امریکايي او چینايي چارواکو د منځني ختیځ، تایوان او سوېلي چین سمندرګي په اړه خبرې وکړې

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي چې د ختيځې اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير په بېجينګ کې له خپل چينايي سيال سره خبرې اترې وکړې. منځنی ختیځ، تایوان، د سوېلي چین سمندرګی او د روسیې له دفاعي صنعت څخه د چین ملاتړ د خبرو اترو اصلي موضوع وه.