• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پاکستان ته ځي

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به د پاکستان د اوسني حکومت له واک ته رسېدو وروسته لومړنی بهرنی مشر وي، چې پاکستان ته سفر کوي. د ډېپلوماټيکو سرچينو له مخې؛ د ايران ولسمشر ابراهيم ریيسي به د اپرېل په ٢٢مه له يوه پلاوي سره پاکستان ته ځي.

جیو نیوز د یوې سرچينې په حواله ویلي، چې د ايران ولسمشر به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزير شهباز شريف او پوځي مشرانو سره وګوري.

سرچینه زیاتوي، چې پاکستان ته د ایراني ولسمشر د سفر پر مهال به پر دوه اړخیزو مسایلو او د پاکستان-ایران د ګازو د پایپ لاین په ګډون د منځني ختیځ پر بدلېدونکي وضعیت هم خبرې وشي.

پاکستان به له ایران سره د ګازو د پایپ لاین له جوړولو مخکې د پایپ لاین سروې بیا تایید کړي.

د یادولو وړ ده، چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې ایران د پاکستان د بلوچستان ایالت په سرحدي سیمه کې توغندیز بریدونه وکړل، چې په ځواب کې پاکستان هم د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کې بریدونه وکړل؛ خو د دواړو خواو له خوا د ډېپلوماټيکو لارو مسالې په دوستانه ډول حل شوې او له پېښې سمدستي وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان هم پاکستان ته سفر وکړ.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

په ۲۰۲۴ کال کې افغان مېرمنو ته د کوسوو د جمهوري ریاست د زړورتیا مډال ورکړل شو

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د کوسوو د ولسمشر د زړورتیا مډال د "ښځو، سولې او امنیت د نړۍوالې شورا" تر سرلیک لاندې په یو لړ مراسمو کې افغان مېرمنو ته ورکړل شو. د کوسوو ولسمشر ویسا عثماني دغه مډال زهرا نادر، مدینه دروازي، عارفه فاطمي او د افغان ښځو یو شمېر نورو استازو ته ډالۍ کړ.

دا فورم د امنیت او سولې په برخه کې د خبرو اترو او له جنسي تاوتریخوالي څخه د ژغورل شویو کسانو د غږ انعکاس په موخه جوړ شوی و.

د ښځو، سولې او امنیت دویمه نړۍواله غونډه د دوشنبی په ورځ (د وري ۲۷مه) د ۴۰ هېوادونو د څه باندې ۸۰۰ استازو په ګډون او د کوسوو د ولسمشر په حضور کې ترسره شوه.

زهرا نادر، د زن ټایمز مشره مدیرې وویل: "د اټکل له مخې شل میلیونه ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې دي. دوی د کار یا زده کړو لپاره د سفر کولو حق نه لري او حتا د جامو غوره کولو حق هم نه لري."

زهرا نادر وویل؛ د طالبانو ډلې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ ټول سیستمونه له منځه وړي او د دغې ډلې پر وړاندې تاوتریخوالی په ځانګړې توګه جنسیتي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په دې مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن، د سلوانیا ولسمشر، د البانیا ولسمشر او د شمېر نورو هېوادونو استازو په ګډون مشهورو نړیوالو شخصیتونو ګډون کړی و او په انلاین ډول یې ویناوې وکړې.

د کوسوو د زړورتیا ولسمشرۍ مډال په 2023 کې اوکرایني میرمنو ته ورکړل شوی و.

د طالبانو کډوالو وزارت: له سلو څخه ډیر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې، د وري میاشتې پر ۲۵مه او ۲۶مه نېټه ۱۰۳ تنه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته راستانه شول. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه کسان په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي،‌ له پاکستانه په جبري ډول ستانه شوي افغان کډوال ۲۴ کورنۍ وي چې شمېر یې ۱۰۳ تنه و د تورخم دروازي له لارې هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت ویلي له پاکستان څخه په جبري توګه راستانه شوي تازه افغان کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته ورپيژندلي دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د پاکستان حکومت په تازه اعلان کې ويلي چې له کوچني اختر وروسته د روانې اپریل میاشتې له ۱۵نیټې وروسته به یو ځل بیا د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.

بایډن نتانیاهو ته: امریکا به د ایران پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه وانخلي

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۵۰ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله ویلي، چې د ایران تر برید وروسته جوبایډن بنیامین نتانیاهو ته ویلي، چې امریکا به د ایران پر وړاندي د اسراییلو په هېڅ ډول عملیاتو کې برخه وانخلي.

د دغه راپور له مخې، بایډن ويلي، چې اسراییل د بې ساري بریدونو په وړاندې د دفاع لپاره د پام وړ وړتیا ښودلې ده.

د شنبې په ورځ ناوخته، سپینې ماڼۍ د اسراییلو او امریکایي مشرانو ترمنځ د تلیفوني خبرو اترو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې بایډن نتانیاهو ته وویل، چې اسراییل «د ځان د دفاع او د بې ساري بریدونو د شنډولو لپاره خورا لوړه وړتیا ښودلې ده.»

