د طالبانو د کډوالو وزارت: لسګونه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړای شول

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ لس افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول له پاکستانه راستنې شوې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ لس افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول له پاکستانه راستنې شوې.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۷مه) لس افغان کډوالې کورنۍ په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې.دغه وزارت وايي، د تازه راستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۳ تنه وو او د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.د کډوالو وزارت وايي، دغه تازه راستانه شوي افغان کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر ته ورپېژندلي دي.پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو د اپرېل میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل کړی.پاکستان د افغان کډوالو په جبري توګه اېستلو په لومړي پړاو کې تر نیم مېلیون ډېر افغان کډوال له دغه هېواده و اېستل.که څه هم د کډوالو یوشمېر ملاتړو سازمانونو او ادارو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو د پړېکړې د بېرته اخیستو غوښتنې کړې؛ خو پاکستان لا هم په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلې ده.


د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د یوې زړې هاوان مرمۍ په چاودنه کې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سیمهییزو خلکو په خبره، دغه پېښه تېره ورځ په ملا شېرعلي کلي کې هغه مهال شوې، چې دغو دوو ماشومانو له یوې زړې هاوان مرمۍ سره لوبې کولې.
د سیمهییزو خلکو په خبره، په دغې چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل بیا ټپي دی.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریجارډ بېنېټ د اپرېل څلورمې نېټې د ماین پاکۍ په برخه کې د مرستې او عامه پوهاوي له نړۍوالې ورځې په پار ویلي و، چې په افغانستان کې د ماینونو له امله ډېری قربانیان ولسي وګړي او په ځانګړې توګه ماشومان دي چې ځینې یې معلولېږي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي و، چې ځمکني ماینونه، چاودېدونکي توکي او د جګړې پاتې شوني په مستقیم ډول په جګړهیزو سیمو کې له افغانستانه نیولې تر سوډان او اوکراین څخه تر غزې پورې د مېشتو مېلیونونو خلکو ژوند ګواښي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې د ماینونو او ناچاوده توکو له امله له ۱۴۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو ورته مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د ماينونو د تطهير او انسجام لپاره د طالبانو مشر نورالدين رستم خېل د ماین پاکۍ په برخه کې د پوهاوي او مرستې نړۍوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي و، چې تېر میلادي کال کې د ښځو په ګډون ۵۵۵ تنو ته د ماین چاودنو له کبله مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ هغو درمل جوړوونکو ته خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د ټوخي شربت په جوړولو کې له ناسمو ترکیبونو کار اخلي. د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې په هندوستان او اندونیزیا کې د ټوخي ضد شربت جوړولو له امله په نړۍواله کچه له ۳۰۰ زیات ماشومان مړه شوي وو.
د روغتیا نړۍوال سازمان د پنځه ډوله پروپیلن ګلیکول مادې د کارولو له امله چې په درمل جوړولو کې ترېنه کار اخیستل کېږي خبرداری ورکړی.
په پاکستان کې د درملو د تنظیم ادارې هم د جنورۍ او مارچ په میاشتو کې د اتیلن ګلیکول مادې چې وژونکې ده، په درمل جوړولو کې د هغې د کارونې په اړه خبرداری ورکړی و.
دغه ماده په هغو درملو کې چې د «داو کیمیکال» کمپنۍ تر چتر لاندې د ټایلنډ، جرمني او سېنګاپور په هېوادونو کې جوړ شوي موندل شوې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان د پروپیلن ګلیکول مشکوکې بېلګې په هغو درملو کې چې له نسخې پرته ورکول کېږي او د ټوخي لپاره کارول کېږي، د ازمېښت لپاره واستولې.
دغه سازمان ویلي، ازمېښتي بېلګو یو لړ ککړتیاوې هم لرلې چې دغه ککړتیاوې د ټوخي په شربت کې د پختورګو ستونزې رامنځته کوي او د خلکو د مړینې سبب هم ګرځي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، له هغو څو میاشتو وروسته چې دوی خبرداری ورکړی او له درمل جوړوونکو یې وغوښتل چې د خپلو تامین کوونکو څرنګوالی تایید کړي؛ نو په پاکستان کې د درملو د تنظیموونکې ادارې د ککړو ترکیبونو څو بېلګې په نښه کړې.
د روغتیا نړۍوال سازمان دې ته په اشارې چې ښايي دغه درمل په نورو هېوادونو کې هم وېشل شوې وي او یا هم کېدای شي په زېرمتونونو کې پاتې وي وویل:« د پروپیلن ګلیکول مواد پېژندل شوي په دغه خبرداري کې یا په قصدي توګه او یا هم د درغلۍ په بڼه په نښه شوي دي.»
د روغتیا د نړۍوال سازمان دغه خبرداری داسې مهال خپرېږي، چې نایجریا اعلان کړی د ماشومانو لپاره د ټوخي په شربت کې یې په اتیلن ګلیکول ککړه ماده موندلې ده.

