شهباز شریف: له سعودي عربستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخول غواړو

د پاکستان لومړي وزیر له سعودي سره په سوداګرۍ او پانګونه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه. شهباز شریف د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په مشرۍ پلاوي سره په لیدنه کې وویل، چې سعودي باید په پاکستان کې د خپلې پانګونې د لومړي پړاو چارې ګړندۍ کړي.