اسراییلو ویلي، چې د خپل دفاعي سیسټم او د خپلو متحدینو په همکارۍ یې د ایران زیاتره پراخه راکټي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شنډ کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د یکشنبې په ورځ د امریکا ای سي بي ټلویزیون ته وویل، چې متحده ایالات د اسراییلو په دفاع کې مرسته کوي؛ خو له ایران سره جګړه نه غواړي.

هغه وویل «مونږ په سیمه کې د تاوتریخوالی د زیاتوالي غوښتونکي نه یو، موږ په سیمه کې لویه جګړه نه غواړو.»

د اسراییلو د جنګي کابینې یوه لوړپوړي چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې دوی به په مناسب وخت کې د ایران بریدونو ته ځواب ورکړي.

د ترکيې سرچينه وايي، ايران ترکيې ته د اسراييلو پر ضد له عملياتو مخکې خبر ورکړی و

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۰۹ GMT+۱

د ترکیې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې د یکشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي؛ ایران د اسراییلو پر ضد د پلان شوي عملیاتو په اړه ترکیې ته مخکې له مخکې خبر ورکړی و او زیاته کړې یې ده، چې واشنګټن د انقرې له لارې تهران ته خبرداری ورکړی چې هر هغه اقدام چې ترسره کوي باید "محدود" وي.

ترکیې چې د غزې په تړانګه کې یې د اسراییل عملیات غندلي دي، د یکشنبې په ورځ یې ویلي، چې نه غواړي په سیمه کې د کړکیچ د لا زیاتوالي لامل شي.

د ترکیې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تېره اوونۍ له خپلو امریکايي او ایراني سیالانو سره د ایران د پلان شویو عملیاتو په اړه خبرې کړې وې او زیاته کړې یې ده چې انقره د احتمالي پرمختګونو په اړه خبره وه.

د دې اونۍ په پیل کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل سیال هاکان فیدان سره خبرې کړې وې، ترڅو روښانه کړي چې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی.

سرچینې وویل: "ایران موږ ته دمخه خبر راکړ چې څه به پیښ شي. د بلینکن سره د لیدنې پرمهال احتمالي پرمختګونه په اړې خبرې کړې وې او دوی (امریکا) زموږ له لارې ایران ته خبر ورکړ چې دا عکس العمل باید په ټاکلو حدودو کې وي."

دغې سرچینې زیاته کړې: "په ځواب کې، ایران وویل چې د ایران غبرګون به په دمشق کې د دوی پر سفارت د اسراییلو د برید ځواب وي او د دغه ځواب له حده به ډېر څه نه وي."

ایران چې د ترکیې ګاونډی دی، د اپریل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د اسراییلو د برید په غبرګون کې یې د غچ اخیستو ژمنه کړې وه. په دغه برید کې د سپاه پاسداران اووه افسران وژل شوي وو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې دا تماسونه تایید کړي او ویې ویل چې انقرې د زغم غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که تاوتریخوالی نور هم زیات شي سیمه ایز جنګ به پیل شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې انقره به په سیمه کې د نورو شخړو او کړکیچ د مخنیوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د جي ۷ مشران به نن یکشنبه د ایران د برید په اړه خبرې وکړي

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۱

د ایټالیا د لومړي وزیر جورجیا میلوني دفتر ویلي، دغه هیواد، چې د جي ۷ ډلې مشري پر غاړه لري، پر اسراییل د ایران د برید په اړه یې د اوو سترو اقتصادي قدرتونو یوه ویډیو غونډه بللې چې د یکشنبې په ورځ د ګرنویچ پر وخت په ۰۲:۰۰ بجو ترسره کیږي.‌

په دې غوڼډه کې به د ایران د برید په اړه بحث وشي.

د اپریل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د ایران پر سفارت د اسراییلو د مشکوکو هوايي برید په ځواب کې د ایران دغه برید، د پراخې سیمه ییزې جګړې ګواښ راپورته کړی دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید ته داوو سترو اقتصادي قدرتونود همغږي ډیپلوماتیک ځواب ورکولو ژمنه کړې ده. نوموړي دغه برید غندلی دی. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني ویلي، چې هیله لري چې د اسراییلو حکومت د دغه برید په ځواب کې زغم وښيي.

ښاغلي تاجاني یوې ایټالیايي رسنۍ ته ویلي: "هیله لرم چې پر تل ابیب ښه احساس غالب شي ځکه چې دوی اوس پوځي بریا ترلاسه کړې ده."

هغه زیاته کړه: "زه هیله لرم چې د اسراییلو په دې پوځي بریا سره دوی دا مسله نوره اوږده نه کړي." هغه دې حقیقت ته اشاره وکړه، چې د ایران له خوا په اسراییلو توغول شوي توغنديو او بې پیلوټه الوتکو ډیری برخه خپلو موخو ته له رسیدو وړاندې رانسکورې شوي دي.

د اوو سترو اقتصادي قدرتونو په ډله کې، متحده ایالات، کاناډا، ایټالیا، بریتانیا، فرانسه، جرمني او جاپان شامل دي.