په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکي وايي، د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ د تورخم دروازه د هغو بېړنیو ناروغانو لپاره وتړله چې تر دې وړاندې به له ویزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته د درملنې په موخه تلل.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وايي، د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د هغو ناروغانو لپاره د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۷مه) وتړل شوه چې د پاکستان ویزه نه لري.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د خبر له مخې پاکستاني چارواکو په ننګرهار کې د طالبانو ځايي مسولینو ته خبر ورکړی چې، پر تورخم دروازه هغه ناروغانو ته اجازه نه ورکوي چې پاکستان ته د تګ لپاره قانوني اسناد نه لري.
خو په سیمه کې ځايي خبریال فرهاد شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې لا هم د سختو ناروغانو له پاره دغه دروازه پرانیستې ده؛ خو هغه ناروغان چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه وي د هغو لپاره دغه دروازه له پرون راهیسې تړل شوې ده.
بل خوا په تورخم کې د ناروغانو د انتقال کمیسیون هم له ناروغانو غوښتي، چې تر راتلونکې خبرتیا دې یاد کمېسیون ته مراجعه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې دغه لاره د څو میاشتو لپاره د هغه موټر چلوونکو پر مخ هم تړل شوې وه، چې ویزې یې نه لرلې؛ خو د پاکستان او طالبانو تر منځ د موټر چلوونکو لپاره د تګ راتګ لپاره د ځانکړو کارټونو د جوړېدو پرېکړه شوې، چې لا هم دغه کارټونه هغوی ته نه دي ورکړل شوي؛ خو تر اوسه هغوی ته د تګ راتګ په برخه کې ستونزې نه دي راولاړې شوي.

په پکتیا ولایت کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست وایي، چې تېره شپه شاوخوا ۹:۳۰ بجې د ګردېز_خوست لویه لار د غره ښویېدنې له امله د ټرافیکو لپاره وتړل شوه. د دغو چارواکو په وینا، د پکتیا په سټو کنډو کې د غره ښویېدو له امله دغه لار تړل شوې ده.
دوی زیاته کړې، چې د دغې لویې لارې د بیا خلاصون او پاکولو لپاره هڅې روانې دي.
له بل پلوه د طالبانو ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سمنګان_بلخ لویه لاره چې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې وه؛ د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
دغه وزارت تېره ورځ خبر ورکړی و، چې د سمنګان_بلخ لویه لار د غره ښویېدنې له امله تړل شوې ده.
دغه لویه لار د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ اړوند د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د غر ښویېدنې له امله تړل شوې وه.
له بل پلوه په فراه ولایت کې هم د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست وايي، چې د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لار د سېلابونو راوتو او غر ښویېدو له امله تړل شوې ده.
د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ لاره هم د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله تړل شوې ده.
د دغه وزارت په خبره، د دغې لارې د خلاصون لپاره یې هلې، ځلې روانې دي.

په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، هغو راپورونو سخت اندېښمن کړي چې وايي کارت لرونکي افغان کډوال له پاکستانه اېستل کېږي.
د دغې ادارې ویاند قیصر اپریدي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دوی د پاکستاني چارواکو سره د هغو افغان کډوالو ستونزې شریکې کړې چې دا مهال دوی په افغانستان کې د بېرته ستنېدو پر مهال ورسره مخامخېدای شي.
له هغه مهاله چې د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته چې د کډوالۍ (اې سي سي) کارټونه لري د اپرېل تر پنځلسمې وخت ټاکلی، ورسره ګڼ افغانان اندېښمن دي او وايي چې که چېرته د مخکیني پړاو په څېر دوی اېستل کېږي؛ نو دوی به د سترو ننګونو او ستونزو سره مخامخ شي.
په اسلام اباد کې افغان کډوال محمد نعیم افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی د شپاړسو کالو را په دې خوا په راولپنډۍ کې اوسېږي او دلته کاروبار کوي.
هغه وايي: همدا اوس زما ټول ماشومان دلته په زدهکړو بوخت دي، ټولې لوڼې مې ښوونځیو او پوهنځیو ته ځي که موږ ستنول کېږو؛ نو د دوی برخلیک ته حیران یم چې څه به کېږي، هلته خو د دوی لپاره د زدهکړو اسانتیاوې هم نه شته.
عزت الله یو بل افغان دی چې وايي دلته یې په تېرو شلو کالو کې یې ځانته ژوند جوړ کړی؛ که چېرته هغه په زوره ستنول کېږي د هغه ټول ژوند ورسره زیانمنېږي.
هغه وړاندې وايي: حکومت ته په کار دا دي، چې په دې برخه کې خلکو ته کافي وخت ورکړي؛ تر څو هغوی د خپل ژوند ټولې چارې راغونډې کړي او خپل حسابونه کتابونه راټول کړي. داسې خو نه کېږي، چې په یوه ورځ یا یوه میاشت کې درته ووايي چې ته ووځه دا چې ستا دلته ټول کاروبار او ژوند خوندي دی هغه به څنګه کېږي؟
زرغونه یوه بله افغان کډواله ده، چې په اسلام اباد کې ژوند کوي هغه په دې برخه کې د پړې ګوته په افغانستان کې اوسنیو واکمنانو ته نیسي.
هغه زیاتوي: که دوی په رښتیني توګه ځانونه د افغانستان واکداران بولي؛ نو باید د ډیپلوماټیکو لارو چارو دې د پاکستاني چارواکو سره د خپلو خلکو د برخلیک په اړه خبرې اترې وکړي، واکمني خو دا نه ده چې یوازې څوکۍ ونیسه او د واک پر ګدۍ تکیه شه نور د خلکو له غمه بېغمه اوسه.
له تېرې ورځې را په دې خوا داسې رپوټونه خپاره شوه، چې ګواکې د پاکستان حکومت غواړي سر له ننه د (اپرېل په ۱۶مه) افغان کډوال په زوره له پاکستانه وباسي؛ خو په پېښور کې ازاد خبریال رفعت الله ورکزی وايي، چې دا مهال په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه کوم ځانګړی راپور نه شته او د بلوچستان په صوبه کې هم سیمهییزو چارواکو ویلي، چې تر دې مهاله یې داسې کومه پرېکړه نه ده کړې.
داسې راپورونه هم شته، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته د پاکستانی پلاوي په ورتګ کې د دواړو غاړو تر منځ داسې پرېکړه شوې چې دمګړۍ دې د افغان کډوالو په ستنولو کې پاکستانی لوری له بېړې کار نه اخلي او په دې برخه کې دې یو څه نرمښت راولي.