طالبان: له وروستیو ورښتونو وروسته د برېښنا تولید زیات شوی دی

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت ویلي چې په افغانستان کې له وروستیو ورښتونو وروسته د نغلو، سروبي او ماهیپر په بندونو کې د برېښنا د تولید کچه لوړه شوې ده. د دغه شرکت د څرګندونو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دغو درېيو بندونو ته ٣٦٠ مېګاواټه برېښنا زیاته شوې ده.