ډبلیو اېچ او: په پاکستان کې د ټوخي په جوړو شویو درملو کې له ناسمو ترکیبونو کار اخیستل کېږي

د روغتیا نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ هغو درمل جوړوونکو ته خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د ټوخي شربت په جوړولو کې له ناسمو ترکیبونو کار اخلي. د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې په هندوستان او اندونیزیا کې د ټوخي ضد شربت جوړولو له امله په نړۍواله کچه له ۳۰۰ زیات ماشومان مړه شوي وو.