو کې غونډه وکړه او له افغانستان څخه يې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دوی له افغانستان څخه د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق پر ګواښونو خبرې وکړې.

د ټاس دولتي خبري اژانس د خبر له مخې: «په دغې ناسته کې د افغانستان د حالاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او د ګډونوالو له لوري یې په افغانستان کې د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي برخو د ناڅرګند حالت په اړه اندېښنې څرګندې شوې.»

دا د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د کاري ډلې ۳۹مه غونډه وه.

د دغه سازمان د خبرپاڼې پر بنسټ، «ګډون کوونکو وویل چې د سازمان کاري ډله چمتو ده چې د غړو هېوادونو د فعالیتونو په همغږي کولو کې مرسته وکړي چې په افغانستان کې وضعیت باثباته او د سولې بهیر رامنځته شي.»

همدارنګه د ډله ییز امنیت تړون د سازمان غړیو هیوادونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ملي مرکزونو مشرانو هم د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د دغې ډلې په ۱۷مه غونډه کې وویل چې نړیوال ترهګریز سازمانونه او سایبري بریدونه د دغو هیوادونو لپاره ګډ ګواښونه دي.

د ټاس دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې ګډونوالو د دې اتحادیې د غړو هیوادونو په وړاندې د ترهګریزو ګواښونو د رامنځته کېدو او پراختیا مهم عوامل په افغانستان، سوریه او عراق کې د نړیوالو ترهګریزو سازمانونو له فعالیتونو او همدارنګه په اوکراین او د اوکراین په ختیځ او منځني ختیځ کې پرمختګونه وبلل. ‍

د ګډ امنیتي تړون سازمان د غړو هېوادونو خاورې ته د وسلو او مهماتو د ناقانونه قاچاق سره د ترهګریزو ګواښونو او د نوې تکنالوژۍ، مصنوعي زیرکتیا، بې پیلوټه سیسټمونو او روبوټیک جوړښتونو د کارونې زیاتوالی هغه مهم مسایل وو چې په دې غونډه کې پرې بحث وشو.

روسیه، قزاقستان ، سپینه روسیه، قرغزستان او تاجکستان د ټولیز امنیتي تړون د سازمان غړي دي.